لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د ویجاړو ودانیو په خاورو کې 60 مړي موندل شوي دي


د غزې پټۍ په یوه برخه کې د شهري دفاع کارکوونکو له ويجارو ودانیو او له ملبې ډکو لارو کوڅو څخه تقریباً 60 مړي را ایستلي دي، په دې سیمه کې څو ورځې مخکې اسرایلي ځواکونو څو ورځې بمباري کړې وه.

په غزه کې د شهري دفاع ادارې مشر محمود بسال د جمعې په ورځ وویل، په موندل شویو مړیو کې د هغو کورنیو ټول کسان شامل دي چې ښکاري د تېښتې پر وخت د توپخانې په ډزو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. باسل وویل:

"په کوڅو کې مړي پراته دي، ټوټې ټوټې شوي دي، د ټولې کورنۍ مړي دي. په یو کور کې دننه هم د یوې ټولې کورنۍ مړي شته چې په بشپړه توګه سوځول شوي دي."

د اسوسیېټیډ پریس په وینا د اسرایل پوځ ویلي چې د مړیو د موندل کېدو په اړه تبصره نه شي کولی. د دوشنبې- ګل په ورځ خلکو ته له دې سیمې د وتلو امر شوی وو.

د اسرایل پوځ ویلي د حماس وسلوال د غزې په شمالي سیمو کې د تل الحوا او صنعا په سیمو کې یو ځای شوي دي.

د اسرایل پوځ دعوه کړې چې د حماس وسلوالو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو له مرکزي دفتره کار اخیسته چې وایي‌ یو این آر ډبلیو اې پرېیښی وو، پوځ وایي‌ په ودانۍ کې یې ډرون او وسلې موندلې دي.

د رویټرز د خبر له مخې که اسرایل او مصر پر خپله ګډه پوله د بجلۍ د څارنې د سیسټم پر جوړېدو متفق شي د اسرایل پوځیان به په سرحدي سیمه کې کم شي. حماس او مصر دواړه هلته د اسرايلي پوځيانو د شته والي مخالفت کوي، خو اسراييل اندېښنه لري چې کېدای شي حماس د سمڅو له لارې له مصره غزې ته وسلې قاچاق کړي.

پر پوله د اسرایلي پوځیانو پر سر شخړې د ډزبندۍ خبرې ورو کړې دي. د رویټرز په وینا، که د څارنې دا سیسټم جوړ شي، اسرایل به خپل پوځیان له دې سیمې وباسي.

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د رویټرز خبري ایجنسۍ دا رپوټ رد کړ او دا یې "مکمل جعلي خبر" وباله. په بیان کې راغلي:

"وزیراعظم ټینګار کوي چې اسرایل په فلاډیلفي کوریډور کې پاته شي. هغه د دې مطابق مذاکرات کوونکو ټیمونو ته لارښوونه کړې، دا یې روانه اونۍ د امریکې استازو ته څرګنده کړې او تېره شپه یې امنیتي کابینې ته هم په دې اړه تازه معلومات ورکړي دي."

د حماس وسلوالو د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایلو په برید کې تقریباً 1,200 کسان ووژل او شاوخوا 250 یې یرغمل کړل. اسراییل وايي، باور لري چې حماس تر اوسه 116 تنه یرغمل ساتلي او 42 وژل شوي دي.

د اسرایل په ځوابي بریدونو کې تر اوسه د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر 38,200 ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، خو په وژل شویو کې یې د جنګیالیو او ملکي وګړو تر منځ توپیر نه دی کړی.

اسرایل په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر 30,000 اټکل کړی دی او وايي چې ډېری وژل شوي د حماس جنګیالي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د غزې له 2.3 میلین ابادۍ څخه په څلورمه کې تقریباً درې برخې خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي او نیزدې ټوله ابادي یې د کاختۍ له خطر سره مخ ده.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG