د نړۍ ۷ شته منو هیوادونو یا جي سېون د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په هغه وړاندیز غور کوي چې راروانه میاشت د دغه هیوادونو سرمشریزه غونډه کې دې ټول مشران په داسې مهال پخپله برخه واخلي، چې نړۍ دا وخت د کرونا وبا د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
امریکايي صدر دغه خیال یا وړاندیز تیره ورځ په یو ټویټ کې وړاندې کړی او لیکلي یې وو ٫٫ بیرته کامیابۍ یا عظمت ته د تلو وخت دی٬٬ صدر ټرمپ وړاندې لیکلي ٫٫ نور غړي هیوادونه هم بیرته خپل راتګ پېلوي، عام ژوند ته بیرته راتګ به د ټولو لپاره یوه لویه نښه وي.٬٬
د جاپان ستر حکومتي ویاند بیا نن ویلي چې د وزیراعظم شېنزو ابې په دغه غونډه کې پخپله برخه اخستلو باندې لا هم غور روان دی او دا چې دواړه هیوادونه به دې معامله د یو بل سره په رابطه کې دي.
د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي چې د جې سېون غونډه کې پخپله د ګډون یا په انټرنېټ یا ورچول برخه اخستلو فیصله به په د کرونا مخنیوي لپاره اخستل شوي ګامونو او د صحي پوهانو په مشوره کوي. د فرانس صدر ایمانیول مېکرون دفتر ویلي، که طبی حالات سم وي اواجازه ورکړي هغه دغه غونډې له تګ ته تیار دی خو د جرمني چانسلرې انګېلا مرکیل ویلي ٫٫ هغه به انتظار کوي چې څه کیږي.٬٬
د نړۍ ۷ شته منو هیوادونو دغه ډلې غړو په خپلو هیوادونو کې د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه یا لاک ډاون پورته کول پېل کړي دي. د جاپان د اقتصاد وزیر نن د زیارت په ورځ ویلي چې طبي ماهیرینو یې هغه حکومتي پلان منظور کړی چې تر مخه په اوساکا او دوو نورو برخو کې لګول شوی بیړنی حالت ختموي خو دغه حالت به په ټوکیو کې عملي وي.
د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او ویلي په یوه ورځ کې د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې یو لک او 6 زره پېښې رپورټ شوي کومې چې د کرونا وبا پیلدو راهسې په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې پېښې دي.
د ډبلیو اېچ او مشر ټیډروس ګبریاسس تیره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي د نوو پېښور په دریو کې دوه برخو پخلی یواخې د څلورو هیوادونو کې شوی. که څه هم نوموړي د دغه هیوادونو نامې نه دي اخستي، خو یو شمیر میډیايي رپورټونو په دغه هیوادونو کې امریکا، روس، برازیل او هند یاد کړي. نوموړي ویلي: "مونږ په غریبو او د منځنې کچې په هېوادونو کې د کورونا د نویو پېښو د زیاتېدو په اړ اندېښنه لرو."
د ډبلیو اېچ او مشر زیاته کړې، اداره یې په دوامداره توګه هڅه کوي چې په غړو هېوادونو کې روغتیايي کارکونکو او ناروغانو ته د وسایلو په رسولو کې مرسته وکړي تر څو روغتیايي نظام کار وکړي.
د کرونا وایرسه په ګرده نړۍ کې د اغیزمنو خلکو شمیره ۵ میلینه یا پنځوس لکه ته رسیدلی او د دې وبا د لاسه د مرګونو شمیره د ۳ لکه او ۲۸ زرو نه زیاته شوې. امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیات اغیزمن هیواد دی چرته چې ۱۵ لکه خلک اغیزمن شوي او ۹۳ زرو نه زیات کسان مړه شوي.
تیره ورځ بیا په اټلي کې د کرونا ناروغانو په شمیره کې کمی لیدل شوی او په دغه هیواد کې د کرونا وایرسه د اغیزمنو خلکو شمیره د ۸۱۳ نه ۶۶۵ ته کم شوی. سپېن کې بیا په دویمه ورځ د ۱۰۰ نه کم مرګونه رپورټ شوي. سپېن او اټلي په یو وخت کې د کرونا وایرسه تر تولو زیات اغیزمن هیوادونه او یا د کرونا مرکز ګڼل کیدل.
تیره ورځ په برازیل کې نژدې ۲۰ زره نوې پېښې رپورټ شوي، چې په دغه هیواد کې په یوه ورځ کر تر ټولو زیاتې پېښې دي. د برازیل د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې ښار ساو پالو کې چارواکو پرله پسې په شپږمه ورځ هم رخصت اعلان کړی چې خلک د بهر وتلو منع کړي او وایرس نور خور نه شي.
د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټۍ د کرونا وایرس مرکز د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر څلور میلینه 91 لکه 13 زره 761 او د مړو شمېر درې لکه 23 زره 119 ته رسېدلی دی. تر دې دمه اولس لکه دوه زره نه زیات خلک کرونا وایرس نه بیرته رغېدلي دي.
په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیاتو اغیزمنو خلکو شمېره هم هغه شان په امریکا کې ده چېرته چې له دې ناروغۍ د مړو شمېر 91 زره 938 ته رسېدلی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر پنځلس لکه 28 زره اوښتی دی. تر دې دمه په امریکا کې دوه لکه 89 زره نه زیات خلک کرونا ناروغۍ نه بیرته رغېدلي دي.
د امریکا وروسته د کرونا وايرسه څخه تر ټولو زیات مرګونه په برتانیه کې شوي چې شمېره یې پنځه دیرش زره 422 زیاته شوې او د مثبت پېښو شمېره دوه لکه 50 زره 138 ته رسېدلی دی.
اټلي دریم هیواد دی چیرته چې تر دې دمه کرونا وایرس دیرش زره نه زیات کسان وژلي دي. په اټلي کې تر اوسه 32 زره 169 کسان مړه شوي دي، او دوه لکه 26 زره 226 تنه په دې ناروغۍ اخته دي. په دغه هیواد کې تر اوسه یو لک 29 زره زیات کسان بیرته روغ شوي دي.
په سپېن کې تر اوسه دوه لکه 32 زره 37 کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی، او 27 زره 778 کسان یې مړه کړي دي. تر اوسه په سپېن کې یو لک 44 زره 783 کسان د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي دي.
28,025
په فرانس کې تر اوسه یو لک 80 زره 933 کسان په کرونا وایرس اخته دي او 28 زره 25 کسان ترې مړه شوي دي. تر اوسه په فرانس کې 62 زره 562 کسان بیرته ترې روغ شوي دي.
په جرمني کې تر اوسه یو لک 77 زره 842 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او اته زره 112 تنه ترې مړه شوي دي او شاوخوا یو لک او 56 زره 881 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.
په روس کې تر اوسه دری لکه اته زره 705 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او دوه زره 972 تنه ترې مړه شوي دي. په روس کې تر اوسه دغه رنځ نه 85 زره 392 تنه بیرته روغ شوي دي.
په ایران کې تر اوسه شاوخوا یو لک 26 زره 949 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او اووه زره 183 تنه ترې مړه شوي دي. په ایران کې تر اوسه د 98 زره 808 تنه د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي دي.
په هند کې تر اوسه شاوخوا یو لک شپږ زره 886 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او دری زره 303 تنه ترې مړه شوي دي. په هند کې تر اوسه د 42 زره 309 تنه د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي دي.
چین چېرته چې دغه ناروغي په ووهان ښار کې پیدا شوې وه، تر اوسه د کرونا وایرس نه 84 زره او 63 تنه اغېزمن شوي او څلور زره 637 تنه ترې مړه شوي دي. تر اوسه په چین کې 79 زره 310 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.