دخېبر پښتونخوا حکومت وایي د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د ترهګرو د مالي مرستو کوونکو پرضد 198 مقدمې درج کړل شوې دي.
د حکومت له لوري د جاري شوو شمیرو له مخې د ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد تر ټولې زیاتې مقدمې په سرښار پېښور کې درج شوې دي چې شمېره یې 71 ښودل شوې ده.
په دې حکومتي شمیرو کې ویلي شوي چې سږکال د جنورۍ دمیاشتې نه راواخله د ستمبر تر نیمایي پورې دداسې 777 کسانو نومونه مخې ته راغلي دي چې ترهګرو سره یې مالي مرستې کړې دي اؤ وایي په دوي کې 15 نیول شوي هم دي.
د خراسان ډایري په نوم یوې خبري شبکې دغه حکومتي رپورټ په خپله رسمي ایکس (پخوانۍ ټویټر) پاڼه خپور کړی چې ترمخه یې دپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې دترهګرو سره د مالي مرستو کوونکو پرضد 67 مقدمې درج کړل شوې دي.
دغه رپورټ کې دعوه شوې ده چې د ترهګرو سره کوم 777 کسان په مالي مرستو کې ککړ دي دهغوي د جملې څخه 15 تنان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي هم دي.
رپورټ ښایي چې پېښور کې دعملیاتو په مهال شپږ اؤ قبایلي ضلعه خېبر کې اووه تنان وژل شوي دي.
همدا شان دترهګرو سره دمالي مرستو په تور د پېښور نه 147،دخېبر نه د 32،مردان نه د19،مومند قبایلي ضلعې نه 10،چارسدې اؤ نوښار نه 7، 7 باجوړ نه 5، بنو نه 5 کوهاټ نه 4، هنګو نه 3، ایبټ اباد،ډیره اسماعیل خان سوات اؤ ټانک نه یو یو تن نیول شوی دی
په دې وروستیو کې دپاکستان بیلا بیلو سیمو اؤ په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.
دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.
د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.
پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.
Forum