لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

11:05 20.3.2020

پاکستان کې په کرونا وائروسو داخته ناروغانو شمیره ۴۵۸ ته رسېدلې ده

پنجاب کې د کرونا وائروسو د دوؤ نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره پاکستان په کرونا وائروسو داخته ناروغانو شمیره ۴۵۸ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه په خیبر پښتونخوا صوبه کې دوه کسان په دې وائروسو مړه شوي دي.

پاکستاني مطبوعات وایي د زیارت په ورځ دسندهـ صوبې څخه ۳۸،پنجاب څخه ۴۵،بلوچستان څخه ۵۸،خیبر پښتونخوا څخه څلور اؤ ګلګت بلتستان څخه د کرونا ۸ پېښې مخې ته راغلي‌ دي.

تر دې دمه تر ټولو زیاتې د کرونا وائروسو پېښې سندهـ صوبه کې ثبت شوي چې شمیره یې ۲۴۵ؤ ته رسېدلې ده.

همدا شان پنجاب کې په دې وائروسو داخته کسانو شمیره ۸۰،خیبر پښتونخوا کې ۲۳،بلوچستان کې ۸۱،اسلام اباد کې اووه، ګلګت بلتستان کې ۲۱ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې یوه ښودل کیږي.

12:58 20.3.2020

خیبر پښتونخوا نه وروسته کراچۍ کې هم په وائروسو اخته یو تن مړ شوی دی

په خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو له امله د دوؤ کسانو له مړینې وروسته په وړومبي ځل سندهـ صوبه کې هم په دغو وائروسو ککړ یو تن مړ شوی دی.

د سندهـ د صحت وزیرې ډاکټرې عذرا پیچوهو پخپل یو ویډیو پیغام کې پخلی کړی چې په سندهـ کې د ۷۷کالو یو تن د کرونا وائروسو له امله مړ شوی دی.

دمړ شوي تن په هکله ویل شوي چې هغه د کراچۍ اوسیدونکی ؤ اؤ په بیلابیلو مرضونو اخته ؤ .

ډاکټرې پیچوهو ویلي چې په کرونا مړ شوي ناروغ ته د کینسر،شوګر اؤ د وینې د فشار ناروغۍ هم وې چې له امله په کټ پروت ؤ خو کله چې ورته کرونا وائروس ولګیدل نو دهغې له امله مړ شو.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ دخیبر پښتونخوا په مردان اؤ پېښور سیمو کې هم دوه کسان د کرونا په ناروغۍ مړه شوي دي.

دپاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو له مخې دا مهال پاکستان په کرونا وائروسو داخته ناروغانو شمیره ۴۵۸ ته رسېدلې ده اؤ تر دې دمه تر ټولو زیاتې د کرونا وائروسو پېښې سندهـ صوبه کې ثبت شوي چې شمیره یې ۲۴۵ؤ ته رسېدلې ده.

د زیارت په ورځ دسندهـ صوبې څخه ۳۸،پنجاب څخه ۴۵،بلوچستان څخه ۵۸،خیبر پښتونخوا څخه څلور اؤ ګلګت بلتستان څخه د کرونا ۸ پېښې مخې ته راغلي‌ دي.

همدا شان پنجاب کې په دې وائروسو داخته کسانو شمیره ۸۰،خیبر پښتونخوا کې ۲۳،بلوچستان کې ۸۱،اسلام اباد کې اووه، ګلګت بلتستان کې ۲۱ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې یوه ښودل کیږي.

13:39 20.3.2020

کرونا وايرس په نړۍ کې د لس زرو نه زيات خلک مړه کړه

د چین څخه د نړۍ ۱۶۰ هېوادونو ته د خواره شوؤ کرونا وايرس نه تراوسه پورې لس زره ۳۱ کسان مړه شوي دي، دا شمېرې د امریکې مېرې لېنډ جان هوپکېنز پوهنتون خپرې کړي، جان هوپکېنز پوهنتون په نړۍ کې د کرونا وايرس شمېر راټولوي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په ۱۶۰ هېوادونو کې تراوسه پورې د کرونا وایرس دوه لاکه ۴۴ زره، ۵۲۳ مثبتې پېښې مخې ته راغلي دي.

پوهنتون وايي په دغو کسانو کې ۸۶ زره او ۳۲ کسان صحتمند شوي هم دي.

د کرونا په مرګونو کې تر ټولو زيات کسان په اټلي کې مړه شوي چې شمېره يې درې زره ۴۰۵ ته رسېدلې ده.

کرونا وايرس چې په چين کې پېدا شوي په دغه هېواد کې يې درې زره ۱۳۳ کسان مړه کړي دي.

په درېم نمبر هېواد ايران دی چرته چې ۱۲ سوه ۸۴ کسان کرونا مړه کړي دي.

راپورونه وايي په چین کې د کرونا وايرس نوې پېښې مخې ته راتلل د نشت برابر شوي خو په سپېن، فرانس، برتانيه، جنوبي کوريا او امریکا ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د کرونا وايرس پېښې نورې سېوا کيږي.

14:29 20.3.2020

د کرونا وايرس مړی به څنګه سمبالول کيږي، د خېبرپښتونخوا حکومت لارښوونه

د خېبرپښتونخوا د امداد (ريليف) محکمې د کرونا وايرس له امله د مړه شوؤ کسان د ښخولو دپاره لارښوونه کړې ده.

ويل شوي کرونا وهلی تن چې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړي په مخصوصو ګاډو کې به يې جسد کور ته وړلی شي.

ادارې ويلي د دغه مړي کور ته د وړلو، غسل ورکولو او خاورو ته سپارلو يا اخري انتظاماتو دپاره به ځانګړي ټيمونه جوړولی شي.

ويل شوي مړي ته به په روغتون کې غسل ورکول کيږي او په پلاسټک کې د بندولو وروسته به يې مړی په تابوت کې اېښودل کيږي، او هغه اوبه چې غسل پرې ورکړی شوی په عامو نالو کې به نه بهيول کيږي په خوندي طريقه به ضايع کولی شي.

ادارې زیاته کړې که څوک مړی ليدل غواړي يواځې په روغتون کې يې ليدلی شي او هغه هم په داسې حال کې چې حفاظتي جامې به يې اغوستي وي.

ویل شوي په کور کې به چاته د مړي ښکاره کولو اجازه نه وي، او د مړي تر خاورو پورې سپارلو يا وروستي انتظام پورې ټول کاريدونکي څيزونه به ضايع کولی شي.

ادارې دا هم ويلي چې مړی به تر ډېر وخته نه ساتل کيږي او جنازه به يې هم په لنډه کولی شي او د قبر پورې په دې عمل کې به د روغتون انتظاميه موجوده وي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG