لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

16:14 19.3.2020

په پاکستان کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمیره د ۳۰۰ نه واوړیده او په هېواد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ګڼ شمیر نوي کېسونه رپورټ شول. د وایرس دلاسه په خېبرپښتونخوا کې دوه کسان مړه شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې د کرونا وائروسو د ۲۲ؤ نورو پېښو مخې ته د راتلو سره په دغه صوبه کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۴۵ؤ ته رسېدلې ده.

دبلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته ویلي په ۲۲ؤ نورو کسانو کې د کرونا ناروغۍ پخلی شوی دی اؤ حکومت له خپله انده لګیا دی په چټکتیا سره ګامونه اخلي ترڅو ددې ناروغۍ د لار خوریدو مخه ونیسي.

په پاکستان کې تر ټولو زیاتې پېښې ۲۱۱ په سندهـ ایالت کې ثبت شوي دي.

همداشان په بلوچستان کې ۴۵،پنجاب کې ۳۳،خیبر پښتونخوا کې ۳۴،اسلام اباد کې دوه اؤ ګللګت بلتستان کې ۱۵ دکرونا وائروسو پېښې مخې ته راغلي دي.

خو په ګرد پاکستان کې یوازې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د چهارشنبې په ورځ ددې وائروسو دلاسه دوه کسان مړه شوي دي

17:58 19.3.2020

د پاکستان خارجه وزارت په سفارت خانو کي کونسلر سروسز یا د ویزو ورکوولو او دستاویزاتو د تصدیق چارې وتړلې او ویې وېل د کاغذونو تصدیق به سفارتخانو ته د تګ پرځای د کوریر کمپنیو په ذریعه کولی شي.

خارجه وزارت بهرني هیوادونو کي خپلو سفارت خانو او هلته اوسیدونکوپاکستاني وګړو ته د غیر ضروري سفر څخ ځان ګرزولو هدایت کړی او د خارجه وزارت ویاندي عایشه فاروقی یو ویډیو پیغام کی وویل خارجه وزارت هم حفاظتی ګامونه اخستي هم دغه سبب دی چی د پاور آف اټارنی نه علاوه ټول کونسلر سروسز د خلقو د پاره تړل شوي او د کاغزونو تصدیق به د کوریر کمپنیو په ذریعه کولی شي.

بلخوا په هیواد کي د کرونا وایرس د ناروغانو د چیک اپ د پاره ویب پورټل یا په انټرنېټ پاڼه هم معارفي کړی شوې ده.

‌د کرونا وایرس د مخ نیوی د پاره په ټول هېواد کي د وړاندي څخه تعلیمي اداری تړلي شوي؛ د ګاونډي هیوادونو سره پلي تړلی شوي او هواي تګ راتګ هم محدود کړی شوی دی.

د آفاتو د مخ نیوی قامي اداری NDMA د کرونا وایرس د مخ نیوی د پاره کاریدونکي آلات اخیستو دپاره د پاکستانی سفارت خانو مرسته غوښتې او په دې اړه یی خارجه وزارت ته یو لیکه هم لیزلی چی د دغه سامان اخستو د پاره د ډونرز او فلاحی ادارو څخه مرسته تر لاسه کړی شي- او بهرنی هیوادونو کي اوسیدونکو پاکستانیانو څخه دی هم د سامان اخستو د پاره مرسته وغوښتل شي-

NDMA په هیواد کي لوی هوټلونو څخه قرنطینه مرکزونو جوړولو وړاندیز هم کړی او د صوبو چیف سکرټریز ته لیږل شوي لیک کي وییل شوي د کرونا وایرس د مخ نیوی د پاره ضروري ده چي د یوه کس د پاره د یوی کمری تګ لاره خپله کړی شي.



07:04 20.3.2020

د ملگرو ملتونو سرمنشي: ټوله نړۍ دې کرونا ته یو موټی شي

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش
د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی دی چې که ټوله نړۍ لاسونه سره ورنه کړي او خپل منځ کې هماهنګي ونه کړي، نو کیدای شي چې د کرونا وایرس له وجهې په ټوله نړۍ کې په میلینونو کسان مړه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې جرنالیسټانو ته خبرې کولې او ویې ویل چې ملکونو ته په کار ده چې هر یو ځان له د صحت اسټراټیجۍ جوړې نه کړي بلکې په کار ده چې د ټولې نړۍ په کچه یوه همغږې پالیسي عملي شي.

انتونیو ګوتېرش زیاته کړه چې نړېوال اتحاد نه یوازې اخلاقي وجیبه ده، بلکې د ټولو په ګټه کار دی.

07:08 20.3.2020

د کروناوایرس د خطرې له وجهې امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو انتقال ودراوه

په افغانستان کې د امریکایي قواوو مشر، جنرال سکاټ مېلر
په افغانستان کې د امریکایي قواوو مشر، جنرال سکاټ مېلر

امریکا په افغانستان کې د خپلو هر ډول تازه دمو عسکرو خوځښت او انتقال، د کرونا وایرس د خورېدو له وېرې دروي او ۱۵۰۰ عسکر او غیرپوځي کسان چې له هغه ځایه تازه امریکا ته ستانه شوي، هغوی به هم په قرنطینه کې وساتل شي. دا خبره په افغانستان کې د امریکا د قواوو مشر، جنرال سکاټ مېلر کړې ده.

هغه دا هم ویلي چې له افغانستانه چې کوم عسکر یا ټیکه داران امریکا ته دمخه لا ستانه شوي نو امریکا ته په راتګ به یې سکریننګ کیږي.

د کرونا وایرس د خورېدو له وېرې امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د انتقال بهیر دروي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لوظنامې له مخې، امریکا باید د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر پیل کړی و.

نور کتل

XS
SM
MD
LG