لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

18:22 20.3.2020

کرونا وايرس: عمران خان وايي د کرونا وايرس له امله دوه غتې خطرې موجودې دي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي د کرونا وايرس په اړه به هيڅ پټ نه ساتي هر څه به قوم ته ښکاره کوي چې څه حالات روان دي.

خبريالانو سره په خبرو کې عمران خان وويل پاکستان ته دوه غټې خطرې دي، يو دا چې د کرونا پېښې په تندۍ سره سېوا کيږي، او څلور، پينځه فيصده خلک سمبالول کېدی شي خو که د هغې نه سېوا کيږي دا به ډېر خطرناک وي.

هغه وويل ويره دا ده چې که د اټلي په رنګ دا وبا سېوا شوه د هغې سمبالول به ګران وي، ځکه خلک/ ټولنه دې د يو بل سره نزدې کېدو نه ډډه وکړي. دا وخت حالات په قابو کې دي، بايد خلک احتياط وکړي په کورونو کې پاتې شي.

وزيراعظم وويل، دوېمه خطره دا ده چې په ټولنه کې ويره خوره شي، په دې لړ کې د مطبوعاتو رول مهم دی مطبوعاتي ادارې دې په دې لړ کې زمه واره خبرونه ورکړي چې په خلکو کې اړی ګړی او ويره خوره نه کړي.

هغه وويل څوک دا نه شي ويلی چې کرونا وايرس به کله ختميږي، ځکه احتیاط دې وکړی شي. حکومت څه نه شي کولی قوم کرونا وايرس ته ماتې ورکوي.

د عمران خان په وېنا ځکه ټول ملک نه تړي چې دومره وسايل نه لري چې خلکو ته خوراک، سخاک ورسوي. هغه وويل غریب خلک په کورونو کې نه شي کښېنولی هسې نه چې د لوګې نه خلک مړه شي.

23:22 20.3.2020

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هیلت ارګنایزېشن د جمعې په ورځ وویل چې په نړیواله کچه کرونا دلاسه د مړ شویو کسانو شمیره د ۱۰۰۰۰ نه ذیاته شوې ده او ۲۴۴۵۰۰ کسان دې جراثیم وهلي دي.

پاکستاني مطبوعات وايي چې په هېواد کې د کرونا د مړو شمیره دریو ته رسیدلې ده. دا خبر د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان هم د جمعې په ورځ په خپله وېب پاڼه ورکړی دی. ډان وايي په پاکستان کې کرونا ۴۹۵ کسان وهلي دي چې اکثریت په سند او په کراچۍ کې دي. د رپورټ ترمخه، په خېبرپښتونخوا کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۳ دهږ

په پاکستان کې چارواکو دا هفته د کرونا دلاسه د دوه کسانو د مرګ تصدیق کړی و چې د خېبرپښتونخوا وو. یو تن د مردان او بل د هنګو و.

10:53 21.3.2020

پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۹۵ ته ورسېد

پاکستان کې په ۴۹۵ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي، چارواکي پخلي کوي د کرونا وايرس څخه درې کسان مړه او پينځه صحتمند شوي هم دي.

پاکستان کې د کرونا وايرس څخه دوه کسان په خېبرپښتونخوا او يو په سند صوبه کې مړ شوی دی.

پاکستان کې د صحت قامي ادارې ترمخه (اېن ايي اېچ) دا وخت د کرونا وايرس وهلو ۴۸۷ کسان په څارملنه کې داخل دي.

د اېن ايي اېچ ترمخه په سند صوبه کې د کرونا وايرس ۲۵۳ پېښې، پنجاب کې ۹۶، بلوچستان کې ۸۱، خېبرپښتونخوا کې ۲۳، اسلام اباد کې ۱۱، ګلګت بلتستان کې ۳۰ او ازاد کشمير کې يوه مثبته پېښه مخې ته راغلې ده.

ادارې ویلي په دغو کسانو کې دوه د خېبرپښتونخوا په مردان او پېښور کې مړه شوي او يو په سند صوبه کې مړ شوی دی.

په صحتمند شوؤ کې درې په سند صوبه او دوه په اسلام اباد کې دي.

د امريکې د جان هوپکېنز پوهنتون ترمخه کرونا وايرس د نړۍ ۱۶۶ ملکونو ته رسېدلي او تراوسه پورې يې ۱۱زره ۳۹۹ کسان مړه کړي دي.

په دوه لاکه ۷۵زره ۴۳۴ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي.

12:42 21.3.2020

د کرونا وايرس نه په نړيواله کچه د مړينو شمېره د ۱۱زرو نه سېوا شوه

د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د ۱۱ زرو نه سېوا شوې، او دغه وايرس د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو کې د دوه لاکه ۷۵ زرو نه زيات خلک وهلي دي.

راپورونه وايي د کيوبا اقتصاد چې په سېلګرۍ اډاڼه لري د جمعې په ورځ دغه هېواد د ۳۰ ورځو دپاره د بهر نه په راتلونکو بندېز لګولی دی، په کیوبا کې په کرونا وايرس ۱۹ تنه اخته شوي او يو مړ شوی دی.

په يورپ کې د جمعې په ورځ د کرونا وايرس له امله د لس زره ۲۰۰ نه زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېډروس اېډهېنم ګهېبريس ويلي روانه اوونۍ يورپ د کرونا وايرس مرکز ګرځېدلی دی، کرونا وايرس د چين نه خواره شوي دي.

د کرونا وايرس نه په اټلي کې د څلورو زرو نه زيات، په سپېن کې د ۱۰۰۰ نه زيات خلک مړه کړي دي په چين کې د کرونا وايرس نه درې زره دوه سوه ۵۳ کسان مړه شوي دي.

د امریکا د صدر ټرمپ انتظامیې د کېنېډا او مېکسيکو سره پولې تړلي دي.

صدر ټرمپ ويلي د کېنېډا او مېکسيکو سره به د سوداګرۍ نه علاوه نور هر ډول تګ راتګ بند وي.

په امریکا کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۹۰ ته رسېدلې او۱۶ زره خلک کرونا وايرس وهلي دي.

د امریکې په نيويارک ، ايلينويي، نيویارک او کيلیفورنياکې خلکو ته په کورونو کې د کېښناستو ويل شوي او په فلورېډا کې ګامونه پورته کړی شوي دي.

د امریکې د مرستيال صدر مایک پنس دفتر د جمعې په ورځ ویلي په دفتر کې يې يو تن کرونا وايرس وهلی خو ويل شوي د دغه کار کوونکي د مرستيال صدر او صدر ټرمپ سره هيڅ نزدې والی نه ؤ.

د وي او ای د خبر ترمخه د جمعې په ورځ د چین په وهان ښار کې په دوېمه ورځ د کرونا وايرس يوه پېښه هم نه ده مخې ته راغلې د چرته نه چې کرونا وايرس خورېدل پېل شوي.

خو د زيارت په ورځ د چين چارواکو ويلي په چین کې د کرونا وايرس ۳۴ پېښې مخې ته راغلي خو چارواکي وايي دغه ټول کسان د کرونا وایرس سره مخ هېوادونو څخه راغلي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG