پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې د ۸۰۰ نه سېوا شوې، پنجاب کې د بازارونو تړل اعلان وشو
کراچۍ: د پاکستان د صحت د چارو وزارت وايي په ملک کې په کرونا وايرس اخته شوؤ کسانو شمېره ۸۰۳ ته رسېدلې ده، پنجاب صوبه کې د ۱۴ ورځو دپاره د بازارونو او دفترونو تړلو اعلان وشو.
د سرکاري شمېرو ترمخه د دې خبر خپرېدو پورې په پاکستان کې د کرونا په وايرس ۳۵۲ کسان په سند صوبه، ۲۲۵ په پنجاب کې، ۱۰۸ په بلوچستان کې، ۳۱ په خېبرپښتونخوا، ۷۱ په ګلګت بلتستان کې، ۱۵ په اسلام اباد او يو په کشمير کې اخته شوي دي.
ويل شوي کرونا وايرس تراوسه پورې په ملک کې شپږ تنه مړه کړي، او شپږ ترې صحتمند شوي دي.
بل لور ته د پنجاب صوبې اعلی وزير عثمان بزدار اعلان وکړو، چې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د سبا نهې، سه شنبې په ورځ نه په صوبه کې د ۱۴ ورځو دپاره بازارونه تړي، سرکاري او غېر سرکاري دفترې به تړلې وي يواځې د خوراکي توکيو دوکانونه او د دوايانو سټورونو به خلاص وي.
هغه وويل د موټر سائيکل په غبرګه سورلۍ به هم بندېز وي.
د پنجاب صوبې د تحريک انصاف حکومت دغه اعلان په داسې حال کې وکړو چې پرون د اتوار په ورځ د تحریک انصاف مرکزي حکومت وزيراعظم عمران خان ويلي ملک نه تړي.
او پرون بيا د سند صوبايي حکومت د شپې راهسې د ۱۵ ورځو دپاره د صوبې تړلو اعلان کړی او نن د سند صوبه تړل شوې ده.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پرون راهسې د درېو ورځو دپاره بازارونه تړل شوي او د نن څخه په صوبه کې د ضلعو ترمنځ د عامو ګاډو په چلند هم بندېز لګول شوی چې د صوبې د اطلاعاتو مشير اجمل وزير په وېنا تر ۲۹ مارچ به دا بندېز په ځای وي.
هغه دا هم وويل چې د ۲۹ مارچ پورې به ټولې هوټلې، ريسټورانټې بندې وي، کورونو ته به د ريسټورانټو څخه خوراکونه هم نه لېږل کيږي.
بل لور ته په بلوچستان صوبه کې هم د بازارونو د بندولو او ګڼې ګوڼې جوړولو پرضد ۱۴۴ ماده لګول شوې ده.
د مارچ د میاشت په ۲۳ نېټه د یوم پاکستان یا د پاکستان د ورځ په مناسبت په اسلام اباد کې روایتي دستوره او پوځي پرېډ سږ کال د کرونا وایرس د خوریدو له امله وخنډول شوږ
د پاکستان ډان ورځپاڼې په دې لړ کې په خپل رپورټ کې وویل چې د مارچ د ۲۳ نېټې په مناسبت دستورې د کرونا واس له امله وځنډول شوې.
د مارچ په ۲۳ هر کال په اسلام اباد کې خصوصي دستوره کیږي چې پکې لوړ رتبه حکومتي او پوځي مامورین او غیر ملکي سفارتکاران شرکت کوي. په دي موقع صدر د پاکستان بېرغ هم پورته کوي او پوځي پریډ هم کولی شي چې پاکستان پکې د خپل پوځي سازاو سامان او قوت ښودنه کوي.
د ډان د رپورټ ترمخه صدر عارف علوي پ رېډیو وینا کې وویل هر تن دا ذمه واري په غاړه لري چې د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه معلومات خپاره کړي.
وزیراعظم عمران خان په خپل پېغام کې د ولس نه غوښتنه وکړه چې وار دې نه خطا کوي او په کرونا وایرس به قابو وموندل شي.
د ډان د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه تر اوسه شپږ کسان مړه شوي او د وایرس د ناروغانو شمیره ۸۰۴ ته رسېدلې ده.
پاکستان د مارچ ۲۳ نیټه د هېواد د لومړي این د منظورېدو او په لاهور کې د کال ۱۹۴۰ د هغه قرارداد په یاد کې نمانځي چې د پاکستان د جوړېدو بنیاد ګڼل کېږي.
د امریکې په جان هاپکینز یونیورسټۍ کې د کرونا وایرس د
تحقیق مرکز وایي دا وخت ټوله نړۍ ۳۴۹۲۱۱ کسان د کرونا وایرس وهلي دي او د مړو شمیره ۱۴۷۹۰ته رسیدلي. د ویب پانړې ترمخه د کرونا مرض نه بیرته روغ شویو کسانو شمیره ۹۸۸۹۶ ته رسیدلي ده
دا وخت د کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه په اټلي کې شوي دي، پدغه هیواد کې د مړو شمی۵۴۷۶ ته رسیدلی او د ناروغانو شمیر لږ تر لږه ۵۹۱۳۸ ته رسیدلي ده
د اې پي خبري ایجنسې نه خپور شوي یو ويډیو کې ښکاریږي چې د اټلي پنځه پوځي ټرکونو بیرګامو ښار نه مړي باهر نور مقبرو ته وړلې کیږي. د رپورټ ترمخه د دغه ښار مقبره کې د نوي قبرونو لپاره ځايي ختم شوی دې
د چین او اټلي وروسته امریکا دریم هیواد دې چې د کرونا وایرس د لاسه اغیزمند شوی دي. دا وخت امریکا کې ۳۵ زرو نه زیات کسان کرونا وایرس وهلي او د مړو شمیره ۴۰۰ نه اوښتي ده.
اروپايي هیوادنه هم کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمند شوي دي، سپین کې ۲۹۹۰۰ نه زیات کسانو کې وایرس پخلې شوی او ۱۷۷۰ کسان مړه شوي دي. جرمني کې ۲۶۱۵۰ نه زیات کسان ناروغه دي او ۹۴ مړه شوي دي.
دجرمني چانسلر انګلا مارکل ډاکټر هم د کرونا وایرس ښکار شوې. چې دهغې وروسته انګلا مارکال خپل ځان کوارنټین یا ګوښه کړی. خو دهغې د دفتر خپور شوي بیان کې ویلې شوي چې هغه د کور نه خپل زموارې تر سره کوي. د دغې نه وړاندې د کینډا وزیراعظم جسټن ټروډو د شک له سببه پخپله کوارنټین شوی وو.
ایران کې ۲۱ زره نه زیات کسان د کرونا په رنځ اخته شوي او ۱۶۷۵ کسانو د دغه وایرس دلاسه ژوند باییللی دی.
په هندوستان کې د کرونا مریضانو شمیره څلور سوه نه اوښتي او اته کسان ترینه مړه شوي دي. حکومت ۷۵ ضلعې په مکمله توګه تړلي دي. نوي دلې ښار کې هم د ګل یا دوشنبې د ورځې نه په غیر ضروري تګ راتګ بندیزونه عملي شوي
په چین کې په کرونا وایرس باندې قابو موندلو وروسته جنوبی کوریا کې هم د نوي مریضانو شمیره کمه شوي ده. د دغه هیواد د صحت چارواکو ویلي د ګل یا دوشنبې په ورځ ۶۴ نوي مریضان مخې ته راغلي، او مسلسل د دولسمه ورځ ده چې د نوي مریضانو شمیره د سلو نه کمه وي. یاده دې وي چې پدغه هیواد کې د فروري په نهشتمه نهه سوه نه زیات مریضان په یو ورځ کې مخې ته راغلي وو.
د سعودي عرب بادشاه سلمان بن عبدالعزیز د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر په هیواد کې۲۱ ورځو لپاره کرفیو اعلان کړي. د سعودي خبري ایجنسې ترمخه د ګل یا دوشنبې نه هر ورځ د ماښام ۷ بجو نه تر سحر ۶ پورې دغه کرفیو لګولې کیږي.
د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره سعودي عرب د اول نه د عمرو او هوايي سفرونو باندې بندیز لګولې. پدغه هیواد کې د ټول جوماتونه د پنځ وخت مونځ لپاره تړلې شوي دي.
تیره ورځ په فلسطین کې په اول ځل په دوه کسانو کې د کرونا وایرس پخلې شوی وو. د رپورټ ترمخه دغه کسان د مصر په لار د پاکستان نه ورغلي وو. د صحت چارواکي وايي یاد کسان کوارنټین یا ګوښه کړلې شوي دي. ملګرو ملتونو یره څرګند کړي که کرونا وایرس غزه ته ورسیدو نو دا به لویه تباهي وي. ځکه چې د کال ۲۰۰۸ نه په راهسته اسرائیل لخوا په فلسطین باندې د بندیزونو وروسته دغه سیمه کې غربت زیات شوی او دهغوي د صحت نظام هم خراب دی. دهغې وروسته د قطر حکومت د فلسطین لپاره د یو نیم سل ملینه ډالرو امداد ورکولو اعلان کړې.
د ناروې خارجه وزیر خپل یو بیان کې ویلي ملګري ملتونه به د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د ملینونو ډالر یو امدادې فنډ جوړه وي چې په ټوله نړې د کرونا مخنیوې یقنې کړلې شي.
د امریکا جان هاپکینز یونیورسټۍ د کرونا وایرس په اړه د معلوماتو او تحقیق مرکز د تازه شمیرو تر مخه دا وخت ټوله نړۍ کې ۳۷۲۵۶۳ (۳لکه، ۷۲ زره او ۵۶۳) تنه د کرونا وایرس وهلي او تر دې وخته پورې په ګرده نړۍ کې د مړو شمیره ۱۶۳۸۰ (۱۶زره او ۳۸۰) ته رسیدلي. د ویب پانړې ترمخه د کرونا مرض نه بیرته روغ شویو کسانو شمیره ۱۰۰۸۸۵ (یو لک او ۸۸۵) ته رسیدلي ده
دا وخت د کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه په اټلي کې شوي دي، پدغه هیواد کې د مړو شمی۶۰۷۷ (شپږ زره ۷۷) ته رسیدلی او د ناروغانو شمیر لږ تر لږه ۶۳۰۰۰ نه سېوا شوې.
د اې پي خبري ایجنسې نه خپور شوي یو ويډیو کې ښکاریږي چې د اټلي پنځه پوځي ټرکونو بیرګامو ښار نه مړي باهر نور مقبرو ته وړلې کیږي. د رپورټ ترمخه د دغه ښار مقبره کې د نوي قبرونو لپاره ځايي ختم شوی دې.
د چین او اټلي وروسته امریکا دریم هیواد دې چې د کرونا وایرس د لاسه اغیزمند شوی دي. دا وخت امریکا کې ۴۱زرو نه زیات کسان کرونا وایرس وهلي او د مړو شمیره ۵۷۰ نه اوښتي ده.
اروپايي هیوادنه هم کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمند شوي دي، سپین کې ۳۳۰۰۰ نه زیات کسانو کې وایرس پخلې شوی او ۲۲۰۹ کسان مړه شوي دي. جرمني کې ۲۶۱۵۰ نه زیات کسان ناروغه دي او ۱۰۰ نه سېوا مړه شوي دي.
ایران کې ۲۳ زرو نه زیات کسان د کرونا په رنځ اخته شوي او ۱۸۰۰ نه سیوا خلکو د دغه وایرس دلاسه ژوند بایللی دی.