لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : ډرون بريدکې دطالب کمانډر په شمول ٦ کسان وژل شوي


دامريکا خارجه وزير جان کيري د اګست په مياشت کې پاکستان ته دخپلې دورې په مهال دډرون بريدونو دزر اودريدو اشاره ورکړې وه
دامريکا خارجه وزير جان کيري د اګست په مياشت کې پاکستان ته دخپلې دورې په مهال دډرون بريدونو دزر اودريدو اشاره ورکړې وه
دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره شوي يو ميزائيلي بريد کې ديو مهم طالب کمانډر مولوي سنگين په گډون لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دډرون څخه دغه بريد دشمالي وزيرستان په غلام خان نومې سيمه کې په يو کور ترسره شوى دى.
دسيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي دي چې په دغه ميزائيلي بريد کې د پاکستاني طالبانو دمرکزي شورا غړى مولوي سنگين هم وژل شوى چا چې دافغاني اؤ پاکستاني طالبانو ترمينځ رابطې دپاره ديو پل په توگه کردار اداکولو.
شمالي وزيرستان دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې دامريکائي اؤ افغاني چارواکو ترمخه دالقاعده سره تعلق لرونکو جنګيالو خپلې ځالې جوړې کړي اؤ ددغه ځايې څخه دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي ځواکونو دبريدونو کولو وروستو بيرته وزيرستان کې پټيږي.
پاکستان وائي ډرون بريدونه يې دخپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده اؤ له امله يې دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې دګټې پځايې تاوان راولاړيږي ، خو امريکائي چارواکي دغه بريدونه دپاکستان قبائيلي سيمو کې دپټو ترهگرو په ضد يوه موثره وسله ګرځوي.
داګست په ٣١مه نيټه هم شمالي وزيرستان کې دډرون يو بريد کې څلور شکمن جنګيالي وژل شوي وؤ.
دامريکا خارجه وزير جان کيري د اګست په مياشت کې پاکستان ته دخپلې دورې په مهال دډرون بريدونو دزر اودريدو اشاره ورکړې وه.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG