لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

05:53 30.3.2020

په امریکا کې ممکن له یو لاکهو زیات کسان مړه شي

ډاکټر انټوني فاوچي
ډاکټر انټوني فاوچي

د امریکا د عفونتي امراضو د انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ممکن په امریکا کې له یو لاکهو نه زیات کسان په کرونا وایرس مړه شي او په دې وایرس د اخته کسانو شمېر څو میلینه کسانو ته ورسیږي.

ډاکټر فاوچي په وایټ هاوس کې د ټرمپ ترڅنګ رسنیو ته خبرې کولې او ویې ویل: "که د کرونا وایرس بحران د اثراتو د کمولو دپاره کافي اندازه کار ونشي، نو دا مکان شته چې د یو لاکهو نه واخله تر دوه لاکهو پورې کسان په امریکا کې مړه شي."

امریکا اوس مهال په ټوله نړۍ کې له بل هر ملک نه د کروناوایرس بیمارۍ زیاتې پېښې لري، او د تایید شویو کېسونو شمېر د اتوار/یکشنبې تر ماښامه، یو لاکهوڅلوېښت زرو ته ورسېد. د کرونا وایرس له امله په امریکا کې د اتوار تر ماښامه پورې، ټولټال څه باندې ۲۴۰۰ کسان مړه شوي دي.

06:14 30.3.2020

په افغانستان کې د کروناوایرس د تایید شویو پېښو شمېر ۱۴۵ ته لوړ شو

په سرښار کابل کې یو کس د جراثیمو ضد محلول پر ګاډو پاشي.
په سرښار کابل کې یو کس د جراثیمو ضد محلول پر ګاډو پاشي.

افغانستان صحي چارواکي وایي چې د ایران ترڅنګ پروت په هرات ولایت کې د کروناوایرس ۲۲ نوي کېسونه مخې ته راغلي چې په دې سره په هغه ولایت کې د کرونا وایرس د پېښو شمېر ۱۰۶ ته جګ شو.

د هرات روغتیایي چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په ۲۲ نویو کېسونو کې، ۱۳ یې نارینه او ۹ یې ښځې دي. همدا راز یوه پېښه د پاکستان او ایران سره همسرحد په نیمروز ولایت کې، دوه نوې پېښې په کابل ښار کې، او یوه هم په بدخشان ولایت کې ثبته شوې ده، چې په دې ټولو سره، په افغانستان کې د کرونا وایرس د تایید شویو پېښو شمېر ۱۴۵ ته رسېدلی دی.

همدا راز ویل کیږي چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا وایرس له وجې، څلور تنه مړه شوي دي.

10:29 30.3.2020

پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې ۱۶۲۵ ته ورسېدې، ۱۸ تنه مړه

کراچۍ: په پاکستان کې د کرونا په وایرس اخته کسانو شمېره ۱۶۲۵ ته ورسېده او په دې وايرس اخته ۱۸ کسان مړه شوي، او ۲۸ ترې ښه شوي هم دي.

د پاکستان د سرکاري تازه شمېرو ترمخه چې نن د ګل، دوشنبې په سهار شپږ دقيقي دپاسه په لس بجې خپرې کړي، پکې ويل شوي په ملک کې د کرونا وايرس ټولې پېښې ۱۶۲۵ ته رسېدلې دي.

ويل شوي په کرونا وايرس اخته ۱۸ کسان تراوسه پورې مړه شوي او ۱۱ کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د پاکستان د حکومت په وېنا په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس ۵۴ نوې پېښې مخې ته راغلي او څلور تنه پکې مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس وهونکو شمېره تر ټولو زياته دا وخت په پنجاب صوبه کې ده هلته د کرونا وايرس پېښې ۵۹۳ دي، په سند کې ۵۰۸، په بلوچستان کې ۱۴۴، خېبرپښتونخوا کې ۱۹۵، ګلګت بلتستان کې ۱۲۸، اسلام اباد کې ۵۱، او ازاد کشمير کې شپږ دي.

13:25 30.3.2020

په سند کې د کرونا وايرس نه دوه نور تنه مړه شو، پاکستان د کرونا نه د مړو شمېره ۲۰ ته ورسېده

کراچۍ: د پاکستان د سند صوبايي حکومت وايي په صوبه کې د کرونا وايرس نه دوه نور کسان مړه شو چې ورسره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره پينځه ته ورسېده.

صوبايي حکومت وايي په مړه شوؤ کسانو کې يو ۶۶ کلن او بل ۵۲ کلن ؤ او دوی د وړاندې په نورو ناروغو هم اخته ؤ.

خو ويل شوي دوی د کرونا وايرس د رائيونډ د اجتماع نه شوي وو.

له دې وړاندې ويل شوي په پاکستان کې د کرونا په وایرس اخته کسانو شمېره ۱۶۲۵ ته ورسېده او په دې وايرس اخته ۱۸ کسان مړه شوي، او ۲۸ ترې ښه شوي هم دي.

د پاکستان د سرکاري تازه شمېرو ترمخه چې نن د ګل، دوشنبې په سهار شپږ دقيقي دپاسه په لس بجې خپرې کړي، پکې ويل شوي په ملک کې د کرونا وايرس ټولې پېښې ۱۶۲۵ ته رسېدلې دي.

ويل شوي په کرونا وايرس اخته ۱۸ کسان تراوسه پورې مړه شوي او ۱۱ کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG