لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

09:41 19.3.2020

کرونا وايرس: پاکستان کې شمېرې نورې سېوا کيږي

پاکستان کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېره ۳۰۰ ته نزدې شوې ده، ځینې راپورونه دا شمېره د ۳۰۰ نه سېوا ښايي.

پاکستان کې د کرونا وايرس له امله تراوسه پورې دوه تنه مړه شوي او دواړو په خېبرپښتونخوا کې ژوند د لاسه ورکړی دی چې د يو تعلق د مردان او د بل تعلق د هنګو سره دی.

په پاکستان کې کرونا وايرس تر ټولو زياته د سند صوبه ځپلې ده.

د صوبې د صحت محکمه وايي، په صوبه کې تراوسه پورې په ۲۰۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې دوه تنه صحتمند شوي هم دي.

د صوبې د تعليم وزير سعيد غني وايي، نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ نزدې اووه سوه تنه نور د تافتان نه د سکهر د څارملنې مرکز ته راځي.

جيو ټي وي سره په خبرو کې هغه وويل،د ويرې خبره دا نه ده ځکه چې دا خلک د څارملنې مرکز ته راوستل کيږي بلکې د اندېښنې خبره دا ده چې هغه خلک چې د بهر نه د هوايي اډو د لارې راغلي د هغو مالومول ګران دي چې هغوی چرته دی.

د مطبوعاتي شمېره ترمخه دا وخت په پاکستان کې ۲۰۸ تنه په سند صوبه، ۳۳ په پنجاب، ۲۳ په بلوچستان، ۱۹ په خېبرپښتونخوا، ۱۶ په ازاد کشمير او ګلګت بلتستان او دوه تنه په اسلام اباد کې په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د امريکې د مېري لېنډ جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس دا وخت د نړۍ ۱۵۷ هېوادونو ته رسېدلي، ۸۸۱۰ کسان يې مړه کړي او په دوه لاکه ۱۸زره ۷۷۷ کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي دي.

10:32 19.3.2020

کرونا وايرس: د مردان منګا يونين کونسل تړل شوی

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې پرون د شورو، چهارشنبې په ماښام په کرونا وايرس اخته تن مړی شوی چې دا په پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړينې لمړۍ پېښه وه، له دغې وروسته بيا په پېښور کې د کرونا په وايرس اخته بل تن هم مړ شوی دی.

د مردان ضلعي چارواکو ويلي د مردان په مېډېکل کمپليکس کې د کرونا وايرس له امله د مړ شوي تن تعلق د ضلعې د منګا يونين کونسل سره دی.

منګا يونين کونسل د مردان او چارسدې ضلعې ترمنځ پروت دی.

د مردان ضلعې انتظامیه وايي دغه ۵۰ کلن تن چې د کرونا وايرس څخه مړ شوی په وروستيوکې د سعودي عرب نه راغلی ؤ، او په مردان مېډېکل کمپليکس روغتون کې د دوه ورځو نه داخل ؤ.

ځايي سرچینې وايي تېر ماښام د هغه مړينې وروسته يې جسد نن سهار کلي ته وړل شوی او خاورو ته سپارل شوی دی.

سرچینې وايي د کرونا وايرس څخه مړ شوي تن سره د عمرې نه دوه نور تنه هم يو ځای راغلي او سرچينې زياتوي دغه دواړه تنه هم ځانله کړی شوي دي.

ضلعي انتظاميې بېګاه د شپې حکمنامه جاري کړې او د منګا يونين کونسل تړلو يې ويلي دي.

د مرستيال کمشنر په حکمنامه کې ويل شوي چې يونين کونسل ته به نه د بهر څوک ورځي او نه به د هلته بهر چاته د تلو اجازه وي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه دوېم تن د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې مړ شوی دی، د خېبرپښتونخوا حکومتي مشير اجمل وزير ويلي د هنګو سره تعلق لرونکی تن چې مړ شوی د ترکي نه د دوبۍ په لار اسلام اباد ته راغلی ؤ.

د مطبوعاتي شمېره ترمخه دا وخت په پاکستان کې ۲۰۸ تنه په سند صوبه، ۳۳ په پنجاب، ۲۳ په بلوچستان، ۱۹ په خېبرپښتونخوا، ۱۶ په ازاد کشمير او ګلګت بلتستان او دوه تنه په اسلام اباد کې په کرونا وايرس اخته شوي دي.

14:31 19.3.2020

پاکستان کې کاروبار دپینځوؤ کالو تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلی

په نړۍ کې د کرونا وائروسو د را الوتلې وبا له امله پاکستان کې کاروباري فعالیتونو ته سخته ضربه رسېدلې اؤ د ونډو بازارونه په ښکته تللي دي.

د زیارت په ورځ پاکستاني مطبوعاتو ویلي دتیرو پینځوؤ کالو په مهال نن هنډریډ انډیکس تر ټولو ښکته کچې ته لوئیدلی دی.

د زیارت په ورځ ګې کله کاروباري فعالیتونه پیل شول نو دکراچۍ په اسټاک ایکسچنج کې هنډریډ انډیکس د ۳۰زره اؤ۴۱۶ؤ په کچه شتون لرلو خو د کاروبار پیل کیدو سره سم مارکیټ راوغورځېدو اؤ هنډریډانډیکس کې ۱۷۵۲پوانټونه په ښکته لاړل چې له دې امله کاروبار وځنډول شو.

مطبوعات وایي کله چې د څه دمې نه وروسته کاروبار بیرته پیل کړل شو نو بیا هم انډیکس په ښکته اؤ پورته تللو اؤ کاروباریان دبې باورۍ ښکار وؤ.

دتیرو څلورو ورځو په مهال پاکستان هنډ ریډ انډیکس کې ۷۲۰۰ پوانټونه کمي راغلې ده اؤ انډیکس دپینځوؤ کالو تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلی دی

څیړونکي پاکستان کې دکاروبار دکښېناستو علتونه د سود په کچه کې شوی کمی اؤ د ملکي بانک د ګورنر اوسني اعلانات هم ښایي .

دپاکستان تر څنګ په نړیوال اسټاک ایکچینج کې هم کاروبار ته د ضربې رسیدلو رجحان لیدل شوی دی

16:08 19.3.2020

بلوچستان کې دکرونا وائروسو ۲۲ نورې پېښې مخې ته راغلي

په بلوچستان ایالت کې د کرونا وائروسو د ۲۲ؤ نورو پېښو مخې ته د راتلو سره په دغه صوبه کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۴۵ؤ ته رسېدلې ده.

دبلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته ویلي په ۲۲ؤ نورو کسانو کې د کرونا ناروغۍ پخلی شوی دی اؤ حکومت له خپله انده لګیا دی په چټکتیا سره ګامونه اخلي ترڅو ددې ناروغۍ د لار خوریدو مخه ونیسي.

په پاکستان کې تر اوسه دکرونا وائروسو ۳۴۱ پېښې رامخې ته شوي چې په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې ۲۱۱ په سندهـ ایالت کې ثبت شوي دي.

همداشان په بلوچستان کې ۴۵،پنجاب کې ۳۳،خیبر پښتونخوا کې ۳۴،اسلام اباد کې دوه اؤ ګللګت بلتستان کې ۱۵ دکرونا وائروسو پېښې مخې ته راغلي دي.

خو په ګرد پاکستان کې یوازې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د چهارشنبې په ورځ ددې وائروسو دلاسه دوه کسان مړه شوي دي.

دکرونا دمخنیوي په خاطر دبلوچستان حکومت دښار دننه دچلیدونکي بسونو خدمات ځنډولي اؤ هم یې کوټه کې دسورلیو په ګاډو بندیز لګولی دی.

پاکستان کې دقدرتي افتونو په وخت دمرستو ادارې(این ډی ایم ای)وړاندیز کړی دی چې دهیواد ټول ستر د درېوؤ اؤ‌څلورو ستورو هوټلونه باید دکرونا ناردغانو دپاره دڅارملنې په مرکزونو بدل کړل شي اؤ په دغه اړوند یې ټولو صوبو ته لیکونه استولي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG