د چین او اټلي وروسته امریکا دریم هیواد دې چې د کرونا وایرس د لاسه زیات اغیزمند شوې دی. دا وخت امریکا کې26,747 کسانو کې کرونا وایرس موندلې شوې او د مړو شمیره 340 نه اوښتي ده.
د امریکا کېلیفورنیا او نیویارک نه وروسته نیوی جرسي ریاست کې هم خلکو ته په کورنو کې دننه د پاتې کیدلو حکم شوې دی. دا وخت په څلورو کې یو امریکایې یعنې د هیواد دابادی څلورمه برخه په کور کې دننه پاتې کیدو مجبوره شوې ده.
په امریکا کې بیړني حالات اعلان کړل شوې او حکومت کمپنیانو ته په لوۍ مقدار د ماسکونو او نور د صحت سامان د جوړلو لپاره ارډر ورکړی دی.
د امریکا مرستېال صدر مایک پېنس په دفتر کې یو تن کې د کرونا وایرس پخلې شوی وو چې له دهغې وروسته مرستېال صدر مایک پېنس او دهغه میرمن کرونا وایرس ټیسټونه کړي وو، خو هغوي ټیسټونه منفي ګرځول شوي دي. امریکا حکومت خپل وګړي د نړیوال سفر نه کولو وړاندیز کړی دی.
اروپايي هیوادنه هم کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمند شوي دي، سپین کې ۲۸۵۷۲ نه زیات کسانو کې وایرس پخلې شوی او ۱۷۲۰ کسان مړه شوي دي. جرمني کې ۲۳۱۲۹ نه زیات کسان ناروغه او 93 کسان مړه شوي دي. فرانس کې د کرونا د لاسه ناروغانو شمیر ۱۴۴۸۵ او مړو شمیره ۵۶۲ نه اوښتې دی. .
ایران کې د شلو زرو ته ریات کسان د کرونا په رنځ اخته شوي او ۱۵۵۶ کسان د دغه وایرس دلاسه خپل ژوند بایللی دی. د اتوار په ورځ د ایران روهاني مشر ایت الله خامنه په ټیلی ویژن باندې خپل وینا کې د امریکا امداد اخیستلو نه انکار اوکړ او تور یې لګولې چې کرونا وایرس امریکا پیدا کړی.
د ایران او امریکا ترمنځ د تاو تریخوالي باوجود واشڼګټن ایران د انساني همدردې په توګه د کمک وړاندیز کړی وو.
د رایټرز خبري ایجنسۍ ترمخه په فلسطین کې په اول ځل دوه کسانو کې د کرونا وایرس پخلې شوی. د رپورټ ترمخه دغه کسان د مصر په لار د پاکستان نه ورغلي دي. د صحت چارواکي وايي یاد کسان کوارنټین یا ګوښه کړلې شوي دي
د اسټریلیا کې د کرونا وایرس مریضانو شمیر ۱۳۱۵ ته رسیدلي او حکومت د هیواد دوه لوې ښارونه سډني او ملبورن کې په غیر ضروري سفر باندې راتلونکې ۴۸ ګهنټوو کې د بندیز اراده لري.
د افغانستان د صحت یا روغتیا وزارت نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ په دغه هیواد کې د کرونا وایرس د لاسه د لومړي تن د مرګ پخلی کړی.
د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وي او ای اشنا ته د دغه پېښې پخلی کړی.
په افغانستان کې د کرونا وایرس نه د یو تن د مرګ دغه لمړۍ پېښه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالې کې رامخې ته شوې. د چارواکو په وینا مړ شوی تن ۴۰ کلن وو،چارواکو د دغه تن نور څه معلومات نه دي شریک کړي.
د وي او ای اشنا د خبر ترمخه په هرات ولایت کې هم ناتایده رپورټونه وايي چې یو تن د کرونا وایرس د لاسه مړ شوی خو د افغانستان د روغتیا یا صحت وزارت ویاند ویلي، په دغې اړه لا پوره معلومات نه دي ورته ترلاسه.
د جرمني وزیراعظمه پخپل کور کې قرنطینه شوه
د جرمني وزیراعظمه انګېلا مرکل قرنطينه شوې او پس له دې به له خپله کوره کار کوي. دا خبره د هغې ویاند ستیفن سیبرټ کړې ده، او ویلي یې دي چې د تېرې جمعې په ورځ یو ډاکټر له مېرمن مرکل سره کتلي و او نن معلومه شوه چې د هغه ډاکټر د کرونا وایرس ټېسټ مثبت راختلی دی.
د جرمني د وزیراعظمې ویاند زیاته کړې: "له کورني قرنطین نه هم، چانسلر [انګېلا مرکل] به خپل سرکاري کار ته دوام ورکړي."