لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احتجاج کوونکو غوښتنه: که په بې درکه کسانو د څه جرم شک وي نو عدالت ته دې وړاندې کړی شي



د کراچۍ په مظاهره کې د لفټ ډيموکريټک فرنټ تنظيم غړو په اسلام اباد کې د بلوڅ یکجهتي کونسل پرلت سره د يوالي اظهار هم وکړو. په دې تصویر کې د بلوچ یکجهتي کونسل فعالان لیدل کېږي چې په اسلام اباد کې د خلکو د بې درکیو په ضد په پرلت ناست دي
د کراچۍ په مظاهره کې د لفټ ډيموکريټک فرنټ تنظيم غړو په اسلام اباد کې د بلوڅ یکجهتي کونسل پرلت سره د يوالي اظهار هم وکړو. په دې تصویر کې د بلوچ یکجهتي کونسل فعالان لیدل کېږي چې په اسلام اباد کې د خلکو د بې درکیو په ضد په پرلت ناست دي

د شهري او د انساني حقونو فعالانو د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاج کې غوښتنه کړې چې که چېرې په بې درکه کسانو په څه جرم کې د ککړتیا شک وي نو عدالت ته دې وړاندې کړی شي.

په مظاهره کې د لفټ ډيموکريټک فرنټ تنظيم غړو په اسلام اباد کې د بلوڅ یکجهتي کونسل پرلت سره د يوالي اظهار هم وکړو.

احتجاج کونکو وویل بې درکه خلک باید عدالتونو ته وړاندې کړل شي چې عدالتونه انصاف وکي چې په کوم جرم ککړ دي او څنګه سزاګانی دې ورکړل شي.

د لفټ ډيموکريټک فرنټ مشر اختر حسين "نه يوازې په بلوچستان کې خلک په جبري توګه بې درکه کړل شوي دي بلکه د پاکستان بيلا بيلو سيمو کې هم خلک ورک دي۔په بلوچستان کې چې کومه مبارزه روانه ده هغه د خلکو د ژوند کولو حق دپاره ده او د خپلو وسائلو باندې اختيار دپاره ده۔او مونږ ګڼو داغه ټوله مسله سياسي ده او يوازنې حل يې سياسي مزاکرات دي۔نه چې په جبر او زور هوارولو هڅه وشي۔"

له تيرو دوو مياشتو راهیسې په اسلام اباد کې ګڼ شمېر په جبري توګه لادرکه شوي بلوڅانو کورنیو د پريس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی پرلت ته ناست دي او غوښتنه کوي چې لادرکه درکه خپل خپلوان دې یې وموندل شي او عدالتونو ته دې وړاندې شي.

د کراچۍ احتجاج کونکو غوښتنه وکړه چې په اسلام اباد کې پرلت ته ناست بلوڅانو سره دې په سمدستي توګه د حکومت چارواکي خبرې وکړي او غوښتنې دې يې ومني.

د کراچۍ په احتجاج کې شریک د پاکستان بشري حقونو کميشن غړي سعيد بلوڅ "رياست پريکړه کړې ده چې کوم خلک امن او قانون خبره کوي او د اساسي قانون خبره کوي هغو سره خبرې به نه کوي۔رياست يوازنې دغه هڅې کوي چې ترهګرو سره خبرې وکړي ترهګرو ته خپل ګمراه شوې ورور ووايي."

په دغه احتجاج کې شامل د بلوڅ یکجهتي کونسل غړي زياتوي په دا وخت د دوي پر امنه مبارزې په يوه نوي او موثره شکل کې روانه ده او د دوي پيغام د ډيرې تيزي سره د پاکستان ګوټ ګوټ کې خلکو ته رسيدلې.

د بلوچ یکجهتي کونسل د کراچۍ مشر عبدالوهاب بلوڅ وویل "د بې درکه خلکو په حواله چې کومه سرکاري بیانيه وه هغه هر چه رد کړه۔او نن خلک دغه حقيقت مني چې کوم غورځنګ بلوڅانو د قانون نه لرې وژنو او په جبري توګه بې درکيو په ضد پيل کړې هغه رښتنې دې او مونږ ګڼو چې دغه زمونږ اصلي بريا ده۔"

د جبري بې درکه بلوڅانو کورنۍ د پاکستان په امنیتي ادارو الزام لګوي چې خلک له کورونو یا نورو ځایونو څخه په زوره وړي، نه يې عدالتونو ته وړاندې کوي او نه يې پټ ځايونه کورنيو ته ښکاره کوي۔

د پاکستان حکومت او پوځ دغه الزامات ردوي، وايي ځینې بې درکه خلک د کورنۍ د خبرولو نه بغېر وسله والو تنظیمونو سره شامل شوي. پاکستاني حکومتي چارواکي په ریاستي ادارو د خلکو په بې درکیو کې د ککړتیا الزام د هند ايجنډه او د ریاستي ادارو خلاف پروپیګنډه بلي۔

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG