په افغانستان کې د کروناوایرس پېښې په زیاتېدو دي
په افغانستان کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د کرونا وایرس ۱۲ نوې پېښې مخې ته راغلې چې په دې سره په هغه ملک کې د کرونا وایرس یا کووېډ-۱۹ د تایید شویو کېسونو شمېر، ۳۴۹ ته وخوت.
د افغانستان د صحت وزارت ویاند وحید مایار ویلي چې په تازه پېښو کې، ۹ تنه په هرات او ۳ نور یې په نیمروز ولایتونو کې چې دواړه د ایران سره په ګډه پوله پراته دي، په کرونا وایرس اخته پېژندل شوي دي.
بل اړخ ته افغان چارواکو ویلي چې په هرات کې د کروناوایرس دپاره د یو ځانګړي نوي روغتون (هسپتال) کار، په شل ورځو کې بشپړ شو او کار اخیستنې ته چمتو شوی دی.
افغان حکومت ورځ تر بلې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره تحفظي ګامونه زیاتوي او په تازه رپوټونو کې ویل شوي چې په سرښار کابل کې به د ګرځ بندیز یا د تګ راتګ پابندي به لا پسې سخته شي. د کابل والي (ګورنر) ویلي چې که څوک د ګرځ بندیز خلاف ورزي وکړي، نو جرمانه به پرې ولګول شي.
په کابل ښار کې د کرونا وایرس د بیمارانو شمېر تر اوسه ۵۳ تنه ښودل شوی دی.
د برتانیې وزیر اعظم هم د کرونا وایرس له وجې هسپتال کې بستري شو
د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن چې لس ورځې مخکې یې د کروناوایرس ټېسټ مثبت ختلی و، اوس یې ناروغي دوامداره شوې او هسپتال ته انتقال شوی دی.
د برتانیې د وزیراعظم ویاندې د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل: "د ډاکټر په مشورې، وزیراعظم نن شپه د لېباټرۍ ټېسټونو دپاره هسپتال ته منتقل کړی شو. دا یو تحفظي ګام دی، ځکه د کروناوایرس د مثبت ټېسټ نه لس ورځې پس هم، وزیراعظم ته د صحت له اړخه دوامداره مشکلات پاته دي."
خو له دې سره سره، بوریس جانسن اوس هم د برتانیې د حکومت مشري په غاړه لري او له خلکو یې غوښتي چې خپل ترمنځ فاصلې وساتي.
په راتلونکو ورځو کې به په امریکا کې د کرونا وایرس له امله مرګونه یو دم زیات شي
په امریکا کې د صحت جګپوړو چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په دې هفته کې به په امریکا کې د کرونا وایرس له وجې د مرګونو شمېر په حېرانوونکې توګه پورته لاړه شي.
د امریکا د صحت په چارو کې تر ټولو ستر چارواکي یا سرجن جنرل جیرومې آډمز فاکس نیوز ته وویل: "په سپینه یې ووایم، دا به د اکثرو امریکاییانو په ژوند کې تر ټولو سخته او غمجنه هفته وي. دا به زمونږ د پېرل هاربر غوندې، د 9/11 غوندې شېبې وي، خو فرق به دا وي چې په یو ځای کې به نه وي بلکې په ټوله امریکا کې به خور مصیبت وي."
د امریکا د عفونتي امراضو د وفاقي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي بیا د سي بي اېس ټي وي سره مرکه کې وویل: "دا به یوه بده هفته وي. دا به ځینو ته ډېره حیرانوونکې هفته وي."
د اتوار/یکشنبې تر ماسپښینه، په امریکا کې د کرونا وایرس له وجې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۱۰۰ نه واوړېد او په دې مرض د اخته کسانو ټول شمېر هم شاوخوا ۳۲۴۰۰۰ ګڼل شوی دی. چارواکو پېشګویي کړې ده چې په نهایت کې به د یو لاکهو نه واخله تر دوه لاکهه و څلوېښت زره کسان کېدی شي په امریکا کې د دې وایرس له وجې مړه شي.
پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شېمره 45 ته رسېدلې
پاکستان کې د کرونا وايرس له امله د مړه شوؤ کسانو شېمره 45 ته رسېدلې او په دې وايرس د اخته کسانو شمیر 3,059 ته رسېدلی دی.
د شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس د پېښو سېوا کېدل دوام لري او د مړو شمېرې هم ورسره سېوا کيږي او د مړينو تازه دوه پېښې د خېبرپښتونخوا صوبه په سوات ضلع کې رپوټ شوي دي.
د تازه شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات 15 کسان په سند صوبه کې مړه شوي دي. تر اوسه په خېبرپښتونخوا کې 14 کسان د کرونا وایرس د لاسه مړه شوي دي. پنجاب کې 12کسان مړه شوي، درې تنه په ګلګت او يو په اسلام اباد کې مړ شوی دی.
په پاکستان کې دا وخت تر ټولو زیات 1319 کسان په پنجاب، 881 په سند، 372 په خېبرپښتونخوا، 206 په ګلګت بلتستان، 189 په بلوچستان، 78 په اسلام اباد او 14 کسان په ازاد کشمير کې په کرونا وايرس اخته دي.
په پاکستان کې د کرونا وايرس د وبا خورېدو د مخنيوي په لړ کې لګول شوي بندېزونه تر 14م اپرېل پورې غځول شوي دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي که په پاکستان کې څوک ګڼي چې دلته د خلکو قوت مدافعت سېوا دی نو د هغه په وېنا دا خطرناکه وبا ده او د نور خورېدو خطره لري.
هغه ويلي د 14م اپرېل پورې دوی د کرونا وايرس په اړه کره مالومات رايو ځای کړي او مالومه به شي چې دا وبا څومره خوره شوې او څومره خلک يې اغېزمن کړی دي.