پاکستان کې په شکمنه توګه په کرونا وائروسو اخته وړومبی ناروغ مړ شوی دی
دپاکستان دپنجاب ایالت په سرښار لاهور کې په شکمنه توګه په کرونا وائروسو اخته وړومبی ناروغه تن مړ شوی دی.
دپنجاب دصحت دمحکمې سکتر قیصر شریف مطبوعاتو ته ویلي یاد تن د ګل په شپه د لاهور په میو روغتون کې بستر کړل شوی ؤ اؤ دهغه د کرونا وائروسو نمونې اخستل شوې وې چې نن سه شنبه به یې نتیجه مخې ته راشي.
همدا شان دپنجاب دصحت وزیرې یاسمین راشد یو مطبوعاتي کانفرنس ویلي چې مړ شوی ناروغه تن تیره شپه د منډي بهاؤ الدین سیمې څخه په مرګوني حالت کې میو روغتون ته راوړل شوی ؤ اؤ دهغه دطبي رپورټ مخې ته له راتلو وروسته به معلومه شي چې ایا د کرونا وائروسو له امله مړ شوی که نه د مړینې علت یې نور څه دی؟
هغې ویلي دغه ناروغه تن وړومبی له ایران څخه راغلی اؤ بیا مسقط ته تللی ؤ اؤ تر ۱۴ؤ ورځو ورځو بیا پاکستان ته راغلی ؤ ځکه نو هغه روغتون کې د واکسینو ورکولو په خونه کې ستاتل شوی ؤ اؤ د کرونا معائنات یې شوي وؤ.
دمطبوعاتي راپورونو له مخې پاکستان کې تر اوسه د کرونا وائروسو ۱۹۳ پېښې مخې ته راغلي خو تر اوسه ددې خبرې پخلی نه دی شوی چې ګنې په دغه هیواد کې د کرونا وائروسو له امله څوک مړه شوي هم دي.
که چرې په لاهور روغتون کې د مړ شوي تن د طبي معائنې نتیجو څخه په ډاګه شي چې هغه ته کرونا وائروس لګیدلي وؤ نو دا به وړومبی تن وي چې په کرونا وائروسو مړ شوی دی.
پېښور —
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي چې د کرونا هغه مريضان چې په قرنطين یا د څارملنې په مرکزونو کي يي درملنه کېږي د هغوي کورونيو ته به په حکړمتي کچه خوراکي شيان ورکولی شي.
په پېښور کې خبري غونډي ته د خېبر پښتونخوا وزير اعلي د اطلاعاتو مشير اجمل وزيروېنا وه چې په دې اړه وزيراعلې احکامات جاري کړي دي۔
" وزير اعلي محمود خان صيب چې داسې کوم د کرونه وايرس مريضان په قرنطين کې دي د هغو د پاره د راشن پوره انتظام کړې او هغه په دې لړ کې احکامات هم جاري کړي دي چې د راشن يا خوارکي شيانو کوم کوم څيزونه دي هغه به د دوي کورونو ته ورکولې شي"
هغه دا هم وويل چې ډيره اسماعيل خان ته به د ايران څخه نن ۲۲۵ نورزايرين راځي او دا چې د درازنده د څارملنې د کېمپ يا مرکزپه اړه چې په ټولنيزو رسنيو کوم ويډيو او خبرونه خپريږي هغه سم نه دي۔
نوموړي وېنا وه د ډيره اسماعيل خان د څارملنې مرکز ټول انتظامات مکمل دي او د ګومل مېډيکل کالج په مفتي محمود هاسټل کې د دووسوو کټونو بل وارډ هم جوړ کړی شوی دی۔
" د نن خبره کوم، د تفتان نه ډي ايئ خان ته ۲۲۵ نور زايرين رازي، د هغوي د پاره انتظامات شوې دي، او هغوي به په ګومل مېډيکل کالج کې کرنطين کولې شي"
نوموړي زياته کړه چې تر دې دمه په خېبر پښتونخوا کې د کرنوه وايرس د ناروغانو شمېره ۱۵ ده او وسه پورې په صوبه کې يو تن هم دې ناروغې د لاسه نه دې مړ شوې۔
کرونا وايرس: په پېښور کې کرفيو نه لګول کيږي
د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر تېمور خان جګړا ويلي، په ټولنيزو رسنيو داسې اوازې چلول چې په پېښور کې کرفيو لګول کيږي، هغه وايي داسې هيڅ خبره نشته او داسې اوازې خپرول د خلکو سره زياتی دی.
نوموړي په ټويټر خپره کړې ويډیوي پېغام کې ويلي د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره نور کلک ګامونه پورته کوي، خو دوکانونه او دفترې به پرانستې وي او زیاته کړې يې ده هیڅ څيز به پټ نه ساتي.
نوموړي په خلکو غږ کړی چې په دې وخت کې د يو بل لاس کول پکار دي ټوله نړۍ د چېلنج سره مخ ده خلک دې داسې اوازې نه خوروي په ټولنيزو رسنیو، دې ته دې پام وکړي چې داسې اوازې هيڅ ګټې نه لري.
کرونا وايرس: شاه محمود قرېشي وايي، پينځه ورځې ځانله کېږم
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي د چين د تلو څخه وړاندې يې خپل ټېسټ ورکړی او بيا يې په شخصي توګه دا فېصله کړې چې ځان به د پينځه ورځو دپاره جدا کوي.
هغه د پاکستان د جيو ټي وي سره په خبرو کې ویلي، د پينځه ورځو وروسته به بيا ټیسټ کوي او د هغې د نتيجې راتلو وروسته به رسنیو سره خبرې وکړي.
نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د چين سفر يې کړی دی.
په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس له تراوسه پورې ۲۳۷ پېښې مخې ته راغلي دي.
د کرونا وايرس چې په چين کې پېدا شوي او اوس دا وايرس د نړۍ ۱۵۵ ته هېوادونو ته خواره شوي، ۷۹۵۴ کسان يې مړه کړي او يو لاک ۹۸ زره، ۱۷۸ کسان یې وهلي دي.