لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې تازه بمبارۍ 32 تنه وژلي، ملګري ملتونه وایي پینځه لکه کسان له سختې لوږې سره مخ دي


په غزه پټۍ کې د روانې جګړې تر نهو میاشتو زیاته موده وشوه او د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل، د اسرایلي ځواکونو په تازه بریدونو کې 32 نور کسان وژل شوي دي.

بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په غزه کې شاوخوا پینځه لکه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي.

په غزه کې دا مهال یوې خواته جګړه له شماله جنوب ته روانه ده او بلې خواته د ډزبندۍ او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تړون ته د رسېدو لپاره خبرې روانې دي.

د حماس وسلوالو دغه یرغمل بندیان د تېر کال د اکتوبر په اوومه د اسرایل په جنوبي سیمو باندې د خپل بېساري برید په ترڅ کې ونیول او له هغه وروسته د حماس او اسرایل تر منځ جګړه پیل شوه چې اوس نهه میاشتې پوره شوې دي.

د غزې د روغتیا وزارت په یوه لنډ بیان کې ویلي چې د اسرایلي ځواکونو د "پرله پسې قتلِ عام" له کبله تېره شپه 32 نور کسان وژل شوي دي چې وایي اکثره یې ماشومان او ښځې دي او روغتونونو ته وړل شوي دي.

د حماس رسنیو ویلي چې په غزه کې بېګا شپه په څو برخو کې "تر 70 ډېر هوایي بریدونه" شوي دي، وایي په دې کې په شمال کې د غزې ښار، په مرکز کې د نصیرات په نوم د کډوالو کېمپ، په جنوب کې د خان یونس او د رفح سیمه شاملې دي.

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل چې پوځیان یې د مصر پولې ته څېرمه په رفح کې عملیاتو ته دوام ورکوي. د پوځ په یوه بیان کې ویل شوي:

"تېره ورځ پوځیانو په نیزدې سیمو کې په جګړو او هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر ترهګر وژلي او په سیمه کې یې د ترهګرو اډاڼه تباه کړې ده."

په بیان کې ویل شوي چې په مرکزي غزه کې اسرایلي ځواکونو هغه نامعلوم شمېر وسلوال وژلي چې دوی ته خطر وایي، وایي د هغوی "د وسلو جوړولو یوه کارخانه یې موندلې" او "ډېرې پیسې یې موندلې چې هغوی د ترګرۍ لپاره کار ترې اخیست."

اسرایلي پوځ وایي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د غزې شمال اړخ ته د بیت الحانون په سیمه کې د دوی الوتکو په هغه سیمه کې هدفونه په نخښه کړل چې له هغه ځایه د اسرایل جنوبي سیمو ته میزایل ور ویشتل شوي وو.

د غزې د ملکي دفاع ادارې بیا د پنجشنبې- زیارت په ورځ دعوه کړې ده چې د غزې ښار په ختیځه برخه کې د شجاعیه په نوم سیه کې تر خاورو لاندې شاوخوا 60 مړي موندل شوي دي.

دا مړي وروسته له هغه موندل شوي چې اسرایلي پوځیانو په دغه سیمه کې د دوو اوونیو عملیات پای ته ورسول، د غزې د ملکي دفاع ادارې او ځایي اوسیدونکو په وینا عملیاتو سیمه ویجاړه کړې ده.

د چارشنبې- شورو په ورځ د اسرایل پوځ د غزې د ښار له ټولو اوسېدونکو یو ځل بیا وغوښتل چې د خپل امنیت په خاطر له هغو سیمو ووځي چې دوی یې "خطرناکه جنګي سیمه" بولي.

ملګري ملتونه وايي، په دغه ښار کې دا مهال تر درې نیم لکه ډېر کسان اوسیږي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې شاوخوا پنځه لکه کسان په غزه کې له سختې لوږې سره مخامخ دي. وایي سرچینو ته د محدود لاسرسي او محدودو امکانات له کبله اکثره کورنۍ د اړتیا وړ مرستې نه شي تر لاسه کولای.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG