په سند صوبه کې د کرونا وايرس نورې نهه پېښې ثبت شوې
کراچۍ: د سند صوبې حکومتي وياند مرتضی وهاب وايي، په صوبه کې د کرونا وايرس پېښې ۱۸۱ ته ورسېدې.
نن د شورو، چهارشنبې په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې وهاب وويل، د تافتان څخه د سکهر د څارملنې کېمپ ته د راغلو ۲۹۰ کسانو ټېسټونه شوي چې پکې په ۱۴۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
هغه وويل د سکهر نه علاوه په کراچۍ کې په ۳۷ کسانو او حېدر اباد کې په يو تن کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
وهاب زياته کړه په کراچۍ کې په کرونا وایرس اخته دوه کسان صحتمند شوي دي.
هغه وويل په صوبه کې يې تراوسه پورې د ۸۴۴ کسانو ټېسټونه کړي او دا ټېسټونه د کراچۍ په اغاخان روغتون، په انډېس او ډاؤ پوهنتون په اوجا کېمپس کې شوي دی.
د سند صوبې د کرونا وایرس وهلو نه علاوه د پاکستان په پنجاب صوبه کې په کرونا وايرس ۲۶ کسان، په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۱۶، ۱۶ ، په ګلګت بلتستان او ازاد کشمير کې پينځه او اسلام اباد کې دوه تنه اخته شوي دي.
خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو د درېوؤ تازه پېښو پخلی شوی دی
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو درې نورې تازه پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره صوبه کې په کرونا وائروسو داخته مریضانو شمیره ۱۹ؤ ته رسېدلې ده.
دخیبر پښتونخوا صوبې دصحت وزیر تیمورخان جګړه د چهارشنبې په ورځ په ټوئټر دکرونا ددې تازه پېښو پخلی کړی اؤ لیکلي یې دي چې دا تازه پېښې یوه په بونیر،یوه په هنګو اؤ بله په مردان کې رامنځته شوې ده.
په عین حال کې دخیبر پښتونخوا حکومت د کرونا وائروسو د مخنیوي په خاطر ټوله صوبه کې تر دوؤ اوونیو دنائیانو د دوکانونو تړلو پرېکړه کړې ده.
دچهارشنبې په ورځ د لوړې کچې دیوې غونډې دصدارت په مهال دخیبر پښتونخوا وزیراعلي محمود خان ویلي دي چې حکومت صوبه کې کرفیو نه لګوي خو هر هغه ګام اخلي چې خلک پرې د کرونا وائروسو څخه خوندي پاتې کیدای شي.
هغه ویلي چې د خوراک څښاک پلورونکي دوکانونه به څلیریشت ساعته پرانستي پراته وي خو نور دوکانونه به ماښام اوو بجو وروسته تړل کیږي.
په دې غونډه کې ویل شوي چې د صحت د وزیر اؤ داطلاعاتو دمشیر له دفترونو پرته دنورو ټولو وزیرانو دفترونه تړل شوي اؤ نور ټول سرکاري دفترونه به د ماذیګر څلورو بجو پورې پرانستي وي.
وزیراعلي محمود خان ویلي چې راتلونکي پړاؤ کې به د ټرانسپورټ بندولو په اړه هم پرېکړه کولی شي.
په پاکستان کې دا مهال د کرونا وائروسو پېښې ۲۴۹ؤ ته رسیدلي چې دې کې ۱۸۱ په سندهـ، ۲۶پنجاب،۱۶بلوچستان،۱۹خیبر پښتونخوا ،دوه اسلام اباد اؤ پینځه په ګلګت بلتستان کې ثبت شوي دي.
د وزیراعظم عمران خان د صحت د چارو مشیر ډاکټر ظفرمرزا وویل چې د خېبر پښتونخوا په مردان کې یو تن د کرونا ناروغۍ دلاسه ساه ورکړی ده.
ظفر مرزا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټویټر دلارې وویل په مردان کې ۵۰ کلن تن د کرونا نه مړ شوی دی.
د وزیراعظم مشیر وویل د مردان دغه تن څو ورځې وړاندې د عمرې نه بیرته راغلی چې توخی، تبه او په ساه اخیستلو کې ورته مشکلات پیدا شول.
ظفر مرزا وویل په پاکستان کې د کرونا دلاسه دغه لومړی مرګ دی
په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه د مړو شمیره دوو ته ورسېده او دواړه پېښې د خیبرپښتونخوا نه رپوړټ شوي دي.
د وزیراعظم عمران خان د صحت د چارو مشیر ډاکټر ظفرمرزا وویل چې یو تن د خېبر پښتونخوا په مردان کې د کرونا ناروغۍ دلاسه ساه ورکړی ده.
ظفر مرزا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټویټر دلارې وویل په مردان کې ۵۰ کلن تن د کرونا نه مړ شوی دی.
د وزیراعظم مشیر وویل د مردان دغه تن څو ورځې وړاندې د عمرې نه بیرته راغلی چې توخی، تبه او په ساه اخیستلو کې ورته مشکلات پیدا شول.
د خیبرپښتونخوا د خزانې او صحت وزیر تېمورسلیم جګړه د پېښور په لیډي ریډنګ هسپتال کې د ۳۶ کلن تن د مرګ تصدیق وکړو او ویې وېل چې هغه د کرونا ناروغۍ دلاسه ساه ورکیړه.
وېل کیږي چې د هنګو دغه ۳۶ کلن څو ورځې وړاندې د متحده عرب اماراتو څخه پاکستان ته بیرته تللی و.