لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سینیټ کې پښتنو پسې دفواد چوهدري لخوا دسپکاوي دشوې وینا سخته غندنه شوې ده


د بلوچستان عوامي ګوند سینیټر منظور کاکړ هم د فواد چوهدري په بیان سخت عکس العمل ښودلی اؤ ویلي یې دي زیات افسوس په دې خبره دی چې فواد چوهدري کوم ګوند سره تعلق لري هغې ښې په زیات شمیر پښتانه دي اؤ چا هم د فواد چوهدري ددې بیان غندنه ونه کړه
د بلوچستان عوامي ګوند سینیټر منظور کاکړ هم د فواد چوهدري په بیان سخت عکس العمل ښودلی اؤ ویلي یې دي زیات افسوس په دې خبره دی چې فواد چوهدري کوم ګوند سره تعلق لري هغې ښې په زیات شمیر پښتانه دي اؤ چا هم د فواد چوهدري ددې بیان غندنه ونه کړه

دپاکستان تحریک انصاف ګوند دیو مشر فواد چوهدري لخوا پښتنو پسې دسپکاوي د وینا په ضد دپاکستان سینیټ کې سخت احتجاج شوی اؤ تحریک انصاف ګوند دفواد چوهدري په دغه اعتراضیه وینا بخښنه غوښتې ده.

په عین حال کې دپیپلز ګوند سینیټر رضا رباني یو ځل بیا غوښتنه کړې چې پارلیمان دې لاقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان سره د مذاکراتو اؤ دهغو لاملونو نه خبر کړل شي چې له وجې یې دغه مذاکرات ناکام شوي دي .

دجمعې په ورځ دسینیټ غونډه کې د جماعت اسلامي سېنیټر ښاغلي مشتاق احمد د یو شخصي ټیلي ویژن په پروګرام کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند دیو مشر فواد چوهدري لخوا پښتون قام پسې دشوې خندنۍ وینا معامله په سینیټ کې راپورته کړې ده.

ښاغلي مشتاق احمد ویلي د فواد چوهدري‌ دا بیان ټول پښتون قام پسي خندا ده اؤ باید چې چوهدري په خپله خبره دپښتون قام نه بخښنه وغواړي.

د بلوچستان عوامي ګوند سینیټر منظور کاکړ هم د فواد چوهدري په بیان سخت عکس العمل ښودلی اؤ ویلي یې دي زیات افسوس په دې خبره دی چې فواد چوهدري کوم ګوند سره تعلق لري هغې ښې په زیات شمیر پښتانه دي اؤ چا هم د فواد چوهدري ددې بیان غندنه ونه کړه .

هغه وویل فواد چوهدري باید په دې خبره ځان پوهه کړي چې پښتون قام پینځه زره کاله زوړ تاریخ لري اؤ دلته د اوسیدونکي هر قام عزت لازم دی.

سینیټر منظور کاکړ اؤ ېو شمیر نورو سینیټرانو د سینیټ د غونډې نه د فواد چوهدري د بیان پرضد په احتجاجي توګه واک آوټ وکړو اؤ دې واک اوټ نه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند سینیټر اعجاز چوهدري وویل چې فواد چوهدري د سینیټ برخه نه دی خو دوي د فواد چوهدري به بیان معافي غواړي.

د پاکستان سینیټ کې د پیپلز ګوند سینیټر رضا رباني د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان سره د ریاست لخوا په مذاکراتو کولو اؤ وروسته ددې مذاکراتو ناکامۍ نه پارلیمان بې خبره ساتلو باندې انديښنې ښودلې دي .

ښاغلي رباني ویلي دا د ولس حق دی چې هغوي باید له دې خبر وي چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات روان وو اؤ په کومو خبرو ناکامه شول؟

د رضا رباني وینا وه کله چې سوات اؤ دخیبرپښتونخوا نورو برخو کې د وسله والو طالبانو دبیا راپورته کیدو په ضد ولس احتجاج کولو نو ریاست په احتجاج کوونکو د ترهه ګرۍ مقدمې جوړې کړې اؤ اوس ریاست ولس ته د ترهګرۍ خبرداری ورکوي.

سینیټر رضا رباني دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د پاکستان دکورنیو چارو وزارت وایي تحریک طالبان سره ډز بندي ختمه شوې ده اؤ ددې تنظیم لخوا د ترهه ګرۍ خبرداری هم یاد وزارت جاري کړی دی.

د پاکستان د ریاست اؤ لاقانونه ډلې تحریک طالبان ترمینځ تېر کال د اکتوبر د میاشتې نه د امن مذاکرات پیل شوي وو اؤ دې مذاکراتو نه وروسته د خیبر پښتونخوا یو شمیر سیمو کښې د وسله والو طالبانو د موجودیت خبرونه مخې ته راغلي وو خو هغه وخت دکورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله دا یوه افواه ګرځولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG