په نړیواله کچه د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینې شمېر ۱۰۶۶۳۹۱ ته او د دې وایرس نه د ناروغان تعداد ۳۶۷۷۸۲۲۸ ته رسېدلی دی. دغه شمېرې د امریکې جانز هاپکنز یونیورسټۍ د جمعې په ورځ په خپل وېب پاڼه ښودلي دي.
د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر د شپږدېرش اشاره پنځه فیصد نه زیات شوی دی.
امریکا، هندوستان او برازیل درې داسې ملکونه دي چې د کرونا وایرس دلاسه پکې تر ټولو زیات خلک مړه شوي.
د هندوستان د صحت وزارت د جمعې په ورځ وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې په ملک کې د کرونا وایرس ۷۰۰۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شوي دي.
د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت یو چارواکي امکان څرګند کړی چې د جنورۍ په میاشت کې به د کرونا وایرس وېکسین ترلاسه کېدل شروع شي. دا خبره اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د جمعې په ورځ وکړه او ویې وېل صدر ټرمب تېره میاشت ویلي وو چې د کرونا وېکسین به د اکتوبر په میاشت کې شروع شي.
صدر ټرمپ به په وایټ هاوس کې د خالي، شنبې، په ورځ د وایټ هاوس په جنوبي چمن کې د سلګونو کسانو یوې غونډې ته وېنا کوي. یوه هفته وړاندې صدر ټرمپ اعلان کړی و چې هغه او مېرمن یې کرونا وایرس ناروغه کړي دي.
د کرونا وایرس نه پس به صدر ټرمپ په لومړي ځل د خالي، شنبې، د ورځې غونډه کې شرکت کوي. یو لوړ پوړي چارواکي د وي او ای انګریزۍ څانګې ته د دغې خبرې تصدیق کړی دی.
د صدر ټرمپ ډاکټر شان کانلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د ډانلډ ټرمپ طبیعت ښه دی او په داسې څه نخښې نه ویني چې ګني ناروغي یې په بدن کې زیاته شوي. ډاکټر زیاته کړه چې خالي، شنبه، به د صدر ټرمپ د ناورغه کېدو په پس ۱۰ ورځ وي او ګڼي چې صدر په محفوظه ډول خپلې ولسي هلې ځلې شروع کولی شي.شنګټن کې د صحت بېلا بېلو ادارو هغو کسانو ته خطونه لېږلي او ورته یې د خپلو ډاکټرانو سره د لیدو هدایات کړي چې په تېرو دوو هفتو کې یې په وایټ هاوس کې کار کړی او یا یې تېره میاشت په وایټ هاوس کې شوي ېوې دستورې کې شرکت کړی دی. دغو کسانو ته وېل شوي چې د قرنطین په اړه دې ځانونه خبر کړي.
د صحت ادارو دغه هدایات د صدرډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ د کرونا وایرس د ناروغه کېدو نه پس جاري کړي دي.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په کرونا وایرس اخته کیدو له سببه په هسپتال کې د ۷۲ ساعتونو تیرولو وروسته واېټ هاوس / سپېنې مانۍ ته بیرته ستون شوی. صدر ټرمپ د ګل/ دوشنبې په مازیګر د والټ ریډ پوځي هسپتال نه په یو هیلي کاپټر کې واېټ هاوس ته تللی. د صدر ټرمپ ډاکټر شان مونلي د ګل په غرمه د خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي وو: ٫٫ که څه هم هغه به په مکمله توګه نه وي سم، ځه او زمونږ طبي ډله په دې رضا شوي یو چې هغه ته پکار د طبي مرستو ټول سامان کور ته رسیدلی.٬٬ ډاکټر کونلي زیاته کړې چې د صدر طبي عمله او ډاکټران به هر ساعت د صدر د صحت پام ساتي.
ډاکټر شان کونلي وړاندې ویلي : ٬٬ ناروغه تن که په هسپتال کې بې د ضرورته یوه ورځ هم سېوا اړوي، نو دا د دوي لپاره یو خطر دی.٬٬ نوموړي زیاته کړې ٬٬٬ دا وختې داسې هیڅ کار نشته چې مونږ یې دلته کولی شو او لاندې یې نه شو ترسره کولی.٬٬
وړاندې د دغې صدر ډانلډ ټرمپ په یو ټوېټ کې لیکلي وو : ٬٬ زه به د والټ ریډ روغتون نه نن ۶:۳۰ بجې وځم، زه ډیر ښه یمه، د کوېډ نه مه ویریږۍ. ځه د ۲۰ کاله پخوا نه هم ښه شوی یمه.٬٬
ډاکتر شان کونلي چې پخوا د امریکا سمندري پوځ کې ډاکټر پاتې دی، په هسپتال کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت د یو شمیر پوښتنو لکه د صدر اوسني حالت، د هغه د سږي/ پهېپړو حالت په اړه د څه ویلو نه ډده کړي او زیاته کړې یې ده چې دا د ناروغه تن رازدارۍ خبره ده.
د صدر ټرمپ په وینه کې اکسیجن دوه ځله کم شوی و - ډاکټران
د صدر ډونالډ ټرمپ معالجو ډاکټرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ په ډاګه کړه چې په کروناوایرس اخته او په هسپتال کې بستري شوی صدر ټرمپ دوه ځله په خپله وینه کې د آکسیجن د کمېدو سره مخ شوی او د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې آکسیجن ورته لګول شوی و. هغو زیاته کړې چې د ټرمپ په صحت کې بهتري راغلې او که همداسې بهتره پاته وي، نو کیدی شي د ګل/دوشنبې په ورځ له هسپتاله رخصت شي.
د ولسمشر ټرمپ ځانګړي طبیب، ډاکټر شان کانلي خبریالانو ته وویل، "اصله خبره دا ده چې د هغه حالت ډېر ښه روان دی."
ډاکټرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ خبریالانو ته د صدر ټرمپ د صحت په اړه، د خالي/شنبې په نسبت روښانه ځوابونه ورکړل. یوه ورځ وړاندې ډاکټرانو د هغه د صحت په اړه داسې خبرې کړې وې چې خلکو ته یې سوالونه پیدا کړي و.
د ډاکټرانو یوې ډلې چې د اتوار په ورځ د والټرریډ هسپتال مخې ته یې خبریالانو سره معلومات شریکول، دا وضاحت ورکړ چې صدر ټرمپ اوس د ډېکسامېټهازون په نوم یو ډول سټېراییډ درمل اخلي (کوم چې په کمزوري او یا متوسط کېسونو کې د کروناوایرس معمولأ نه کارول کیږي)، او ورسره د پنځو ورځو دپاره د رېمېډېسېویر په نوم یوه انټي وایرل دوا هم خوري.
ډاکټر شان ډولي چې د تنفسي امراضو ماهر او د پوځ کرنل دی، خبریالانو ته وویل چې د صدر ټرمپ حیاتي علایم د اتوار/یکشنبې په سهار ثابت پاته و، هغه ګرځېدلی شو، د نفس تنګۍ شکایت یې نه کاوه او نه یې د ساه اخیستلو کومه ستونزه درلوده.
د صدر ټرمپ یو بل معالج ډاکټر، براین ګاریبالډي وویل، "که چېرته هغه (صدر ټرمپ) داسې پاته شي او داسې حال یې وي لکه دا نن چې یې و، نو زمونږ هیله دا ده چې وکولی شو تر سبا (ګل/دوشنبې) پورې له هسپتال نه وایټ هاوس ته رخصت کړو چې خپل باقي علاج ته هلته دوام ورکړي."
د صدر ټرمپ د روغتیا په اړه ځیني پوښتنې لا هم بې جوابه پاته دي، د مثال په توګه دا چې آیا د هغه سږیو ته کومه صدمه رسېدلې او که نه. ډاکټرانو صرف ويلي، صدر ټرمپ چې یو ۷۴ کلن د کروناوایرس ناروغ دی، نارینه دی او وزن یې هم زیات دی، نو د تمې وړ علامې ورته پیدا شوي دي.
د ډاکټر کونلي په وینا، صدر ټرمپ د جمعې په ورځ سخته تبه درلوده او یوه لنډه موده یې سپلېمنټري اکسیجن ته هم ضرورت پیدا کړ، او له دې امله هغه د وایټ هاوس نه والټرريډ هسپتال ته ولېږدول شو.
ټرمپ د خالي/شنبې په ماښام په ټویټر باندې یو ویډیویي پیغام خپور کړ او هغه کې یې وویل چې حال یې ښه دی او هیله من دی چې ډېر ژر بېرته کار ته ستون شي. هغه دا ومنله چې آینده څو ورځې به ورته "حقیقي امتحان" وي.
هغه د ډاکټرانو او نرسانو مننه کړې چې د هغه درملنه کوي او د نړۍ د مشرانو مننه يې کړې چې د هغه د صحت پوښتنه يې کړې ده او نيکې پيرزونې يې ورته وړاندې کړي دي.
د جمعې په ورځ سپينې ماڼۍ د صدر ټرمپ او د هغه د مېرمن ميلانيا ټرمپ د کرونا معاينې د مثبت راتلو ویلي ؤ.
او ټرمپ بيا د جمعې په ورځ د هيلي کاپټر د لارې پوځي روغتون ته منتقل کړی شوی ؤ، ويل شوي هغه صدارتي چارې د روغتون څخه سمبالوي.
د صدر ټرمپ او د هغه د مېرمنۍ په کرونا د اخته کېدو سره د خبر مخې ته راتلو سره د امریکا د ونډو بازار ټيټ شوی او صدر ټرمپ د انتخاباتو کمپاين يې د ځنډ ښکار کړی دی، دا په داسې حال کې چې د امریکا صدارتي انتخاباتو ته نزدې مياشت پاتې ده او د هغه مخالف جوبايډن د انتخاباتو په زغل کې مخکې دی.
له دې وړاندې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ صدر ټرمپ ویلي په سلاکاره کې يې د کرونا پخلی شوی او د هغې وروسته هغه او مېرمن يې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ټېسټونه ورکړي او د هغې پورې ځان قرنطين کوي.
هغه ويلي ؤ هوپ هېکس چې سخت کار کوي بې د څه دمې نه، هغې ته د کرونا وايرس ورپورې شوي دي.
ويل شوي هېکس د شورو/ چهارشنبې په ورځ د صدر ټرمپ سره لاريون/ جلسې ته ورغلې او د زيارت په ورځ يې د کرونا ټېسټ مثبت راغلی ؤ.
صدر ټرمپ د زیارت په ورځ د نورو چارواکو سره د سياسي فنډ راټولولو دپاره نيوجرسي ته ورغلی او هلته يې د نزدې نه د خلکو سره ليده کاته شوي دي.
د وي او ای د خبر ترمخه صدر ډانلډ ټرمپ چې عمر يې په اتمه لسيزه کې دی عمر یې د کرونا د زیاتې خطرې سره مخ دی، خو بيا ورسره ويل کيږي د هغه صحت يا روغتيايي حالت ښه دی.
د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په امریکا کې دوه لکه7808 کسان مړه کړي او 72لکه 77زره 814 کسانو کې د کرونا پخلی شوی دی.
د پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په 188 هېوادونو کې يو ملين 22848 کسان مړه کړي چې پکې د مړينو تر ټولو زياته شمېره په امریکا کې ده.