لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فیچ رپورټ: د پاکستان موجوده حکومت به تر یونیم کال پر ځای وي او عمران خان به زر نه خلاصیږي


د معاشي درجه بندۍ نړیوالې ادارې فیچ د پاکستان په اړه خپل رپورټ کې اټکل کړی چې ددې هیواد موجوده حکومت تر یو نیم کال پځای پاتې کیدای شي اؤ که حکومت بدل شوي نو بیا د سره به ټولټاکنې نه کیږي بلکې د ټیکنوکریټانو حکومت به جوړیږي.

په رپورټ کې ویل شوي د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان به په نزدې راتلونکي کې له بنده نه خلاصیږي اؤ دا چې د پاکستان په ښارونو کې احتجاجي مظاهرې د هیواد معاشي فعالیتونه اغېزمنولی شي.

د فیچ په رپورټ کې ویل شوي چې د پاکستان معاشي بحالي د نازک صورتحال سره مخ ده اؤ سیاسي صورتحال د معیشت مخې ته ډب کیدای شي.

د رپورټ تر مخه د پاکستان د معیشت لپاره د بهرنیو اداییګیانو فشار یا دباؤ معاشي خطره ده اؤ د زراعت لپاره سیلاب اؤ وچکالي معاشي خطره ده .

یادې ادارې ویلي چې موجوده حکومت به د آي ایم ایف سره په ګډه ټول معاشي اصلاحات کوي.

د رپورټ له مخې د پاکستان د حکومت سختې معاشي پرېکړي آي ایم ایف سره پروګرام ته لاره هواري .

د فیچ رپورټ وایي چې د روان مالي کال تر پاي پاکستان کې د ګرانۍ لوړېدو کچه راکمیدای شي اؤ هیله ده چې د مالي کال تر پاي به د پاکستان د دولتي بینک د سود کچه هم ۱۴فیصده ته راټيټه شي.

د رپورټ تر مخه د پاکستان حکومت په بجټ کې سخت معاشي اهداف ټاکلي دي اؤ حکومت مالیاتي خساره د ۷.۴ نه راکمول اؤ ۶.۷ ته راوستل غواړي.

فیچ پخپل رپورټ کې اټکل کړی چې د روان کال تر پاي د ډالر بیعه ۲۹۰ روپو اؤ تر کال ۲۰۲۴م ۳۱۰ روپو ته لوړیدلی شي.

فیچ ویلي دي د آي ایم ایم پروګرام لاندې د بجټ اهداف ترلاسه کول ګران ښکاري.

تر دې وړاندې د درجه بندۍ نړیوالې ادارې موډيز هم په خپل رپورټ کې ويلي وؤ که څه هم د آي اېم اېف سره د نوي پروګرام له کبله به د پاکستان له لوري د نورو هېوادونو او ګڼ اړخيزه مالياتي ادارو څخه په فنډونو ترلاسه کولو کې غوره والی راشي خو د حکومت سره د مضبوط انتخابي منډېټ د نيشتوالي له امله د حکومت لخوا اعلان کړی شوؤ اقتصادي اصلاحاتو باندې عمل کېدل ګران ښکاري.

موډيز په خپل رپورټ کې ويلي چې ددې هېواد لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف نوی پروګرام به د بهرنيو مالیاتي همکاریو غوره سرچینې رابرڅېره کړي خو ورسره یې اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د ګرانۍ له کبله ټولنيز تناو هم سېوا کېدای شي.

موډيز ویلي د زياتو ټېکسونو او د توانايۍ په نرخونو کې پرله پسې اضافه د پاکستان د حکومت لخوا اعلان کړی شوؤ اصلاحاتو باندې هم فشار اچولی شي.

تېره اوونۍ نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د قرض پروګرام منظوري ورکړې ده.

د 37 مياشتو د دې قرض پروګرام لاندې به آي اېم اېف پاکستان دا رقم په قسط وار ډول ورکوي.

اقتصاد پوهان وايي، و به کتل شي چې حکومت د اصلاحاتي اېحنډې لاندې واړه کاروبار کوونکي څنګه د ټېکس په داېره کې راولي، د ټېکسونو جال په کوم ډول پراخوي او د زيان سره مخ حکومتي محکمې څنګه شخصي څانګې ته سپارل کېږي .

ډیوه سره خبرو کې اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قیوم سلهري ویلي"ښکاره ده چې ددې ټولو ګامونو پورته کولو بد اثر به د تېغ په نېغه او بلواسطه ټېکسونو په شکل کې په عوامو پرېوځي، هلته بيا د ولس او حکومت ترمنځ خامخا تناو مخې ته راځي".

ډاکتر عابد قيوم سلهري وایي ، د بده مرغه د پاکستان حکومت دا وخت د يو مشکل صورتحال سره مخ دی، چين، سعودي عرب او متحده عرب امارات تر هغې پورې د پاکستان حکومت ته مالي اسانۍ نه ورکوي تر څو چې د آي اېم اېف سره لوظنامه لاسلیک نه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG