په پاکستان کې کرونا وایرس دلاسه د مړو شمېر ۲۴ رسیدلی دی او په ملک کې ۱۷۳۱ کسان دې وایرس وهلي دي. بلخوا، وزیراعظم عمران خان ویلي په هېواد کې به په حرکت مکمله پابندي یا لاک ډاون د ناروغۍ په مخنیوي کې کامیاب نشي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان ډان ورخپاڼې د شمېرو ترمخه، په پاکستان کې د کرونا دلاسه د خلکو د مړينې شمیر ۲۴ ته او د وایرس د ناروغانو تعداد ۱۷۳۱ ته رسېدلی دی.
خو د وي او اردو څانګې رپورټ وايي پاکستاني مامورینو د کرونا دلاسه د ۲۱ مرګونو تصدیق کړی دی او په تېرو ۲۴ ګنټو کې په ملک کې د کرونا ۹۹ کېسونه رپورټ شوي دي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ عمران خان د کرونا وایرس په اړه قام ته وینا وکړه او د کرونا د مخنیوي دپاره یې د کرونا ریلیف فنډ اعلان وکړو.
د ډان ورځپاڼې ترمخه وزیراعظم عمران خان وویل کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر په ټول ملک کې په حرکت او کاروبارونو بندېز یا لاک ډاون په کامیاب نشي.
د کرونا وبا مقابلې لپاره د امریکا پوځ سمندريهسپتال نیویارک ته رسیدلی
د امریکا سمندري پوځ په کشتۍ کې جوړ هغه سمندري هسپتال چې د ناروغانو لپاره ۱۰۰۰ (زرو) بستره لري د ګل په ورځ نیویارک ته رسیدلی. دغه سمندري هسپتال په داسې وخت کې نیویارک ته ورسید چې د ښار چارواکو د امریکا وفاقي حکومت نه د سمدستي بیړنۍ مرستو غوښتنه کوله.
د امریکا سمندري پوځ دغه هسپتال (یو اېس اېن اېس کمفرټ) نومیږي او د یولسم ستمبر د ترهګر بریدونو وروسته یو ځل بیا نیویارک ښار لیږل شوی چې د کرونا وایرس نه علاوه نور ناروغانو درملنه وکړي. د نیویارک ایالت هسپتالونه دا مهال د کرونا وایرس دناروغانو ډک دي.
د نیویارک ایالت ګورنر انډریو ویلي دغه سمندري هسپتال به په نورو هسپتالونو ګڼه ګوڼه کمه کړي. په دغه هسپتال کې ۱۰۰۰ بستره یا کټونه او ۱۲ د عملیاتو یا اپریشن کوټې دي چې ۲۴ ساعته به کار کوي.
نیویارک ښار ته دغه سمندري هسپتال په داسې وخت رسیدلی چې د امریکا نیویارک ایالت کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شووتنانو شمیره د زرو نه اوختې. په نیویارک ایالت کې یوه میاشت وړاندې د کرونا وایرس د لومړي ناروغه تن پخلی شوی وو. په دغه ایالت کې زیاتره کسان په تیرو څو ورځو کې مړه شوي دي.
دا مهال د امریکا نیویارک ښار په ګرد هیواد کې د کرونا وبا مرکز ګرځیدلی. د اتوریا یکشنبې په ورځ یواځې په نیویارک ښار د کرونا وایرس دلاسه د ۷۷۶ کسانو د مرګونو پخلی شوی. د نیویارک ایالت د نورو سیمو نه د کرونا وایرس د لاسه د مرګونو شمیره به نن د ګل په ورځ وړاندې کیږي.
د پاکستان بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي په ایالت کې د کرونا وایرس نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۱۵۴ ته سېوا شوې چې پکې شپاړس د ایالت ځايي خلک او پاتې نور د ایران نه ورغلي شیعه زایرین دي.
د نړۍ د نوروهیوادونو په څېر پاکستان کې هم د کرونا ناروغانو شمیره په سیوا کیدو ده. په پاکستان کې کرونا وایرس دلاسه د مړو شمېر ۲۴ رسیدلی دی او په ملک کې ۱۷۳۱کسان دې وایرس وهلي دي. بلخوا، وزیراعظم عمران خان تیره ورځ ویلي په هېواد کې په حرکت مکمله پابندي یا لاک ډاون به د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې کامیاب ګام نه وي.
د ایران او افغانستان سره په پله پرتې بلو چستان کې ھم د کرونا د مریضانو په شمېر کې زیاتوالی راروان دی او په تیرو لسو ورځو کې شپاړس تنو کې د کرونا وایرس پخلی شوی.
د بلوچستان حکومت ایالتی ویاند لیاقت شاہواني تیره شپه پر خپل ټویټر لیکلي: ٫٫ نن په بلو چستان ایالت کې دوہ نور د کرونا وایرس کیسونه رپورټ شوي چې ټوله شمېره ورسره یو سل چلورپنځوس ته ورسیده.٬٬
ښاغلي شاہواني لیکلي د یو زر اته سوہ پنځوس شکمونو تنانو د کرونا وایرس ټیسټونه یې کړي چې یو ۱۵۴ پکي مثبت دي، د شاہوني په خبرہ د کرونا په ناروغانو کې ۱۳۸ له ایرانه څخه راغلي شیعه زیارت کونکي او ۱۶ ځایي خلک دي.
د کوټې د فاطمه جناح چیسټ اینډ جنرل روغتون مشر ډاکټر نورالله موساخېل و ډیوہ ته ویلي په ځایي ناروغانو کې څلور ډاکټران ھم شامل دي چې د علاج لپارہ قرنطینه شوي دي.
تر دې وړاندې د ایالت اعلا ویز جام کمال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي “د کوټې په شېخ زاید روغتون کې د کرونا وایرس مثبت قرنطین شوو ۱۷ مریضانو ټیسټ له چورلسو ورځو قرنطین پس منفي راغلی”.
د ډاکټر موساخېل په خبرہ یو ماشوم او یوہ پیغله له چورلس و ورځو قرنطین ورستو خپلو کورونو ته لېږل شوي او د کومو ۱۷ کسانو چې ټیسټ منفي راغلی ھغه کسان لا په شیخ زاید روغتون کې بستر دي.
د بلوچستان د صحت د محکمې له لوري په خپارہ شوي راپور کې لیکل شوي چې د ایران او پاکستان سرحدي ښار تفتان په کې ۲۰۶ او په کوټه کې ۱۶۶ تنه قرنطین دي ،د قرنطین تنو اوسنی شمېر ۳۷۰ دی.
په امريکا کې د کرونا په وايرس اخته شوؤ شمېره د یو لاک او ۶۴ زرو نه واوښته
د تازه شمېرو ترمخه دا وخت په نړۍ کې په کرونا وايرس اووه لاکه، ۸۶ زره او ۲۲۸ کسان اخته شوي او ۳۷ زره ۸۲۰ کسان ترې مړه شوي دي.
د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په ۱۷۸ هېوادونو کې خور د کرونا په وايرس اخته هېوادونوکې امريکا دا وخت به سر کې ده.
د پوهنتون د شمېرو يواځې په امریکا کې يو لاک، ۶۴ زره او ۵۳۹ کسان د کرونا په وايرس اخته دي، او په دغه هېواد کې د کرونا وايرس نه ۳۱۷۰ کسان مړه شوي او ۵۸۹۶ ترې صحتمند شوي هم دي.
د امریکې نه وروسته اټلي هغه هېواد دی چې په کرونا وايرس د اخته خلکو شمېره پکې د يو لاک نه سېوا شوې او هلته يو لاک يو زر او ۷۸۹ کسان په دې وايرس اخته شوي دي.
خو بل لور ته په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرس نه تر ټولو زيات خلک هم په اټلي کې مړه شوي او د پوهنتون د شمېرو ترمخه په دغه هېواد کې ۱۱زره ۵۹۱ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.
په اټلي پسې په دوېم نمبر سپېن دی چرته چې د دې وايرس نه اووه زره ۷۱۶ کسان، او بيا چين دی چرته چې ۳۳۰۹ کسان کرونا وايرس مړه کړي دي.
د کرونا وايرس د دسمبر ۲۰۱۹ په وروستیو ورځو کې د چين په وهان ښار کې ښکاره شوي او د هغې وروسته نورې نړۍ ته خواره شوي دي.