لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جې: پاکستان کې ریاستي اؤ غیر ریاستي ادارې خبریالان هر وخت تر فشار لاندې ساتي


د خبریالانو د تحفظ نړیوالې کمېټۍ (سي پي جې) په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې خبريالان له ويرې په ډک چاپېریال کې خپله وظيفه تر سره کوي او ويلي دي د دې خبريالانو د فرياد د اوريدو هم څوک نشته۔

څيړونکي وايي دلته رياستي او غېر رياستي ادارې خبريالان هر وخت د فشار لاندې ساتي او مېډيا په ازاده توګه کار نه شي کولی.

سي پي جې په خپل رپورټ کې ويلي، په پاکستان کې دا کال په خاصه توګه د خبريالانو د پاره يو خطرناک کال و،او د کار سره تړلي شپږ خبريالان پکې وژل شوي دي۔

په رپورټ کې ويل شوي په خېبر پښتونخوا کې د کامران داوړ او د خليل جبران وژنې دا صوبه د صحافت د پاره يو مشکل ځای جوړ کړی دی۔

څېړونکي وايي دلته خبريالان اکثره خبرونه د رياستي او غېر رياستي ادارو لخوا د مرګ او نورو ځورونو له ويرې ميډيا ته نه ورکوي۔

په پېښور کې د"اج" ټي وي مشره فرزانه علي ډیوه ته وایي"ميډېا بلکل ازاده نه ده، ستاسو مخامخ چې څه روان دي او تاسو خبر نه شئ ورکولې نو مطلب چې مونږ ازاد نه يو".

هغه وایي دلته په خلکو تشدد هم شوی دی، وژل شوي هم دي، په هدفي بريدونو کې هم وژل شوي دي، اغوا کړی شوي هم دي او په سوشل ميډيا يې ټرولنګ هم کيږي .

سي پي جی خپل رپورټ کې ويلي د کال ۲۰۹۲ نه راپديخوا په پاکستان کې ۳۹ خبريالان وژل شوي په دې کې د ۳۶ وژونکي نه دي معلوم شوي او د دريوؤ کېسونه هم لا په پوره توګه نه دي هوار شوي۔

څيړونکي وايي دلته ډير داسې خبرونه وي چې هغه د خلکو د خوښۍ او د هغوي د ګټې او تاوان سره تړلي وي خو دوي بيا د رياستي او غېر رياستي ادارو د فشار له وجې نه شي کولی چې هغه خبرونه ورکړي چې تاوان يې عام ولس ته رسيږي.

پېښور کې د "هم" ټي وي مشر ښاغلی طارق وحید وایي"د معلوماتو چې کله هم لار ونيول شي نو هغې سره ساه بندي راځي، که زه د خپل علاقې ستونزې نه شم رابرسېره کولی، دلته د دهشتګرۍ او د تعليم په اړه خبره نه شم کولی، نو د دې بنديزونو اثر دا وي چې بيا معاشره او خلک په انفرادي توګه شدت پسندۍ اړخ ته لاړ شي".

سي پي جی خپل رپورټ کې ليکلي پاکستان په کال ۲۰۱۱م کې د خبريالانو تحفظ د قانون سازي کړې او د يو کمېشن منظوري يې ورکړې وه، خو دغه کمېشن لا هم نه دی جوړ شوی.
سي پي جی ويلي د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ د دوي د کمېشن نه فعاله کولو د وجوهاتو په اړه سوال ته ځواب نه دی ويلی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG