لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

11:40 31.3.2020
پاکستان کې د کرونا وايرس تازه شمېرې
پاکستان کې د کرونا وايرس تازه شمېرې

پاکستان کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۲۵ ته ورسېده، ۱۸۶۵ کې د کرونا پخلی

د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۲۵ ته ورسېده، او ۱۸۶۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په په پنجاب صوبه کې په کرونا وايرس نه نهه، سند کې اووه، خېبرپښتونخوا کې شپږ، ګلګت بلتستان کې دوه او بلوچستان کې یو تن مړ شوی دی.

ويل شوي دا وخت د کرونا په وايرس اخته ۱۱ کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د تازه شمېرو ترمخه دا وخت په پنجاب کې ۶۳۸ کسان، په سند کې ۵۷۸، خېبرپښتونخوا کې ۲۱۳، بلوچستان کې ۱۵۰، ګلګت بلتستان کې ۱۴۲، اسلام اباد کې ۵۵ او ازاد کشمير کې شپږ کسان په کرونا وايرس اخته دي.

دغه رنګ ۴۲ کسان په سند، پينځه په پنجاب، درې په اسلام اباد، دوه دوه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان او څلور په ګلګت بلتستان کې د کرونا وايرس نه صحتمند شوي دي.

09:12 1.4.2020

کرونا وبا: په نړۍ کې اته لاکه ۵۹ زره، امریکا کې يو لاک ۸۹ زره کسان د کرونا په وايرس اخته شوي

په ګرده نړۍ کې د کرونا وايرس وبا نور خلک اغېزمنوي، تراوسه پورې په ۱۸۰ ملکونو کې د کرونا په وايرس نزدې اته لاکه شپېه زره کسان اخته شوي دي.

د امریکي د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه تراوسه پورې کرونا وايرس ۴۲ زره ۳۳۲کسان مړه کړي دي.

پوهنتون وايي يو لاکه ۷۸ زره، ۳۰۰ کسان د کرونا وايرس نه بيرته صحتمند شوي هم دي.

دا وخت په نړۍ کې د کرونا په وايرس اخته تر ټولو زیات کسان په امریکا کې دي چې شمېره يې يو لاک ۸۹ زره ۵۱۰ ده او په دغه هېواد کې يې ۴۰۷۶ کسان مړه کړي دي.

خو دې وايرس تر ټولو زياتې مړينې په اټلې کې کړي چې شمېره يې ۱۲ زره ۴۲۸ ده. په سپېن کې يې اته زره ۴۶۴ کسان مړه کړي دي.

10:32 1.4.2020

پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۲۰۳۹ ته ورسېدهو ۲۶ مړه

د سرکاري شمېرو ترمخه په ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې په نورو ۱۰۵ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې ورسره په ملک کې دا شمېرې ۲۰۳۹ ته ورسېدې.

تراوسه پورې په ملک کې ۲۶ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو د لسو کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی او ۸۲ کسان د کرونا نه ښه شوي دي.

دا وخت په پنجاب صوبه کې ۷۰۸، سيند کې ۶۷۶، خېبرپښتونخوا کې ۲۵۳، بلوچستان کې ۱۵۸، ګلګت بلتستان کې ۱۸۴، اسلام اباد کې ۵۴ او ازاد کشمير کې دا وخت په کرونا وايرس اخته کسانو شمېر شپږ دی.

10:13 2.4.2020

خېبرپښتونخوا: ۱۲۱ کسان به د ۱۴ورځو قرنطين کولو وروسته سبا پرېښودل شي

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا ويلي، د تافتان څخه راغلي ۱۲۱ کسان چې ۱۴ ورځې د قرنطين وخت يې پوره کړو او د کرونا وايرس ټېسټونه يې منفي راغله سبا د جمعې په ورځ پرېښودل شي.

هغه ويلي دغو مشکوک کسانو قرنطين او ټېسټونه په پېښور او ډېره اسماعيل خان کې شوي دي.

نوموړي په ټویټر د دغو کسانو د ضلعو تفصيل ورکړی او ويلي يې دي چې د کرونا وايرس پرضد د دوی مبارزه روانه ده که څه هم په دې کې ځینې قلاری راځي خو د خلکو د ټېسټونو منفي راتلل هم کاميابي ده.

جګړا چې د ۱۲۱ کسانو کومو ضلعې يادې کړي په هغو کې اسلام اباد، راولپنډۍ، ډېره اسماعيل خان، کرمه، هنګو، کوهاټ، بنو، مردان، چارسده، پېښور، مانسهره، صوابۍ، هري پور اېبټ اباد، بره دير ملاکنډ، سوات، کراچۍ، ګجرانواله، ګجرات، جنګ او منډي بهاؤ الدين کسان شامل دي.

هغه په بل ټویټ کې سپيناوی کړی چې د خېبرپښتونخوا نه علاوه د پنجاب سره تعلق لرونکي کسان په غلطۍ کې راوستل شوي وو.

جګړا په صوبه کې د لمړي اپرېل د کرونا وایرس د پېښو تفصيل هم ويلی دی.

هغه ويلي، د اپرېل په لمړۍ نېټه په صوبه کې د کرونا وايرس ۲۳ نوې پېښې مخې ته راغلي چې پکې ځايي او د بهر نه راغلي کسان هم شامل دي.

نوموړي په ټویټر ويلي، په صوبه کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۲۱۴ ته لوړه شوې او اووه کسان په صوبه کې د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG