دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز وئيلي دي چې پاکستان افغانستان کې دهند په موجودگۍ انديښنې ښودلو کې دمبالغې څخه کار اخستى ، خو دغه انديښنه بيخي بې اساسه هم نۀ ده.
پاکستان زياتره وخت افغانستان کې د هند په سيواکيدونکي اثر رسوخ انديښنې ښکاره کوي خو په افغانستان کې د پاکستان د پاليسۍ سره مخالف څيړونکي وايي هند افغانستان سره دهغوئ د هيواد په رغؤنه، دپوځ اؤ ادارو په پياوړتيا کې کوټلې مرسته کوي خو ددې په پرتله پاکستان هڅه کوي چې دغلته دخپلې خوښې د يوگوډاگي حکومت په لرلو سره افغانستان کې د هند د کردار مخې ته بندونه ووهي .
برطانوي خبري اژانس سره يوه مرکه کې دامريکا ځانگړي استازي منلې ده چې افغانستان څخه تندلاري دپاکستان دننه لاس وهنه کوي.
هغه وويل” پاکستان څخه تندلاري افغانستان کې دراندازي کوي، خو مونږ منو چې دمخالف لوري څخه هم ځينې تندلاري پاکستان ته وراوړي، ځکه دپاکستان انديښنه بې اساسه نۀ ده ، خو زمونږ په اند دغه هرڅه دمبالغې په چوکاټ کې بيانولى شي“
اسلام اباد په تيرو وختونو کې دافغانستان سرحدي ښارونو قندهار اؤ جلال اباد کې دهندي قونصلگرو په موجودگۍ په دې وئيلو سره انديښنه ښودلې چې دغه قونصلگرۍ دهغوي په ناقراره صوبه بلوچستان اؤ نورو سرحدي سيمو کې دبدامنۍ خورولو لپاره کارول کيږي.
دامريکائي استازي وينا وه قندهار اؤ جلال اباد کې په لږ شمير کې هندي وگړي ميشته دي اؤ افغانستان سره دهند اقتصادي اؤ تهذيبي اړيکو ته په کتلو سره په دغو سيمو کې دقونصل خانو پرانسته ناسم عمل نۀ دى.
هغه دپولې پورې غاړې ته ددراندازۍ دمخنيوي لپاره پخپل مينځې مرستې ټينگار وکړو.