لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: نیوزي لېنډ افغانستان ته په ۷ وکټو ماتې ورکړه


په لندن او وېلز کې روان د کرکټ نړیوال جام په لوبه کې نن نیوزي لېنډ خپله دریمه لوبه هم وګټله او افغانستان ته يې په ۷ لوبغاړو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه یا ټاس نیوزي لېنډ وګټو او افغانستان ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه.د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۱.۱ اورونو کې په ۱۷۲ منډو جوړولو وسوځیده. د افغانستان لومړي لوبغاړو یا سپینرانو ښه لوبه وکړه او په لومړي لسو اورونو کې يې ۶۰ منډې جوړې کړې.

خو د حضرت الله ځاځي د سوځیدو وروسته د افغانستان نور لوبغاړي په میدان ټینګ نه شول او په یو بل پسې سوځیدل شورو شول. په یو وخت کې د افغانستان منډې بې د څه تاوانه ۶۰ وې او بیا د ۷۰ رنزونو په وخت يې ۴ لوبغاړي سوځیدلي وو.

د افغانستان لخوا هشمت الله شاهدي تر ټولو زیاتې ۵۸، حضرت الله ځاځي ۳۴، نورالله ځدران ۳۱ او افتاب عالم ۱۴ منډې جوړې کړې. او پاتې نورو د ۱۰ نه کمې منډې وکړې.

د نیوزي لېنډ لخوا نیشم تر ټول غوره بالنګ وکړو او ۵ لوبغاړي يې وسوځول. د نیوزي لېنډ فرګوسن ۴ او ګرېنډ هام ۱ وکټ واخستو.

د ۱۷۲ منډو په حدف کې د نیوزي لېنډ لومړی وکټ هم ډیر زر وسوځیدو او مارتن ګپټل بې د څه منډو جوړولو وسوځید. خو د دغې وروسته د نیوزي لېنډ کپتان ویلیمسن او ټېلر ښه لوبه وکړه او د لوبې ګټه يې یقیني کړه.

کېپتان ویلیمسن ۷۸ منډې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو. ټېلر ۴۸، منرو ۲۲ او لېتهم ۱۳ منډې جوړې کړې او د ۱۷۲ رنزونو حدف يې په ۳۲ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړو. د افغانستان لخوا افتاب عالم تر تولو غوره بالنګ وکړو او د نیوزي لېنډ درې واړه لوبغاړي يې وسوځول.

د نړیوال جام په روانو لوبو کې دا د نیوزي لېنډ پرله پسې دریمه بریا او د افغانستان لوبډلې پرله پسې دریمه لوبه وه چې وه يې باېلله. افغانستان به خپله بله لوبه د روانې میاشتې په ۱۵ د جنوبي افریقا خلاف کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG