لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني د تړل شوي اسلامي مرکز ایراني مشر ته ملک نه د وتلو امر کړی


د جرمني د وفاقي داخله وزارت ترمخه په ايي اېچ زي او ورسره په تړل شویو ځینو تنظیمونو د جولای په میاشت کې د انتها پسندۍ په الزام پابندي ولګول شوه او بیا يې د سوشل میډیا اکاونټونه او وېب پاڼه بنده کړه شوه
د جرمني د وفاقي داخله وزارت ترمخه په ايي اېچ زي او ورسره په تړل شویو ځینو تنظیمونو د جولای په میاشت کې د انتها پسندۍ په الزام پابندي ولګول شوه او بیا يې د سوشل میډیا اکاونټونه او وېب پاڼه بنده کړه شوه

د جرمني په هېمبرګ ښار کې په یو اسلامي مرکز پابندي لګولي او چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د ايي اېچ زي نومې مرکز ایراني مشر ته په دوو هفتو کې ملک نه د وتلو امر شوی دی.

د هېمبرګ داخله وزارت په یو بیان کې وویل دايي اېچ زي مشر محمد حادي مفتېح ته اطلاع ورکړی شوي چې د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې دې د جرمني نه لاړ شي که نه وي نو ډیپورټ به کړی شي.

د بیان ترمخه مفتېح د ۲۰۱۸۸ راهسې د اسلامي مرکز مشر و. مفتېح د هغه دریځ معلومولو دپاره د روېټرز خواست ته څه جواب نه دی وېلی.

د هېمبرګ د استخباراتي ادارې د رپورټ ترمخه مفتېح تر د وروستۍ مودې پورې په جرمني کې د ايي زي اېچ د مشر په حېث د ایران د روحاني مشر ایت الله علي خامنايي نایب و. مفتېح ته د ملک بدرۍ د حکم په اړه خبرونه اول بېلډ اخبار او اېن ډي ار نشریاتي ادارې شایع کړي وو.

د جرمني د وفاقي داخله وزارت ترمخه په ايي اېچ زي او ورسره په تړل شویو ځینو تنظیمونو د جولای په میاشت کې د انتها پسندۍ په الزام پابندي ولګول شوه او بیا يې د سوشل میډیا اکاونټونه او وېب پاڼه بنده کړه شوه.

وزارت وویل ايي اېچ زي چې ورسره د جرمني د رړو جوماتونو (مسجدونو) څخه یو و، په ایران کې یې د خامنايي نمایندګي کوله په جرمني کې يې اسلاي انقلاب راوستل غوښتل. په جرمني کې د اسلامي مرکز د بندیدو په سر ایران په تهران کې د جرمني سفیر د احتجاج دپاره طلب کړی و.

بلخوا، د جرمني ایتلافي حکومت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ملک کې د سیاسي پناه او د امنیت په اړه تګلارې په سختولو اتفاق ترلاسه کړو. دا ګامونه داعش سره د تړلې حملې وروسته اخیستل کېږي. دغه حملې د مهاجرت په اړه د حکومت په تګلارو د ښي لاس د انتهاپسندو ډلو تنقید راپارولی دی.

تېره هتفه د جرمني سولېنجن ښار ۶۵۰ کلېزه د لمانځلو په مېله کې د یو تن د چاړه په حمله کې درې کسان ووژل شوو او اته نور زخمیان شول. مشکوک حمله کونکی د شام و چې د پناه خواست يې مسترد شوی و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG