هغه ۲۸ افغانان چې په جرمني کې په مختلفو جرمونو سزا شوي وو د ډيپورټ کېدو وروسته د جمعې په ورځ افغانستان ته ورسېدل.
طالب چارواکو دغه کسان په کابل هوايي اډا تحقیقاتو دپاره په حراست کې واخیستل او خبریالانو ته اجازت نه و چې هوايي اډې ته رسايي وکړي. دا خبره عېني شاهدینو وکړه.
طالبانو په سمدستي توګه د ستېندونکو افغانان څه دي ویلي ورسره به څه کوي؟ طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي چې ایا دغه افغانستان د کابل او برلېن تر منځ د څه مفاهمت دلاندې ستانه کړی شوي دي او که نا.
د دې نه مخکې د جرمني د حکومت ترجمان د حکومت په وېب پاڼه یو بیان کې وویل ستانه کړی شوي افغانستان د مختلفو مجرمانه جرمونو په سر سزا شوي وو، په جرمني کې د پاتېدو کېدو قانوني اسناد یې نه لرل او د ستنول کېدو احکامات یې جاري کړی شوي وو.
جرمن ترجمان سټېفن هبسټایټ وویل د کال ۲۰۲۱ دا وړمبی ځل دی چې هېواد يې افغانان ملک ته بېرته لېږلي دي. هغه ټینګار وکړو چې د جرمني د امنیت مفادات د تحفظ دپاره د مجرمانو د دعوو نه زیات درانه دي او حکومت به ډيپورټېشنز ته دوام ورکوي.
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې جرمني د افغانانو ډيپورټېشن ودرولی و او په کابل کې يې خپله سفارتخانه بنده کړې وه.
هبسټایټ د جمعې په ورځ په جرمن مطبوعاتو کې په دې رپورټونو څه ونه وېل چې افغانان په تېرو دوو میاشتو کې د جرمن او طالب چارواکو د خفیه مذاکراتو په نتیجه کې ستانه کړی شوي دي. وېل کېږي چې قطر د جرمني او د طالبانو د خبرو اترو منخګرتوب کولو.
هغه وویل د افغانانو په ستولو کې جرمني په سیمه کې د همکارانو نه مرسته غوښتې وه او په دې لړ کې د هغوی شکریه ادا کوي. هغه نور تفصیل وړاندې نه کړو.
وېل کېږي چې ستانه کړی شوو افغانانو څخه هغه کسان هم وو چې په جنسي تشدد کې شامل وو او یو تن په د ۱۴ کلنې جینۍ په اجتماعي جنسي فعل کې هم ککړ و.
د جمعې په ورځ افغانانو د ستنولو نه یوه هفته مخکې د جرمني په سولېنجن ښار کې د یو تن د چاړه په حمله کې درې کسان ووژل شوو او اته نور زخمیان وو. د شامي تن دلاسه حمله داعش منلې او جرمن حکومت ویلي د مهاجرت په اړه قوانین به سختوي.
د می په میاشت کې په ۲۵ کلن افغان د جرمني په مېنهایم ښار کې د چاړه د حملې الزام لګول شوی و. په حمله کې یو پولیس افسر وژل شوی دی. دغه پېښه په داسې حال کې شوې وه چې په جرمني کې د افغانانو دلاسه به تشدد کې اضافه شوې وه او دا بحث يې راپارولی وو په سنګینو جرمونو کې ککړ بهرنیان دې بېرته ولېږلی شي که د افغانستان او د شام په شان داسې ملکونو څخه وي چې غېر محفوظ ګنل کېږي.
Forum