لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډنمارک کې د قران پاک په سپکاوي وړومبۍ مقدمه درج شوې ده


یورپي هېواد ډنمارک د قرآن پاک په سپکاوي د بندیز د قانون په اساس په دوؤ کسانو فرد جرم (رسمي تورونه) لګولي دي.

د خبري شبکې"اې ایف پي" د راپور له مخې، په ډنمارک کې د مقدس کتاب د سوځول کېدو له پېښو وروسته دغه قانون منظور کړل شوی ؤ.

په ډنمارک کې د قران پاک د نسخو سوځول کېدو پېښو مسلمانانو کې سخت خفګان اؤ غصه راپارولې وه.

په کومو کسانو چې د قران پاک د سپکاوي په مقدمه کې فرد جرم لګول شوی د هغوي پېژندګلو مخې ته نه ده راوړل شوي خو په دغو دواړو کسانو تور دی چې د جون په میاشت کې یې د یوه جشن پر مهال، د سیاسي، اقتصادي او مدني ټولنې د خلکو د یوې غونډې په منځ کې د قرآن پاک نسخو سره ناوړه چلند کړی و.

د پلازمینې کوپن هیګن د څارنوالۍ ادارې اؤ ځایي میډیا ددغو کسانو لخوا د قران پاک د د شوي سپکاوي تفصیلات مخې ته نه دي راوړي.

څارنوالۍ په یو بیان کې ویلي چې دا غیر قانوني کړنې په ولسي کچه شوې دي چې خلکو یې ویډیوګانې جوړې کړي اؤ هم یې نیغ په نیغه په فیس بک ښودلي دي.

ډنمارک کې د قران پاک په سوځولو د بندیز په اړه دا نوې قانون سازي په 7م دسمبر کال 2023م کې منظور شوې وه اؤ بیا څو ورځې په دغه قانون عمل شوی ؤ.

په ډنمارک کې په دې وروستیو کې د قرآن کریم د سوځولو یو شمیر پېښې رامنځته شوې،وې چې د اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

د دغو پېښو په غبرګون کې، د ډنمارک حکومت پرېکړه وکړه چې د قرآن کریم او نورو سپېڅلو کتابونو د ښکاره سوځولو مخنیوي لپاره قانوني اقدامات وکړي.

د دې نوې قانون له مخې، د مقدسو کتابونو لکه قرآن، انجیل او تورات ښکاره سوځول او سپکاوی منعې او جرم بلل کېږي، او سرغړونکي به یې د نغدي جریمې یا تر دوو کلونو پورې د بند سزا سره مخ شي.

د ډنمارک د عدلیې وزیر، پیټر هومیلګارډ، ویلي چې د دې قانون موخه د پاروونکو کړنو مخنیوی او د ملي امنیت ساتنه ده.

نوموړي د قرآن کریم د سوځولو وروستۍ پېښې د نفاق او نفرت د خپرولو هڅې بللې وې او ټینګار یې کړی ؤ چې دا ډول کړنې د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.

تر دغه نوي قانون عملي کېدو وروسته په ډنمارک کې اوس په ولسي کچه یا ویډيو ګانو کې د مقدس کتاب سوځول یا هغې ته سپکاوی کول منعې کړل شوې دي اؤ که څوک دا قانون ماتوي نو د دوه کاله بند سزا ورته ورکول کیدای شي.

د ډنمارک د پولیټکن ورځپاڼې له مخې پولیس د 22مې جنورۍ نه ددې قانون اړوند د اتوؤ دوسیو پلټنې کوي.

(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د اې ايف پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG