د جان هاپکنز پوهنتون د کرونا ناروغۍ په اړه مرکز د تازه شمیرو ترمخه په هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمیره ۱۷۴۳۳۵ (یو لک څلور اویا زره درې سوه او پینځه دیرش) ته رسېدلې او په هند کې د مرګونو شمیره پینځه زرو ته نژدې شوې.
د هندوستان ټاېمز اف انډیا اخبار د یو خبر ترمخه د هندوستان د مسافرو یوه الوتکه نن د خالي یا شنبې په ورځ هغه مهال بیرته راګرځول شوی کله چې د دغه جهاز عملې ته په یو پاېلټ کې د کرونا وایرس مثبټې نتیجې ترلاسه شوې.
که څه هم په خبر کې ویل شوي چې په دغه ځانګړي جهاز کې څوک مسافر نه وو او دغه ماسکو ته د هندي وګړو راوستلو لپاره روانیدله. د دغه جهاز پاېلټ معاینه د جهاز پاسیدو وړاندې شوې وه خو نتیجۍ یې سمې نه وې لوستل شوې.
په هندوستان کې په تیرو څو ورځو کې هره ورځ د کرونا وایرس د شپږو زرو نه زیات کېسونه ربورټ کیږي او هند دا مهال د ناروغانو په حساب په ۹ نمبر دی.
په نړیواله کچه د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مرګونو شمېر ۳۷۲۷۵۲ او په امریکا کې دغه شمېر ۱۰۴۴۵۰ ته ورسېدو او په افغانستان کې د کرونا وایرس په پېښو کې ۶۸۴ فیصد اضافه شوي ده.
د انټرنېشنل رېسکیو کمېټي نومې امدادي ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په افغانستان کې د کرونا وایرس دغه زیاتوالی د می په میاشت کې ولیدل شو او د ټېسټونو د انتهايي کمي له امله د په هېواد کې د وایرس د نا روغانو شمېر ډیر زیات کېدلی شي.
د وي او ای د اشنا څانګې ترمخه د افغانستان روغتیا وزارت ویلي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۴۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له امله یې په افغانستان کې د کرونا مريضانو شمېر ۱۵۷۵۰ ته رسیدلی دی.
د رپورټ ترمخه د روغتیا وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د ۱۱۶۸ مشکوکو نمونو معاینات شوي چې ۵۴۵ یې مثبت ثابت شوي دي.\اکستان کې دتیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس۷۷ نور کسان مړه شوي چې دې کې ۲۰ کسان یوازې دخیبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لري.
په کرونا وایرس دڅار دمرکز اؤ د روغتیا محکمې دچارواکو دشمیرو له مخې تر اوسه په دغه هیواد کې د کرونا وایرس له امله ۱۵۲۰کسان مړه شوي اؤ ۷۱۱۰۱ نور په دې وایرس ککړ دي.
په کرونا د څار مرکز شمیرې ښایي چې په یو شواروز کې دپاکستان دننه د کرونا وایرس ۲۸۰۰نوې پېښې ثبت شوي دي
بلخوا د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په دنیا کې د کرونا وایرس د مرګونو شمېر ۳۷۲۷۵۲ او په امریکا کې دغه شمېر ۱۰۴۴۵۰ ته ورسېدو.
په نیوزي لېنډ کې په تېرو ۱۱ ورخو کې د کرونا وایرس نوی تصدیق شوی کېس نه دی رپورټ شوی او ممکنه ده چې اینده هفته کې په سماجي واټن او د خلکو په یو ځای کېدو پابندۍ ختمې کړي.
د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شمیر ۳۷۶۱۷۷ او په امریکا کې ۱۰۵۱۴۷ ته ورسېدو.
د نیوزي لېڼد وزیراعظمې جسیڼدا ارډین د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه بیړني او سختو ګامونو کامیابي ترلاسه کړې ده.
په نیوزي لېنډ کې د تېرو شپږو هفتو راهسې سخت لاک ډاون پرځای و او په تېرو ۱۱ ورځو کې یې د وایرس نوی تصديق شوی کېس نه دی رپورټ کړی.
جسیڼدا ارډېن وویل نیوزي لېڼد به د دنیا لومړی ملک وي چې ژوند به پکې د معمول کچې ته راشي.
د فرانس په سرښار پېرس کې رېسټورانټونو، بارونو او کېفو کې خلکو ته بهر کې کښېناستو اجازت ورکړی شو.
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل جنوبي او مرکزي امریکا د کرونا وایرس د خپرېدو انتهايي سنګین مرکز بللی دی.
د ډبلیو اېچ او د بیړني پروګرام مشر مایک راین وویل په برازیل، کولمبیا، پېروو، چلي، مېکسیکو او بولیویا کې د کرونا وایرس ډیر کېسونه رپورټ کېږي.
د مېکسیکو د صحت وزارت ویلي په ملک کې د کرونا وایرس د مرګونو شمېر د ۱۰۰۰۰ نه زیات شوی.
په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د زیات عمر کسانو په مرکزونو کې ۲۶۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز یا سي ډي سي تر مخه د اپریل په میاشت کې چې کله کرونا وبا په انتهايي حالت کې وه په امریکا کې د هسپتالونو اېمرجنسي رومز یا د بیړني مرستو لپاره ورتګ ته د غیر کرونا ناروغانو شمیره ډیره کمه شوې وه.
دغه ادارې تیره ورځ په خپره شوې یوه څیړنه کې زیاته کړې چې دغه شمیره بیا د ۱۴ کالو نه کم او د لږ زیات عمر ماشومانو، ښځو او د امریکا شمال ختیځو سېمو کې سېوا وه. د مرکز تر مخه د سینې درد، د زړه دورې او د هغه ماشومانو چې د ساه لنډي مسله لری د هغو هسپتالونو ته راتګ کې ډیر کمی لیدل شوی.
په ګرده نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې دي چرته چې د ۱۸ لکو نه زیات خلک ناروغه او ۱ لک ۷ زره او ۱۷۵ کسان تر اوسه د کرونا نه مړه شوي دي.