په سعودي عرب اؤ یو شمیر خلیجي هیوادونو کې مسلمانان نن غټ اختر نمانځي خو پاکستان ، افغانستان،امریکا اؤ ګڼو نورو اروپاي هیوادونو کې سبا (دوشنبه) د اختر وړومبۍ ورځ نمانځل کیږي.
تر دې مخکې افغانستان کې زیاتره د روژې اؤ اخترونو اعلان د سعودي عرب د اعلان په اساس کېدلو خو دا ځل د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی دی چې افغانستان کې به غټ اختر د دوشنبې په ورځ نمانځل کیږي.
په سعودي عرب کې د اتوار یا یکشنبې په سهار د اختر د لمونځو تر ټولو ستر اجتماعات په مسجد الحرام اؤ مسجد نبوي کې ترسره شوي چې پکې لکونو مسلمانانو برخه اخستې ده.
د سعودي د حرم شریف شیخ الحدیث عبدالرحمان السدیس د اختر لمونځ ورکړی اؤ په خطبه کې یې مسلمانانو د ایثار اؤ قربانۍ تر څنګ د الله په حکمونو د عمل کولو تلقین کړی دی.
د عربي رسنیو د رپورټونو له مخې د سعودي تر ۱۲ زرو زیاتو سترو اؤ وړو جوماتونو کې هم د اختر د لمانځه اجتماعات ترسره شوي دي اؤ له لمونځونو وروسته خلکو د حضرت ابراهیم علیه السلام د سنتو په تازه کولو سره د څارویو قرباني کړې ده.
په مکه مکرمه کې حاجیانو نن له قربانیو کولو وروسته سرونه خرولي اؤ احرامونه یې پرانستي دي.
د سعدي تر څنګ په متحده عرب امارات،عمان، قطر اؤ بحرین کې هم اختر نمانځل کیږي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد رسنیو ته ویلي چې، افغانستان کې د عرفې او اختر ورځو اعلان د شرعي حکم پر بنسټ شوی او سبا (یکشنبې) په هېواد کې عرفه او دوشنبې هم د اختر لومړۍ ورځ ده.
پاکستان کې هم سبا د ګل په ورځ لویې اختر اعلان شوی دی اؤ په امریکا، برتانیه، اروپا، اؤ کاناډا کې به هم په ځېنو مقاماتو کې مسلمانان سبا د غټ اختر وړومبۍ ورځ نمانځي.
Forum