پاکستان کې په یوه ورځ دکرونا وائروسو ۳۸نورې پېښې مخې ته راغلي دي
په پاکستان کې د کرونا وائروسو خوریدلو بهیر په چټکتیا سره پرمخ روان دی اؤ د خالي په ورځ دکرونا وائروسو ۱۵نورې پېښې د سندهـ،۱۲ دبلوچستان،دوه دخیبر پښتونخوا اؤ نهه د ګلګټ بلتستان څخه مخې ته راغلي دي.
ددې نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره په ګرد هیواد کې په کرونا وائروسو د اخته ناروغانو شمیره ۵۳۳ؤ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه درې کسان ددې وائروسو له امله مړه شوي هم دي.
په پاکستان کې تر ټولو زیاته د سندهـ صوبه کرونا وائروسو ځپلې ده اؤ دغلته نه تر اوسه د کرونا ۲۷۶پېښې مخې ته راغلي دي.
همدا شان د پنجاب څخه ۹۶،دبلوچستان څخه ۱۰۴،دخیبر پښتونخوا څخه ۲۵،اسلام اباد څخه ۱۰،دګلګت بلتستان څخه ۳۰ اؤ دپاکستان دواک لاندې کشمیر څخه دکرونا وائروسو یوه پېښه ثبت شوې ده.
دخالي په ورځ د سندهـ صوبې دصحت دمحکمې ویاند میران یوسف مطبوعاتو ته پخلی کړی چې دغلته دکرونا وائروسو ۱۵تازه پېښې مخې ته راغلي دي.
دبلوچستان چیف سیکرټري فاضل اصغر هم مطبوعاتو ته صوبه کې د کرونا د ۱۲نوؤ پیښو پخلی کړی چې دې سره په دغه صوبه کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۱۰۴ؤ ته رسېدلې ده.
داطلاعاتو په هکله دخیبر پښتونخوا د وزیراعلي مشاور اجمل وزیر هم دخالي په ورځ رسینو ته ویلي چې دوه نورې پېښې مخې ته راغلي دي.
هغه ویلي په کومو دوؤ کسانو ته چې کرونا وائروس لګیدلي هغوئ دواړه اوس اوس د بهرنیو هیوادونو څخه هیواد ته راستانه شوي اؤ دعلاج دپاره دپولیس سروسز روغتون ته لیږل شوي دي.
خیبر پښتونخوا صوبه کې روانه اوونۍ دکرونا وائروسو له امله دوه کسان مړه شوي هم دي چې له هغې وروسته صوبایي حکومت تعلیمي ادارې تړلي اؤ دفترونو ته په ورتګ یې هم بندیز لګولی دی.
خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه وتړل شول،دسورلیو په ګاډو تر یوې اوونۍ بندیز
پاکستان کې په چټکتیا سره دکرونا وائروسو خوریدو له امله دخیبر پښتونخوا حکومت ټوله صوبه کې تر درېوؤ ورځو دبازارونو تړلو اؤ تر یوې اوونۍ یوې ضلعې نه بلې ضلعې ته د سورلیو دګاډو په تګ دبندیز اعلان کړی دی.
دخالي په ماښام دریلیف یا اسانتیاؤ دمحکمې له لوري خپرې کړل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تر درېوؤ ورځو به ټوله صوبه کې روزګار تړلی وي اؤ یوازې دکریانې،پئیو،دوایانو،بیکرۍ،سبزۍ،میوؤ دوکانونه اؤ دتیلو پمپونه به پرانستې پراته وي.
اعلامیه کې ویل شوي دیادو روزګارونو پرته به په نورو ټولو فعالیتونو بندیز وي .
حکومت دا اعلان وروسته له هغې کړی چې تیره ورځ دصوبې بیلابیلو سیمو څخه د کرونا ناروغۍ نورې اته پېښې مخې ته راغلې اؤ ددې سره صوبه کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۳۱ؤ ته ورسیدله.
همداشان صوبایي حکومت په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې نن د اتوار د ورځې څخه به ټوله صوبه کې دضلعو په کچه د سورلیو دګاډو په چلند بندیز پرځائ وي خو شخصي ګاډي به په دې بندیز کې نه راځي اؤ عام خلک به پخپلو ګاډو کې له یوې ضلعې بلې ضلعې ته اوښتلی شي.
په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وائروسو دناروغانو شمیره ۶۴۵ ته رسېدلې ه چې په دې کې یوازې ۲۹۲پېښې د سندهـ صوبې څخه مخې ته راغلي دي.
همدا شان دپنجاب څخه دکرونا وائروسو ۱۲۱،بلوچستان څخه ۱۰۴،اسلام ابد څخه ۱۰، ګلګت بلتستان څخه ۱۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر څخه یوه پېښه رپورټ شوې ده.
تر اوسه په پاکستان کې درې کسان د کرونا وائروسو له امله پاکستان کې مړه شوي چې هغې کې د وؤ تعلق دخیبر پښتونخو اؤ دیو تعلق دپنجاب صوبې سره ؤ.
د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د ۱۱ زرو نه سېوا شوې، او دغه وايرس د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو کې د دوه لاکه ۷۵ زرو نه زيات خلک وهلي دي
خیبر پښتونخوا کې په کرونا وائروسو دمړو شمیره درېوؤ ته ورسیده
په خیبر پښتونخوا کې یوه میرمنه دکرونا وائروسو له امله مړه شوې ده چې ددې سره په صوبه کې دتیرې یوې اوونۍ په مهال دکرونا له امله دمړو شوؤ کسانو شمیره درېوؤ اؤ په ټول پاکستان کې څلورو ته رسېدلې ده.
دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو مشاور ښاغلي اجمل وزیر د اتوار په ورځ خبریالانو ته منلې چې په ډيره اسماعیل خان کې مړه شوې میرمن په کرونا وائروسو اخته وه اؤ دتفتان څخه ډيره اسماعیل خان ته راغلې وه.
تر دې دمخه په مردان اؤ پېښور کې هم دوه د کرونا ناروغان د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوي وؤ.
اجمل وزیر ویلي په خیبر پښتونخوا صوبه کې په کرونا وائروسو داخته ناروغانو شمیره ۳۱ؤ ته رسېدلې اؤ په دې کې پینځه کسان دمردان په منګاه درګۍ کې د کرونا وائروسو له امله دمړ شوي سعادت خان نومې تن خپلوان دي.
په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وائروسو دناروغانو شمیره ۶۴۵ ته رسېدلې ه چې په دې کې یوازې ۲۹۲پېښې د سندهـ صوبې څخه مخې ته راغلي دي.
همدا شان دپنجاب څخه دکرونا وائروسو ۱۲۱،بلوچستان څخه ۱۰۴،اسلام ابد څخه ۱۰، ګلګت بلتستان څخه ۱۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر څخه یوه پېښه رپورټ شوې ده.
که څه هم د چین ووهان ښار کې پیدا شوی کرونا وایرس باندې په چین کې دننه قابو موندلې شوې دی او د نوي مریضانو په شمیرو کې کمولی راغلی دی خو په نوره نړۍ کې د کرونا وایرس مریضان ورځ تر ورځه زیاتیږي.
دا وخت د نړۍ اکثره غټ غټ ښارونو تړلې شوي دي او یا چارواکي په کرونا وایرس قابو موندلو په غرض د تړلو اراده لري.
د امریکې په جان هاپکینز یونیورسټۍ کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي دا وخت ټوله نړۍ کې ۳۱۱۹۸۸ نه زیات کسان د کرونا وایرس وهلي دي او د مړو شمیره ۱۳۴۰۷ ته رسیدلي ده.
د دغه شمیرو ترمخه د کرونا مرض نه بیرته روغ شوو کسانو شمیره ۹۳۷۹۰ ده.
دا وخت د کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه په اټلي کې شوي دي. پدغه هیواد کې د مړو شمیره ۴۸۲۵ ته رسیدلي چې یواځې د خالي یا شنبې په ورځ ۷۹۳ کسان مړه شوي وو. پدغه هیواد کې په تګ راتګ باندې بندیزونه نور هم سخت کړل شوي دي او زیاتره کاروبارونه بند کړل شوي دي.
د چین او اټلي وروسته امریکا دریم هیواد دې چې د کرونا وایرس د لاسه زیات اغیزمند شوې دی. دا وخت امریکا کې26,747 کسانو کې کرونا وایرس موندلې شوې او د مړو شمیره ۳۴۰
نه اوښتي ده.