لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د پېنټګان رازونه افشا کېدل به په اوکراین بد اثر و نه کړي


په دې تصویر کې ښي لاس ته د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او چپ لاس ته د امريکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ليدل کېږي
په دې تصویر کې ښي لاس ته د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او چپ لاس ته د امريکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ليدل کېږي

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د روسي ځواکونو خلاف د اوکراین په مجوزه جوابي حمله د اعتماد اظهار کړی دی، د دې باوجود چې په اوکراین کې د جنګ په اړه د امریکي انتهايي خفیه استخباراتي معلومات افشا شوي دي.

په داسې حال کې چې په اوکراین جنګ لا دوام لري، امریکايي چارواکي کوښښونه کوي چې د جنګ په اړه د انتهايي خفیه پوځي معلوماتو د افشا کېدو په نتیجه کې د نقصان مخه ونېسي.

په افشا شوو دستاوېزاتو کې د جنګ حال، د اوکرایني ځواکونو د محاذونو نقشې او اوکراین سره د امریکې د اتحادیانو د مرستو په باره کې د واشنګټن د اندازو په شان معلومات شامل دي.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل تراوسه د افشا شوو معلوماتو سرچينه نه ده معلومه.

اسټڼ وویل "مونږ دا معامله ډیره سنجیده اخلو او تحقیقات به دومداره ساتوو، هر کاڼې به لټوو چې د دې سرچینه او د دې کچه معلومه کړوو."

د دې پوښتنې په جواب کې چې ایا د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي ته پکار دي چې د معلوماتو د افشا کېدو نه پس د روسي ځواکونو خلاف خپلې متوقعې جوابي حمله کې بدلون وکړي؟ اسټن وویل اوکراین "به د دښمن خلاف جنګېږي خو په کوم خاص منصوبه نه دي روان، دوی د جوابي حملې شروع کولو په اړه ښه منصوبه لري خو صرف صدر زېلېنسکي او د هغه مشران د منصوبي د تفصیلاتو په اړه په مکمله توګه خبر دي."

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن نه امریکې سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو په لړ کې د اتحادیانو اعتماد ته ممکنه نقصان په اړه پوښتنه وشوه نو بلېنکن وویل چې په تېرو څو ورځو کې يې د اتحادیانو او د همکارانو سره په لوړه کچه رابطې کړي دي او ډاډ یې ورکړی دی چې "مونږ ژمن یوو چې د استخباراتي معلوماتو او د امنیت د همکارۍ تحفظ وکړوو."

په افشا شوو دستاوېزاتو کې تر ټولو زیات نقصاي معلومات د امريکې د اهم اتحادي ملک جنوبي کوریا په اړه دي.

بېن هاجز په یورپ کې د امریکې د پوځ کمانډر و، د افشا شویو معلوماتو په اړه يې سکايپ دلارې وي او ای ته وویل دغه معلومات ښکاره کوي چې امریکې په ظاهره د جنوبي کوریا د حکومت دننه خبرې اورېدلې، چې معلومه کړي چې ایا جنوبي کوریا به "په مونږ ګوله باردو یا مهمات خرڅ کړي چې مونږ يا په مستقیمه ډول اوکراین ته ورکولی شوو او یا يې په هغه ګوله باردو بدل کړو چې مونږ اوکراین ته ورکړي دي نو زه فکر کوم چې مونږ د جنوبي کوریا حکومت ته غوږ ايښی و چې په سوچ يې ځان خبر کړوو."

بل ماهر وي او ای ته وویل چې د رازونو دا افشا کېدل په تېرو وختونو کې د نورو رازونو په شان دومره نقصاني نه دي خو د دې یو اړخ د تشویش وړ دی.

د هنډس انسټېټيوټ څيړونکي ​لوک کوفي وویل د دې دستاوېزاتو د افشا کېدو یو خطر دا معلومات د عملیاتو او یا د درغو دپاره استعمالېدلی شي "مونږ د دې مثالونه ولېدل د ځینو پاور پواېنټس په شمار شمېرو کې بدلون شوی دی چې د خاص مفکورې سره سمون وخوري نو د افشا شوو معلوماتو د کره والي په اړه به لویه پوښتنه موجود وي."

د اوکراین د دفاع وزارت الزام لګوي چې د رازونو د افشا کېدو په اړه روس دی.

د استخباراتو ماهرین وايي په ټېلې ګرام په روس پلوه چېنلونو د ښکاره کېدو نه مخکې په افشا شوو معلوماتو کې د اوکراین په جنګ کې د روس د جاني نقصان شمېرې نیم په نیمه کمې کړی شوې وې.

کرېملېن یا د روس حکومت وايي د خفیه دستاوېزاتو ته ښکاره کېدو نه مخکې هم ماسکو ته معلومه وه چې د روس او اوکراین په جنګ کې امریکا او نېټو ککړتیا لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د سفارتي چارو خبریالې سېنډي سېن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG