د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير د پاکستان په سفر کې ویلي، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به امنيتي حالات ښه کول وي په ښه امنیت کې به تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.
د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د چين وزير ليوجيان چاو پرون د جون په 21مه په اسلام اباد کې د پاکستان او چين د مشاورتي مېکانزم يا تګلارې غونډې ته په وينا کې ويلي، ګډه مشاورتي تګلاره د ستاينې وړ ده او د دواړو هيوادونو ترمنځ تړونونه به ګټور ثابت شي.
خو نوموړي د پرمختيا دپاره د کورني ثبات او پانګونو دپاره د امنیتي حالاتو ښه کولو ويلي دي. چينايي وزیر په دغې اړه نور تفصيل نه دی ويلی.
غونډې ته د پاکستان مرستیال وزیراعظم او بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي، چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) د دواړو هيوادونو ترمنځ مهمه پروژه ده، د سي پېک دويم پړاو کې به د پاکستان او چين دوستي نوره پياوړې شي، او زياته کړې یې ده، پاکستان کې ټول سياسي ګوندونه په سي پېک په يو مخ دي.
ډار ويلي، د چينايي وزير سفر په دوه اړخيزه باور کې د اضافې سبب دی او د پاکستان او چين ترمنځ سټرېټېجک همکاري ده.
د چين پلاوي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې د مارچ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.
د ياد بريد وروسته چین پاکستان کې د خپلو وګړو په تحفظ ژورې اندېښنې ښکاره کړې وې او د پاکستان له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې د چین د وګړو تحفظ باید باوري کړي.
د روانې مياشتې په سر کې د چين په سفر د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف په خپل هيواد کې چينايي وګړو او سرمايه کارانو ته د مکمل امنيت او د اسانتياو ورکولو د باور ورکولو ويلي وو.
په پينځم جون په شینجین کې د پاکستان چین بزنس کانفرنس ته وینا کې، وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، حکومت یې په بشام کې د خونړي ترهګر برید راهسې په ټول هیواد کې د هر چینايي ژوند د خوندیتوب لپاره مختلف ګامونه پورته کړي دي.
شهباز شریف پرون په يو بیان کې په سي پېک پروژه د پاکستان او چین ترمنځ د بشپړ سياسي اتفاق او اطمينان څرګندونه کړې ده.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه، وزيراعظم ويلي، د ځانګړو پانګونو د اسانتياو کونسل به په ملک کې چينايي پانګه والو ته ټولې ممکنه اسانتياوې ورکوي.
ويل شوي، وزيراعظم د چينايي وزير سره ليدلي او ويلي يې دي پاکستان د سي پېک دویم پړاو ته تیار دی. د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر هم د چین له وزیر سره لیدلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ مهمه غونډه شوې، او غونډه کې د بهر ملکيانو او په ځانګړي ډول د چینايي وګړو د ساتنې دپاره د اقداماتو جاج اخستل شوی دی.
محسن نقوي ويلي، په امنيتي پلان به پوره عمل کولی شي او په هره کچه به د پلان څارنه کيږي. خو د پلان تفصيل نه دی شريک کړل شوی.
Forum