لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلنکن نن اسرایل ته ځي چې په غزه کې د اوربند لپاره امریکايي هڅې ګرندۍ کړي


IA woman walks past a wall displaying posters of hostages, most of whom were kidnapped during the deadly October 7 attack by Hamas, in Tel Aviv, Aug. 18, 2024.
IA woman walks past a wall displaying posters of hostages, most of whom were kidnapped during the deadly October 7 attack by Hamas, in Tel Aviv, Aug. 18, 2024.

د امریکا د خارجه چارو سېکتر انټني بلنکن به نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ اسرایل ته رسیږي او د امریکا لخوا په غزه کې د ډزبندۍ لپاره د امریکا سفارتي هڅې به ګړندۍ کوي.

امریکا کوشش کوي چې په غزه کې د تیرو لسو میاشتو راهسې د اسرایل او حماس تر منځه جګړه پاې ته ورسیږي.

تیر کال په اکتوبر کې شورو شوي دغه جګړې راپه دیخوا دا د امریکا د خارجه سېکتر د دغه سیمې لسم سفر دی. دا تازه سفر په داسې وخت کیږي چې د امریکا لخوا د ډزبندۍ په اړه یو داسې پلان وړاندې شوی چې امریکا، قطر او مصر ګڼي چې ورسره به د اسرایل او حماس تر منخه په خبرو اترو کې لرې والې کم شي.

امریکايي چارواکو تمه څرګند کړې چې د اوربند لوظنامه به سر ته ورسیږي خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې لا هم ډیر کار پاتې دی.

د صدر جو باېډن انتظامې یو چارواکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو ٫٫ کوم څه چې مونږ کړي هغه دا دي چې د دواړو تر منځه مو د اوربند په اړه اختلافونه کم کړي او په نیادي توګه مونږ اوس ډزبندۍ ته نژدې یو او چې یو وار دا عملي شي نو بیا به مخکې تګ کوو.٬٬

تمه ده چې ښاغلی بلنکن به د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو او نورو مشرانو سره ویني.

د غزه د اوربند دغه خبرې په داسې حالاتو کې کیږي چې د سیمې د ایران لخوا په اسرایل د ځوابي برید د دهړکې وروسته سخت تاوجن شوي. په ۳۱مه جولاې په تهران کې د حماس وسله والې دلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې وروسته ایران د اسرایل نه د دغه غچ اخستو دهړکه ورکړې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG