لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

09:41 17.3.2020

امریکې د کرونا وايرس د ويکسينو ازموينه پېل کړې

امریکې د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره جوړ کړي ويکسينو ازموينه پېل کړې ده، او دغه ويکسين د انجکشن د لارې د امریکا په سياټل ښار کې څو کسانو ته شوي دي.

د امريکې د صحت قامي ادارې (اېن ايي اېچ) ويلي دغه ازموينه په ۴۵ هغو کسانو کيږي چې صحتمند دي او عمرونه يې د ۱۵ کالو نه تر ۴۵ کلونو پورې دی او دا ازموينه به تر شپږو اوونيو پورې کتل کيږي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه ۴۳ کلنه جېنيفر هېلر يوه د هغو تنو نه ده چې دغه ويکسين ورته شوي دي هغه د دوه بچو مور ده.

ياد ويکسين د اېن ايي اېچ سائنس پوهانو او موډرنا کمپنۍ جوړ کړي دي.

د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره په ګرده نړۍ کې د ويکسينو جوړولو تجربې کیږي.

سائنس پوهان وايي ښايي دا ويکسين به د ۱۲ نه تر ۱۸ میاشتو پورې عام نه شي ځکه د پوهانو په وېنا دا ويکسين به د څو پړاؤنو څخه تيريږي چې کره کړی شي چې سم کار کوي.

د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره جوړو ويکسينو په اړه څيړنې وايي دا هیڅ خطره نه لري چې چاته یې ويکسين وشي.

سائنس پوهان وايي دوی د ويکسينو ازموينه ډېره په پام سره ګوري چې اېميون نظام ورته څنګه غبرګون وايي او دا هم ګوري چې دا کومه خطره خو نه لري يا نقصان خو نه کوي.

د امریکې جان هوپکېنز پوهنتون چې په نړۍ کې د کرونا وايرس شمېرې راټولوي، وايي دا وخت کرونا وايرس د نړۍ ۱۵۵ هېوادونو ته رسېدلي، ۷۱۵۴ کسان يې مړي او په يو لاک ۸۲ زره او ۴۰۵ کسانو کې مالوم شوي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په کرونا وايرس اخته شوي ۷۹ زره ۴۳۳ بیرته صحتمند شوي هم دي.

11:00 17.3.2020

يخ موسم د کرونا وايرس نه شي وژلی، د صحت نړيواله اداره

په صحت د نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د پاکستان څانګې ويلي، په پاکستان کې ډېر خلک دا سوچ کوي چې د کرونا وايرس په اړه څه تمه وساتل شي.

خو ادارې په ټویټر ويلي،

"داسې هيڅ دلیل نشته چې باور پرې وشي چې يخ موسم به د کرونا نوي وايرس وژني يا نورې ناروغۍ ختموي، حقيقت دا دی چې يخ موسم او واوره د کرونا وايرس نه شي وژلی".

12:51 17.3.2020

کرونا وایرس: خېبر پښتونخوا ته د ایران څخه ۲۰۰ نور زایرین راځي

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي ډيره اسماعيل خان ته به د ايران څخه نن ۲۰۰ زايرين نور راځي او د درازنده د څارملنې د کېمپ يا مرکزپه اړه چې په ټولنيزو رسنيو کوم ويډيو او خبرونه خپريږي هغه سم نه دي.

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا مشير اجمل وزير وايي صوبې ته چې کرونا وهلي څومره ناروغان راغلي دا ټول د ايران نه د تافتان په لار راسېدلي دي.

پرون د ګل په ورځ د صوبې د صحت وزير تيمور خان جګړه ويلي ؤ په رارسېېدلو ۱۹ کسانو کې په ۱۵ تنانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

اجمل وزير نن د نهې په ورځ خبري غونډي ته وويل تر اوسه پورې د ۶۵ کسانو ټيسټونه شوي چې پکې په ۱۵ کسانو کې کرونا وايرس معلوم شوي ۳۳ پاک دي او د ۱۷ نتيجې لا نه دي راغلي.

هغه وويل پرون چې په حيات اباد ميډيکل کمپلېکس کې کوم تن مړ وو هغه په کرونا وايرس نه ؤ اخته.

اجمل وزير زياته کړه د کرونا وايرس له امله وزير اعلی محمود خان د صوبې په جيلونو کې د بنديوانو په سزا کې د دوو مياشتو د کمولوفېصله کړې ده خو په دې فېصله کې د ترهګرۍ په پيښو کې بنديوان شامل نه دي.

هغه دا هم وويل د صوبې حکومت د کرونا وايرس له امله په سرکاري دفترونو کې د غېر ضروري عملې د رخصتۍ ويلي او د کومو کارکونکوعمر چې د ۵۰ کالو نه زيات دي هغو له ۱۵ ورځې رخصتي ورکړی شوه.

هغه دا هم وويل په سرکاري محکمو کې اومېندوارہ(حامله) ښځو ته او په بېلا بيلو ناروغو اخته ملازمينو ته هم د ۱۵ ورځو رخصتي ورکړی شوې ده.

اجمل وزير وويل د اوقافو محکمې علما کرامو او خطيبانو ته امر کړی چې د جمعې نمونځ دې په دوو پړاونو کې وکړي ځکه چې ګڼه نه جوړيږي.

نوموړي د ډيره اسماعيل خان د څارملنې مرکز په اړه وويل هلته ټول انتظامات مکمل دي او د ګومل کالج په مفتي محمود هاسټل کې د دووسوو کټونو بل وارډ هم جوړ کړی شوی دی.

هغه زياته کړه په ليويز مرکز شاه کس کې يي د ۱۵۰ کټونو د څارملنې وارډ جوړ کړ‎ی او دغلته به د تورخم د پولې څخه واپس راتلونکيمشکوک کسان لېږ‎ل کيږي.

13:43 17.3.2020

په سند کې د کرونا پېښې ۱۵۵ او پنجاب کې شپږ شوې

د سند صوبې د صحت محکمه وايي په صوبه کې د کرونا وايرس د ناروغانو شمېره ۱۵۵ ته ورسېده.

د صحت محکمې ويلي په اولنو ۳۶ پېښو کې دوه ښه شوي او د ۳۴ درملنه روانه ده، ويل شوي په سکهر کې د ۲۳۴ زایرينو ټېسټونه شوي په ۱۱۹ کې د کرونا وايرس پخلی شوی او په ۱۱۵ پاک راغلي دي.

په صوبه کې کې د کرونا وايرس دا وخت ټولې پېښې ۱۵۵ دي.

د پنجاب صوبې د صحت چارواکو وويل په پنجاب کې هم د کرونا پينځه پېښې نورې مخې ته راغلې، پرون په پنجاب کې لمړۍپېښه مخې ته راغلې وه.

پرون په خېبرپښتونخوا کې هم د کرونا ۱۵ پېښې ثبت شوې وې. په بلوچستان کې ۱۰،‌ګلګت بلتستان کې ۵ او اسلام اباد کې دوه پېښې مثبت مخې ته راغلي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG