لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د سعودي ولي عهد سره په غزه کې د ډز بندۍ په اړه خبرې اترې وکړې


د سټېټ ډپارټمنټ د بیان ترمخه، بلېنکن او بن سلمان د جنګ وروسته په غزه کې د امنیت او سيمې د انتظام او د بیا ودانولو په اړه خبرو ته دوام ورکړو
د سټېټ ډپارټمنټ د بیان ترمخه، بلېنکن او بن سلمان د جنګ وروسته په غزه کې د امنیت او سيمې د انتظام او د بیا ودانولو په اړه خبرو ته دوام ورکړو

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ریاض کې د سعودي عرب محمد بن سلمان سره په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د ختمولو او د حماس په ولکه کې د باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان په یو بیان کې وویل بلېنکن محمد بن سلمان ته په دې ټینګار وکړو چې دا خبره اهمیت لري چې په غزه کې جنګ ختم کړی شي او د حماس په ولکه کې باقې پاتې یرغمالان دې ازاد کړی شي. وېل کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي چې دریمه برخه يې مړه دي.

د سټېټ ډپارټمنټ د بیان ترمخه، بلېنکن او بن سلمان د جنګ وروسته په غزه کې د امنیت او سيمې د انتظام او د بیا ودانولو په اړه خبرو ته دوام ورکړو.

بلېنکن وویل په غزه کې دې جنګ په داسې طریقه ختم کړی شي چې د ایران حمایته یافته حماس دې د غزه نه بهر وي او اسرایلي ځواکونه په سیمه کې پاتې نه شي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ سعودي عرب ته د رستېدو وروسته بلېنکن د سعودي خارجه وزیر فېصل بن فرحان سره هم وليدل.

سعودي عرب ته د روانېدو نه مخکې بلېنکن د اسرایل په تل ابیب ښار کې خبریالانو ته وویل د دې باوجود چې په سیمه کې څه وشول اوس هم موقعه شته چې په مکمله توګه په مختلف طرف تګ وکړی شي او په دې کې په ممکنه توګه د سعودي عرب او اسرایل تعلقات سمېدل هم شامل دي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو وروسته بلېنکن د منځني ختیځ په ۱۱ دوره دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ يې په یروشلم کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او نورو اسرایلي چارواکو سره وليدل.

په غزه کې جنګ د شروع کېدو نه مخکې د یوې مجوزه معاهدې دلاندې د سعودي عرب او اسرایل د سفارتي تعلقاتو په اړه ګامونه پورته کېدل شروع شوي وو چې اسرایل سره سفارتي تعلقات قایمولو په بدل کې به سعودي عرب سره دفاعي او د غېر پوځي اېټمي پروګرام دپاره معاهده کولی شي.

نېټن یاهو او د نورو اسرایلي چارواکو سره د ملاقاتونو وروسته بلېنکن وویل وخت راغلی چې په غزه کې جنګ ختم کړی شي.

بلېنکن وویل د اووم اکتوبر راهسې اسرایل په غزه کط زیاتره سټرېټيجېک اهداف ترلاسه کړي او اوس وخت دی چې د هغه په قول دې کامیابیو ته مستقل شکل ورکړی شي او په سټرېټيجېک کامیابي شي.

بلېنکن وویل اسرایل دلاسه د حماس مشر یحیا سنوار د وژل کېدو وروسته حقیقي موقع موجود ده چې د حماس په ولکه کې د باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو دپاره معاهده وکړی شي.

هغه وویل په غزه کې دې جنګ په داسې طریقه ختم کړی شی چې حماس په غزه کې نه وي او اسرایلي ځواکونه د سيمې څخه ووځي.

د امریکې خارجه وزیر وویل په راتلونکو څو ورځو کې د عرب مشرانو سره به په غزه کې د جنګ وروسته په صورتحال، د غزه د انتظام، د سیمې د بحالۍ او دا چې نړیواله ټولنه د فلسطینیان دپاره څه کولی شي، خبرې کوي.

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترمخه بلېنکن به د جمعې په ورځ په لندن کې عرب ملکونو خارجه وزیرانو سره هم ملاقاتونه کوي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به هغه د قطر دوره کوي.

بلخوا، اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د لبنان په صور ښار بمباري وکړه. د بمبارۍ نه څو ګنټې مخکې اسرایل مقامي اوسېدونکو ته د انخلا هدایات جاري کړي وو.

د اسرایل د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د حزب الله یو کمانډر هاشم صاف الدین يې د دې میاشت په شروع کې په بېروت کې وژلی دی. صافي الدین د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله جانشین ګڼل کېدو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG