لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنکیانگ کې د تشدد په الزام ٢ کسانو ته د مرگ سزا


د اپریل په ٢٣ مه نیټه اړی گړی د ویغور مسلمانانو، حکومتي چارواکو او د چینائي نسل هن مهاجرینو ترمنځ تاؤتریخوالی په گوته کوي
د اپریل په ٢٣ مه نیټه اړی گړی د ویغور مسلمانانو، حکومتي چارواکو او د چینائي نسل هن مهاجرینو ترمنځ تاؤتریخوالی په گوته کوي
د چین یو عدالت دوه کسانو ته د مسلمانانو د اکثریت صوبې سنکیانگ کې په اړې گړې کې د لاس لرلو په الزام د مرگ سزاگانې ورکړې دي. د اپریل په میاشت کې شوي تشدد کې ٢١ کسان وژل شوي وو.
د چین مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، درې نورو کسانو ته د قید سزاگانې ورکړی شوي دي چې پکې عمر قید او تر د نهه کالو پورې بند شامل دی.
مطبوعاتو د سزا شوؤ کسانو د شناخت په حقله څه نه دي ویلي خو نومونه يي څرگندوي چې د ويغور نسل سره تعلق لري. د سنکیانگ ویغور چې ترکن نسل مسلمانان دي او د ډیر وخت راهسې وايي سیمه کې د تعصب سره مخ کیږي.
د اپریل په ٢٣ مه نیټه اړی گړی د ویغور مسلمانانو، حکومتي چارواکو او د چینائي نسل هن مهاجرینو ترمنځ تاؤتریخوالی په گوته کوي.
حکومتي چارواکې وايي اړې گړې هاغه وخت شورو شو کله چې امنیتي ځواکونو د کاشغر سره نزدې مشکوک سرگرمي ولیده او یو ترهگرې ډلې په چارواکې حمله وکړه.
خو ځېنې جلاوطن ویغور دغه بیان ردوي، وايي تشدد هله شورو شو کله چې وسله والو امنیتي ځواکونو یو ویغور هلک په ډزو وژلو.
سیمه کې داسې قسمه اختلافات عامه خبره ده.
بیجنگ وايي سنکیانگ کې د اسلامي ترهگرۍ خلاف جنگیږي خو ویغور وايي چین دغه بانه د هغوي مذهب او ثقافت چکولو د پاره استعمالوي.
چارواکې وايي ورستي تشدد کې خارجي لاس وو ځکه چې د کاشغر په کور کې د هغوي په وینا ترهگرو د تندروۍ مواد کتل.
پولیس ویلي نیول شوي ډلې کاشغر کې په لویه کچه د کاروائي د پاره بارودي مواد او چړې راغونډولې. پولیس نور تفصیل نه دی وړاندې کړی.
موسر اسر چې د چارواکو د وینا ترمخه، د ډلې اهم غړی دی د گل په ورځ شوي مقدمه کې ورته د مرگ سزا ورکړی شوي ده. ویل کیږي هغه د ډلې باني او د چاؤدیدونکو موادو ماهر دی.
د ډلې بل غړې رحمان ووپر ته هم د مرگ سزا ورکړی شوي ده.
تشدد کې پولیس او د ټولنې فعالین وژل شوي وو. پولیس د ترهگر ډلې د شپږو کسان د وژنې دعوه کړې وه. د اپریل د میاشت تشدد په لړ کې نور کسان هم نیول شوي دي او طمعه ده چې زر به يي مقدمې شورو شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG