لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

01:49 23.3.2020

پاکستان کې د کرونا وایرس ناروغانو شمیره ۷۶۱ ته ورسیدله،‌ ۵ تنه مړه شو

د پاکستان پنجاب صوبه کې نن د کرونا وایرس ۷۰ مثبتو پېښو راتلو وروسته په دغه هیواد کې د ناروغانو شمیره د ۷۶۰ نه سیوا شوه.‌

پاکستان کې تر ټولو زیاتې ۳۳۳ مثبتې پېښې په سند ایالت کې رپورټ شوي چرته چې ایالتی حکومت د نن شپې نه د ټول ایالت تړلو یا لاک ډاون کولو امر کړی. د سند اعلا وزیر مراد علي‌شاه تیره ورځ ویلي چې په ټوله صوبه کې به د ۱۵ ورخو پورې هر څه تړلي وي‌ او بې د سود سودا،‌ ډاکټر ته دتګ به هیڅ څوک بهر نه پریږدي. د سند ایالت وروسته په پنجاب کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۲۲ او بلوچستان ایالت کې ۱۰۷ ته رسیدلې.

د خېبر پښتونخوا د صحت یا روغتیا څانګې په خپل ټوېټر ویلي چې د اتوار په ورځ په ټوله صوبه کې یوه مثبت پېښه هم نه ده رپورټ شوې. د دغه ټوېټ تر مخه په صوبه کې د مثبتو پېښو شمیره هم هغه شان ۳۱ ده او د ۴۳ شکمنو پېښو پلټنې روانې دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس نه تر دې دمه د ۵ تنانو د مرګ پخلی شوی او ځیني مطبوعات ادعا کوي په ګلګت بلتستان کې یو ډاکټر چې د کرونا ناروغانو درملنه یې کوله، خپل ژوند د لاسه ورکړی خو تراوسه پاکستاني چارواکو په رسمي توګه د دغې پخلی نه دی کړی.

Coronavirus Pakistan
Coronavirus Pakistan

01:55 23.3.2020

کوټه کې د کرونا وایرس لومړی ناروغه مړ شو

د بلوچستان سرښار کوټه فاطمہ جناح روغتون مشر ډاکټر نورالله موساخېل وي‌ او ای ډیوه ته پخلی کړی، تیره اونۍ د ایران څخه کوټه ته راغلی یو ځايي‌ ۷۰ کلن تن تیره شپه ژوند د لاسه ورکړی چې دا په بلوچستان ایالت کې د کرونا د لاسه د چا د مرګ لومړۍ پېښه ده.‌ نوموړي‌ ویلي دغه ناروغه تن د روانې میاشتې په ۱۹ممه نېټه دغه هسپتال ته علاج له راوړل شوی وو. او وړاندې د کوټه ښار په شیخ زید هسپتال کې داخل وو.‌

ډاکټر نورالله زیاته کړہ چې د دغه تن مړي‌ ته به د هسپتال ځانکړي ډله غسل ورکوي او وروسته به یې د کفن وروسته ځانګړي پلاسټک او بیا ځانګړي تابوت کې بندوي چې وروسته د دغې به يې خپل خپلوان لیدلی شي.‌

د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کرونا په مرض اخته کس د مرڰ خبر په زړہ خفه کړی.‌ نوموړي‌ لیکلي‌ چې مریض د کوټې په فاظمه جناح چیسټ روغتون کې تر درملنه لاندې وو، شاہواني مړي لپاره دعا او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړې۔

د بلوچستان د عامې روغتیا د محمکې مشر ډاکټر فھیم په وینا په بلوچستان کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر ۱۰۸ دی.

11:56 23.3.2020

د کرونا وايرس له امله د پاکستان سند صوبه وتړل شوه

په پاکستان کې د کرونا وايرس خورېدو له امله د سند صوبه د ۱۵ ورځو دپاره تړل شوې ده، خلکو ته ويل شوي چې په کورونو کې کښېني.

د سند صوبې وزیراعلی مرادعلي شاه دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې پرون د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي ؤ ټول ملک نه شي تړلی.

په پاکستان کې تر اوسه پورې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس ۷۷۶ پېښې مخې ته راغلي دي.

ويل شوي په دغو پېښو کې تر ټولو زياتې په سند صوبه کې ۳۳۳، په پنجاب کې ۲۲۵، په بلوچستان کې ۱۰۴، په ګلګت بلتستان کې ۷۱ او په خېبرپښتونخوا کې ۳۱ او کشمير کې يوه پېښه رپوټ شوې ده.

ويل شوي تراوسه پورې په ملک کې د کرونا وايرس له امله څلور پينځه تنه مړه شوي دي.

په سند صوبه کې د تېرې شپې ۱۲ بجو راهسې ټول هرڅه تړل شوي، يواځې د خوراکي توکيو دوکانونه، د دوايانو سټورونو، روغتونونه د خوراک ريسټورانټونه چې خلک ترې کورونو ته خوراک غوښتی يا وړلی شي هغه به خلاص وي.

وزيراعلی مراد علي شاه ويلي د ټولو سياسي ګوندونو سره يې د صوبې د تړلو په خبره مشوره کړې چې د ۱۵ ورځو دپاره هر څه بند کړي.

نوموړي په خلکو غږ کړی چې د حکومت سره مرسته وکړي او د کرونا وايرس پرضد مبارزه کې بريا ترلاسه کړي.

12:49 23.3.2020

کرونا وايرس: خېبرپښتونخوا کې د ضلعو ترمينځ د ګاډو چلن ودرل شوی

د خېبرپښتونخوا حکومت چې د کرونا وايرس له امله د پرون اتوار، يکشنبې د ورځې راهسې د درېو ورځو دپاره د صوبې د بازارونو تړلو ویلي نن د ګل د ورځې نه په صوبه کې د ضلعو ترمنځ په ګاډو چلولو بندېز هم لګول شوی دی.

د کرونا وايرس د خورېدو د مخنيوي دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت د اتوار د ورځې نه په صوبه کې د بازارونو، مارکيټونو او هوټلونو د بندېز ويلي، نن په دوېمه ورځ د پېښور ترڅنګ د صوبې غټ بازارونه تړلي پراته ؤ او پېښور کې خلک د نشت برابر په نظر راتله.

د صوبې د امداد ادارې اعلان کړی چې نن د ګل، دوشنبې د ورځې نه په صوبه کې د ضلعو ترمنځ د عامو سورولو ګاډي هم نه چليږي.

د سيمې څخه د ډيوه خبريالانو ترمخه په بېلابيلو ضلعو کې د ګاډو اډې تړل شوي او که چرته ګاډي راووځي نو د هغو د ودرولو دپاره پوليس ته لارښوونه شوې ده چې ګاډي ودروي او خلک پوهه کړي.

د صوبې د صحت محکمې سېکتر محمد يحي اخونزاده وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي چې صوبايي حکومت د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره کوټلي ګامونه پورته کوي خو دا وبا هغه وخت قابو کېدی شي چې عا ولس د حکومت په لارښوونه عمل وکړي او په کورونو کې پاتې شي.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې په کرونا وايرس ۳۱ کسان اخته شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخه درې تنه مړه شوي دي.

د پاکستان د صحت د قامي ادارې (اېن ايي اېچ) د تازه شمېرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې د کرونا وايرس ۷۸۴ پېښې مخې ته راغلي دي.

ادارې ويلي په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته کسانو کې تر ټولو زيات په سند صوبه کې ۳۳۳، په پنجاب کې ۲۲۵، په بلوچستان کې ۱۰۸، په ګلګت بلتستان کې ۷۱، په خېبرپښتونخوا کې ۳۱ او اسلام اباد کې ۱۵ پېښې مخې ته راغلي دي.

د ادارې په وېنا په دغو کسانو کې پينځه تنه مړه شوي چې درې يې په خېبرپښتونخوا، په يو سند او بل په بلوچستان کې مړ شوی دی. د اېن ايي اېچ په وېنا تراوسه پورې د کرونا په وايرس اخته شپږ کسان صحتمند شوي چې پکې څلور په سند صوبه او دوه اسلام اباد کې دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG