د بهرنیو چارو وزارت دفتر ته چې د افغانانو د میشتیدو څارنه کوي، ویل شوي چې تر اپرېل پورې د تړلو پلانونه جوړ کړي.
رایټرز خبري ایجنسۍ د یو امریکایي چارواکي، یو مخکښ فعال، او له دې امر نه خبر دوو سرچینو په حواله خبر کې لیکلي، دا ګام کولی شي تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې افغانانو د امریکا تګ متاثره کړي.
دغه سرچینو رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، هغه کسان چې ښايي د دې دفتر له تړل کېدو سره متاثره شي پکې د افغان-امریکایانو پوځیانو د کورنۍ غړي، هغه ماشومان چې د خپل مور او پلار سره د یوځای کېدو اجازه لري، د هغو افغانانو خپلوان چې لا دمخه منل شوي، او هغه لسګونه زره افغانان چې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د امریکا حکومت لپاره یي کار کړی وو شامل دي.
پخواني پوځي او فعال وان ډایور چې #AfghanEvac جوړونکی دی، وویل، "د دې بندول به یو ملي بدنامي وي، زموږ د افغان متحدینو، د هغو پخوانیو عسکرو لپاره چې زمونږ لپاره یې جګړه کړې، او د امریکا له ټکي سره خیانت به وي،" .
وایټ هاوس او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نظر شریک کولو غوښتنو ته ځواب ونه وایو.
دا پرمختګ پداسې حال کې مخې ته راځي چې اداره د امریکایي سفارتونو ته د کارکوونکو د کمولو امر کړي، چې د صدر ډونالډ ټرمپ د لارښوونې له مخې د سفارتي ادارې د اصلاح لپاره ترسره کیږي.
د افغانانو د انتقال د همغږۍ دفتر کیر، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ګډوډ امریکایي وتلو په مهال د یوه موقتي ګام په توګه جوړ شو، چې مقصد یي هغه افغانان چې د امریکا سره یي کار کړې وو او د طالبانو له انتقام څخه په خطر کې وو، امریکا ته انتقال کړي.
دا اداره په ۲۰۲۲ کال کې پرمننټ شوه، او هغو افغانانو ته یې پراختیا ومونده چې د مهاجرینو حیثیت ورکړل شوی و، تر اوسه یې د میشت ۱۱۸,۰۰۰ کسانو سره مرسته کړي ده.
وان ډایور، امریکایي چارواکي، او دوه سرچینو رایټرز ته ویلي چې دوي نه دي خبر چې کیر ته چا د تړلو پلان د جوړولو امر ورکړی.
دغه پلانونه کې کېدای شي د قطر او البانیا د پروسس مرکزونو بندول هم شامل وي، چیرې چې نږدې ۳,۰۰۰ افغانان، چې د امریکا د کډوالۍ یا ځانګړي مهاجرت ویزې لپاره ارزول شوي، او د اونیو یا میاشتو لپاره بند پاتې دي.
یوې سرچینې وویل، په دغو مرکزونو کې، شل نه زیات یواځې ماشومان شامل دي چې د خپل مور پلار سره د یوځای کېدو لپاره انتظار باندې دي. دوی ته د استوګنې اسانتیاوې، خواړه او نور ضروري خدمات ورکول کیږي، خو د ټرمپ له خوا د بهرنیو مرستو د بندیدو له امله، د ذهني روغتیا او ماشومانو لپاره پروګرامونه درول شوي دي،
رایټرز ته دواړو سرچینو وویل چې د کیر د بندیدو پلانونه به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته وړاندې کیږي.
سرچینو وویل، مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هېګست ، د کورني امنیت وزیره کریسټي نوم، او همدارنګه د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز، د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی پوځي چې په افغانستان کې جنګیدلی، د هغو کسانو په ډله کې دي چې ټاکل شوې وروستۍ پریکړه وکړي.
ون ډایور او امریکایي چارواکي وویل، که دا اداره دایمي وتړل شي، نو تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې افغانان به د امریکا ته د تګ له امکان پرته پاتې شي.
دغو کې شاوخوا ۱۱۰,۰۰۰ افغانان شامل دي چې د ایس اي وي او کډوالۍ غوښتل لیکونه یې تر ارزونې لاندې دي، ۴۰,۰۰۰ نور هغه کسان دي چې تایید شوي او د دوحې او تېرانا له لارې امریکا ته د تګ اجازه لري.
شاوخوا ۵۰,۰۰۰ نور افغانان په ۹۰ مختلفو هیوادونو کې دي، چې نیمايي یې په پاکستان کې دي، پاتې دي، چې د امریکا کې میشتیدو پروسس ته انتظار باسي.
Forum