په مصر کې دپوځ له لوري دصدر محمد مرسي دبرطرفه کولو وروستو دزيارت په ورځ دائيني عدالت چيف جسټس عدلي منصور دملک دعبوري صدر دعهدې سوگند اخستى دى.
په مصر کې پوځ تيره شپه دصدر محمد مرسي دحکومت تخته اړولې، دملک دائين ئې معطل کړى اؤ دنوؤ صدارتي اؤ پارليماني انتخاباتو يې کړى.
دائين دمعطل کيدو په وجه عدلي منصور لمړى دائيني عدالت دچيف جسټس اؤ بيا دعبوري صدر دعهدې سوگند اخستى.
دپوځ مشر جنرال عبدالفتاح السيسي دحزب اختلاف دلبرل اؤ سيکولر گوندونو ترڅنگ دملک دمذهبي مشرانو په موجودگۍ کې په سرکاري ټي وي نيغ په نيغه وينا کې وئيلي دي چې دائيني عدالت دچيف جسټس په قيادت کې به عبوري حکومت په ټيکنوکريټس مشتمل وي.
هغه دا اعلان هم کړى ؤ چې يوه کميټي به دصدر مرسي دحکومت په دور کې داسلام خوښې اکثريت لرونکې اسمبلۍ له لوري دمنظور کړل شوي ائين جاج هم اخلي.
دمحمد مرسي گوند اخوان المسلمين دپوځ دغه مداخلت پوځي بغاوت گرځولى.
دپوځ لخوا دحکومت دتختې داړولو وروستو دمحمد مرسي دحکومت په ضد مظاهرو کې شاملو په لکونو خلکو قاهره اؤ نورو ښارونو کې جشن کړى.
دامريکا صدر براک اوباما دمصري پوځ له لوري دحکومت دتختې اړولو اؤ ائين په معطلولو سخت تحفظات څرگند کړي.
صدر اوباما په مصري پوځ ټينگار کړى چې ددغه ملک داولس حقونو ته دې درناوى ولري اؤ بايد ټولو خلکو ته دخپلو خيالاتو دڅرگندولو ازادي ترلاسه وي.
صدر اوباما دا هم وئيلي چې امريکا به مصر ته په ورکړل کيدونکي امداد هم بيا دسره نظراچوي.
اخوا دبرطانيې دبهرنو چارو وزير وليم هيگ هم وئيلي دي چې برطانوي حکومت په مصر کې دپوځي مداخلت ملاتړ نۀ کوي اؤ دپوځي ياغيتوب له لارې يې دصدر محمد مرسي دحکومت دتختې داړولو دگام غندنه کړې ده.
په ٣٠ جون ٢٠١٢ انتخاباتو کې داخوان المسلمين دکاميابۍ وروستو محمد مرسي صدر منتخب شوى ؤ، خو دهغه ديو کليز اقتدار په دور کې نۀ يواځې دا چې معيشت دخرابوالي ښکار پاتې شوى بلکې دملک کې سياسي تاؤتريخوالى هم ؤ.