اسلام آباد —
د پاکستان د احتساب ادارې د بډو رشوتونو خلاف یو عدالت نه غوښتنه کړې ده چې د خزانې وزیر اسحاق ډار اساسې دې منجمد کړي.
د پاکستان قامي احتساب ادارې، نیشنل اکاونټي بلېټي بیورو یا نیب، د گل، دوشنبې، په ورځ احتساب عدالت ته وویل چې نیب د اسحاق ډار ټولې اساسي منجمد کړي دي او عدالت دې هم ددې تاید وکړي.
د خپل امدن نه د زیاتو اساسو جوړولو په سر اسحاق ډار دا وخت د بډو رشوتونو یا د کرپشن مقدمو سره مخامخ دی او د گل، دوشنبې، په ورځ په وم ځل عدالت ته حاضر شوی و.
د نیب وکیل عدالت ته وویل چې نیب د اسحاق ډار اساسې تړلي دي او عدالت دې هم دغه رنگ فیصله وکړي.
په دې اړه نور تفصیل د اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب خان په رپورټ کې اوریدی شئ: