لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال منیر: پښتونخوا کې ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی، افغانستان دې د "خوارجو" ځپلو کې مرسته وکړي


د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر وایي په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو وارې بیا د ترهګرۍ فتنې سر راپورته کړی اؤ د ترهګرۍ چقولو یا ځپلو لپاره د پاکستان پوځ اؤ قانون په ځای کوونکې ادارې په مبارزه بوختې دي.

د پاکستان د ازادۍ د ملي ورځې په اړوند په کاکول پوځي اکیډمۍ کې د سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې جنرال منیر ویلي، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پښتنو کوم د زړورتیا، ایثار اؤ قربانیو لازواله داستان رقم کړی په هغې ټول قام پښتنو ته سلام کوي.

پوځي مشر ویلي په ځمکه د فساد خوروونکو طاغوتي قونونو مخې ته د پاکستان پوځونه اؤ ټولې قانون په ځای کوونکې ادارې ولاړې دي اؤ د پښتونخوا ولس د خپل پوځ اؤ قانون په ځای کوونکو ادارو سره اوږه په اوږه لکه د فولادو د غر ولاړ دی چې په دې ټول قام د پښتونخوا د ولس احسانمن دی.

د پوځ مشر دا وینا په داسې حال کې کړې چې د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د وسله والو لخوا په پوځ شوؤ بریدونو کې ګڼ شمیر عسکر وژل شوي اؤ هم په بلوچستان کې د بلوڅانو لخوا د خپلو حقونو تحریک زور نیولی دی.

جنرال عاصم منیر د پښتونخوا د ولس په مخاطب کولو سره وویل "د الله تعالی بابرکته ذات اؤ ټول قام تاسو سره دی اؤ ډير زر به الله تعالی مونږ ټول ته فتح مبین راکړي".

که څه هم پوځي مشر پخپله وینا کې ویلي چې د پښتونخوا خلک د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پوځ تر څنګ ولاړ دي خو په دې وروستیو کې د پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې سیاسي ګوندونو، تاجرانو، مدني ټولنې اؤ ولسي تحریکونو د پوځي اپرېشنونو په ضد کوټلي احتجاجونه کړي اؤ تورونه یې لګولي چې پوځ غواړي یو وارې بیا د پښتو سیمې ته جنګ راوړي.

دې احتجاجونو کې وروسته له هغې نور هم شدت پیدا شو چې وزیراعظم ګرد هیواد کې د ترهګرۍ چقولو لپاره د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو منظوري ورکړه ، خو له سختو ولسي احتجاجونو وروسته حکومت اؤ پوځ واضحه کړه چې عزم استحکام به نوي عملیات نه وي بلکې د ترهګرۍ په ضد د روانو خورو، ورو هڅو یو ډګر ته د راوستو یو کمپاین به وي.

د بلوچستان په اړه د پوځ سرلښکر پخپله وینا کې وویل بلوچستان د تورزنو اؤ په وطن د مئینو خلکو مسکن اؤ په قدرتي وسیلو پور مامور صوبه ده خو د چا له نوم اخستو پرته یې وویل څو عناصر ددې صوبې بې ثباتۍ پسې لګیدلي دي .

د جنرال منیر اشاره د بلوڅانو هغه شورو کړي احتجاجي تحریک لوري ته وه چې د جبري بې درکیو د لړۍ ودرولو اؤ د بلوچستان په قدرتي وسیلو د بلوڅانو د اختیار لپاره د تېرو د بلوڅ یکجهتي کمیټې په غوښتنه د صوبې بیلابیلو ښارونو کې پېل شوی.

،پوځي مشر وویل وویل دا عناصر باید ځانونه پوهه کړي چې د پاکستان د کمزوري کولو اجازه به هیڅکله ورنه کړل شي اؤ پوځ به د پاکستان د حکومت اؤ د بلوچستان د حکومت په مرسته دغه صوبه کې د ولس د ښېګړې لپاره خپل مهم رول دوامداره ساتي.

پخپله وینا کې هغه د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو په مرسته تورن کړو اؤ وي ویل مونږ افغانستان ته پېغام ورکوو چې باید پخپل زوړ اؤ خیرخواه ګاونډي هیواد فتنه الخوارج [پاکستاني طالبانو] ته اولیت ور نه کړي.

د هغه وینا وه ، افغانستان زمونږ ورور ګاونډي هیواد دی اؤ ددې هیواد لپاره پاکستان اؤ زمونږ ولس بې شمېره قربانۍ ورکړي دي چې په نن دور کې یې هیڅ بېلګه یا مثال نه موندل کیږي.

هغه وویل مونږ د افغانستان سره ښو اړیکو ته لیواله یو اؤ غواړو چې افغانستان باید د فتنه الخوارج په نوغي ویستو کې د پاکستان داسې کومک وکړي لکه څنګه چې پاکستان د افغانستان کومک کړی ؤ.

د پاکستان حکومت اؤ پوځ تر دې وړاندې هم څو څو ځله په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت نه خواهش څرګند کړی چې د پاکستان مخالفه ټي ټي پي په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي خو افغان طالب چارواکي وایي چې پاکستان کې امن ټينګول ددغه هیواد خپله کورنۍ ستونزه ده.

څېړونکي وایي پاکستاني طالبان د افغانستان د طالبانو سره کلکې اړیکې لري اؤ زیاتره د دواړو خواؤ وسله والو په یو ځای د امریکې اؤ ناټو د پوځونو خلاف جګړې کړي دي نو ځکه اوس افغاني طالبان د ټي ټي پي په ضد د اقدام نه ډډه کوي.

ځېنې څېړونکي په دې اند هم دي چې افغان طالبان ځکه د ټي ټي پي په ضد د پاکستان غوښتنو ته غوږ نه نیسي چې هغوي پوهیږي که ټي ټي پي ترې خفه شي نو دغه وسله واله ډله بیا په افغانستان کې د طالبانو سخت مخالف وسله وال تنظم داعش ته د ملګرتیا لاس وړاندې کولی شي چې دا به بیا د افغان طالبانو لپاره یوه د نقصان ډکه سودا تمامیږي.

جنرال عاصم منیر وویل د تېرو څو کالو راسې د ریاست مخالفه بهرنیو طاقتونو په سرپرستۍ کې د ډیجیټل ترهګرۍ ناوړه هڅې کولی شي چې مقصد یې د دروغو د خبرونو اؤ پروپېګنډې د لارې قام کې نفاق اؤ مایوسي خورول دي.

د نوموړي وینا وه پاکستان کې د رایې څرګندولو اجازه ایین ضرور ورکړې ده ده خو ایین ددې واضحه حدونه هم ټاکلي دي.

هغه وویل د پوځ باندمول د ملک د کمزوري کولو په معنا دي اؤ کوم قوتونه چې د ریاستي ادارو اؤ ولس تر منځ فاصلې پیدا کوي هغه ته به له مایوسۍ اؤ رسوايۍ پرته هیڅ په لاس نه ورځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG