لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

06:13 28.3.2020
په موجوده وخت کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر په امریکا کې دی
په موجوده وخت کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر په امریکا کې دی

د دنیا په کچه د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شمېر ۲۷۱۹۸ ته او په پاکستان کې دغه شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.

په نړۍ کې په موجوده وخت کې د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې رپورټ شوي دي.

د امریکې سرښار واشنګټن سره نژدې په مېرې لېنډ ریاست کې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د طب د څانګې شمېرې ښايي په نړیواله کچه د کرونا وایرس کېسونه ۵۹۳۲۹۱ ته رسېدلي دي. د مرګونو شمېر ۲۷۱۹۸ دی او ۱۳۰۹۱۵ کسان صحت یاب شوي دي.

د جانز هاپکنز ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر ۱۰۱۶۵۷ دي. د دغه ناروغۍ دلاسه د مرګونو شمیر ۱۵۸۱ دی او ۸۷۰ کسان صحت یاب شوي دي.

په پاکستان کې کرونا دلاسه د خلکو د مړینې شمیره ۱۱ ته ورسېده او په ملک کې د وایرس د ناروغانو ترټولو زیاته شمیره په پنجاب صوبه کې ده.

جانز هاپکنز یونیورسټې طب څانګې ترمخه به پاکستان کې د کرونا وایرس کېسونه ۱۳۷۳ ته رسیدلي دي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان شمېرې ښايي په ملک کې د کرونا تر ټولو زیات کېسونه په پنجاب صوبه کې دي چې شمېر یې ۴۴۹۰ دی، په سند کې ۴۴۰، په خېبرپښتونخوا کې ۱۸۰، په بلوچستان کې ۱۳۳، په اسلام اباد کې ۲۷ او په کشمیر ګلګت بلتستان کې ۹۳ کېسونه رپورټ شوي دي. په پاکستان کې ۲۳ کسان د کرونا نه صحت یاب شوي هم دي.

10:17 28.3.2020

امریکا کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېر د یو لاک نه سېوا شو، په يورپ کې حالات ورځ تر بلې خرابيږي

په امریکا کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېره د يو لاک نه سېوا شوې ده، بل لور ته په يورپي ملکونو کې د کرونا وايرس څخه د خلکو د مړينې لړۍ ورځ تر بلې نوره سېوا کيږي، په ګرده نړۍ کې د کرونا وايرس وهلو شمېر پينځه لاکه، ۹۷ زره، ۴۰۳ دی.

د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وايرس وهلو شمېره يو لاک څلور زره ۶۶۱ ته ورسېده او په دغه هېواد کې د کرونا وايرس څخه د مړه شوؤ کسانو شمېر د ۱۷۰۰ نه سېوا شوی دی.

د امریکې نيويارک ښار کرونا وايرس تر ټولو زيات ځپلی يواځې په دغه ښار کې ۴۶زره کسان په کرونا وايرس اخته شوي او ۶۰۳ يې مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه دا وخت په نړۍ کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړه شوؤ کسانو شمېر ۲۷زره ۳۶۴ دی، چې پکې تر ټولو زيات په اټلي کې ۹۱۳۴ کسان مړه شوي دي.

په سپېن کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېر ۵۱۳۸ او چين کې د دې رنځ نه ۳۱۷۷ کسان مړه شوي دي.

پوهنتون وايي په نړۍ کې يو لاک ۳۱ زره، ۷۰۸ کسان د دې رنځ نه ښه شوي هم دي.

10:36 28.3.2020

د پاکستان حکومتي شمېرې ښايي چې د تېرې شپې پورې په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېر ۱۲۹۶ ؤ خو د امریکې جان هوپکنز پوهنتون تر دې دمه په پاکستان کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۳۷۳ ښايي.

په پاکستان کې کرونا وايرس تر دې مه ۱۱ تنه مړه کړي او ۲۳ ترې ښه شوي دي.

حکومت وايي په وايرس اخته کسانو کې کې د اووه ؤ روغتيايي حالت خطرناک دی.

په پاکستان کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې شمېرې په پنجاب او سند صوبو کې مخې ته راغلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي دلته زياتره د کرونا وايرس نه زياتره هغه کسان اغېزمن شوي چې د تافتان نه راغلي دي.

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره په ټول ملک کې د ۳۱م مې پورې تعليمي ادارې تړلي دي.

په څلورو واړو صوبو کې د دوه اوونيو دپاره ټولبنديز په ځای کړی شوی او د صوبو ترمنځ د عامو ګاډو چلن هم ودرل شوی دی.

پاکستان کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه په ۲۶م فرورۍ مخې ته راغلې او لمړی تن ترې په ۱۸م مارچ مړ شوی ؤ.

د جان هوپکنز پوهنتون ترمخه تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۱۰ ده، څلور کسان ترې مړه شوي او دوه ترې صحتمند شوي هم دي.

19:49 28.3.2020

د کرونا د لاسه په لوبو بندیز د لوبغاړو لپاره د ارام ښه وخت دی:‌ روي‌ شاستري

د هندوستان د کرکټ لوبډلې کوچ روي شاستري ویلي،‌ د کرونا وایرس د لاسه د کرکټ په سیالو کې ځنډ د هندي لوبغاړو د ارام لپاره ښه وخت دی.‌

د رائټرز خبري ادارې ترمخه د کرونا وایرس له وجې په نړۍ کې شاوخوا پنځویشت زره کسان مړه او پنځه نیم لکه کسانو کې د وایرس د پخلي په وجه هیوادونو خپلې پولې او ښارونه تړلي ځکه د لوبو سیالۍ هم د ځنډ ښکار شوي دي. روي شاستري دغه خبرې د سکائۍ سپورټس کرکټ پا‌ډ کاسټ ته کړي.

نوموړي‌ ویلي:‌ ٫٫ دا بد نه شي کیدلی. ځکه نیوزي لینډ کې د کرکټ لوبې پاېې ته رسیدو سره هندي‌ لوبغاړي په اعصابي/ نفسیاتي او بدني توګه ستړي شوي وو. په تیرو لسو میاشتو کې چې لوبغاړو څومره لوبه کړی، په ټولو لوبغاړو د دې اثرات لیدل کیدی شي.‌ زما په شان د مرستو نور کسان په مې میاشته کې د ورلډ کپ مقابلو لپاره د هندوستان نه تللي وو. د هغې راپه دیخوا مونږ یواځې د لس یا دولس ورځو لپاره خپل هیواد ته تللي‌ یو.‌ ٬٬

هندوستان د جنوبي افریقا پرضد د یوې ورځیو سیالۍ د یوې مقابلې وروسته ختمې کړې.‌ هم دغه شان د هندوستان کرکټ بورډ د شلو اورونو مقابلې انډین پریمېر لیګ (ايي‌ پي‌ اېل) لوبې هم اپریل پنځلسمې نیټې پورې وځنډول شوي‌ دي.

هندوستان د اپریل د میاشتې څوارلسمۍ نیټې پورې ټول هیواد د یویشتو ورځو پورې تړلی او د ايي پي اېل د لوبو کیدلو هیڅ اعلان نه دی شوی.‌

د هندوستان د یو شمیر قامي لوبغاړو په شمول د هند د لوبډلې مشر یا کېپتان ویراټ کوهلي هم د سماجي ويب پاڼو د لارېپه کورونو کې د پاتې کیدلو د اهمیت په اړه د بیدارۍ پیغامونه خپاره کړي.‌

نور کتل

XS
SM
MD
LG