لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د اسرایل څلور یرغمال ښځېنه پوځيانې خوشې کړې،اسرایل نن 200 فلسطیني بندیان خوشې کوي


A
A

حماس اسرایل سره د بندیانو د تبادلې د تړون په اساس 4 اسرایلي یرغمالیان خوشې کړل

د فلسطین وسله والې ډلې حماس اسرایل سره د بندیانو د تبادلې د کړي تړون په اساس نن د اتوار په ورځ 4 اسرایلي ښځېنه پوځي یرغمالیانې خوشې کړې دي.

دغه ښځینه اسرایلي پوځيانې د حماس لخوا د غزې په فلسطین چوک کې د سره صلیب چارواکو ته سپارل شوې دي.

حماس وایي څلور ښځې 20 کلنه کارینه اریف، 20 کلنه دانییل جلبوع، 20 کلنه نعما لیفي او 19 کلنه لیري الباج دي. دا څلورواړه ښځې اسرایلي پوځیانې دي چې د 2023م کال د اکتوبر په اوومه د حماس د برید په وخت له اسرایل په جنوب کې له نهال اوز اډې تښتول شوې وې.

د قطر د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې ویلي، د اسرایلي ښځینه پوځيانو د سپارلو لپاره د اتوار په ورځ په غزه کې د فلسطین په میدان کې یوه ځانګړې غونډه راجوړه شوې وه.

په دې مراسمو کې د فلسطین چوک په سټېج باندې د حماس او سره صلیب استازو د یرغملیانو د سپارلو پر سندونو لاسلیکونه وکړل. له دې وروسته، دغه ښځینه اسرایلي عسکرې چې د حماس او فلسطیني "اسلامي جهاد" د وسله‌والو ساتونکو تر څار لاندې وې، د خوشحالۍ په حال کې سټېج ته راغلې.

رپورټ وایي د حماس له قید څخه خوشې شوې ښځینه عسکرې د خوښۍ او هوساینې په حالت کې وې، چې غونډې ته یې د لاسونو په خوځولو خپله خوشحالي څرګنده کړه.

په دې موقعه ګڼ شمېر د غزې ښاریان راټول شوي وو، په داسې حال کې چې د اسرایلو په سیمه کې د یرغمالیانو کورنیو او ګڼ شمېر اسرایلي وګړو دغه صحنې په ژوندۍ بڼه د تلویزیون شيشه کتلې.

ټاکل شوې ده چې اسرایل به د دې ښځینه عسکرو په بدل کې 200 فلسطیني بندیان خوشې کړي.

حماس د اسرایلي زندانونو څخه د خوشې کېدونکو فلسطینیانو نوملړ خپور کړی دی.

د الجزیرې په رپورټ کې ویل شوي د اسرایلي زندانونو څخه چې کوم فلسطیني بندیان خوشې کیږي په هغې 121 فلسطینیانو ته د عمري بند او 79 نورو ته د اوږدې مودې د بند سزاګانې اورول شوې دي.

رپورټ وایي چې په خوشې کېدونکو بندیانو کې یو 69 کلن سپین ږیری او یو 15 کلن تنکی ځوان هم شامل دی.

حماس تېره اونۍ هم 3 یرغمال اسرایلي ښځې د 90 فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړې وې.

د حماس په وینا، د اسرایلي زندانونو څخه په لومړي ځل خوشې شوو کسانو کې 69 ښځې او 21 ماشومان شامل وو.

ټاکل شوې چې د ډزبندۍ د تړون په لومړي پړاو کې به حماس په اسرایل کې د بندي فلسطینيیانو د خوشي کولو په بدل کې 33 یرغمل شوي اسرایلیان خوشي کړي او ورسره غزې ته بشري مرستې زیاتې شي او د غزې له ځینو برخو به اسرایلي پوځیان ووځي.

خو د وزیراعظم نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ وویل، ځواکونه به یې د لبنان په جنوب کې د یکشنبې- اتوار له هغې ټاکلې مودې وروسته هم پاتې شي چې له حزب الله سره د ډزبندۍ په تړون کې ټاکل شوې هو ځکه چې وایي د تړون شرطونه په بشپړه توګه نه دي عملي شوي.

د اسرایل او حماس جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس ډلې له ناڅاپي برید سره پیل شوه چې پکې وسلوالو 1,200 کسان ووژل او 250 نور یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، په غزه کې د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه پورې تر 47,000 ډېر کسان وژل شوي دي، چې وایي نیمایي پکې ښځې او ماشومان دي خو د ملکي وګړو او جنګیالیو جلا شمېر یې نه دی څرګند کړی.

په غزه کې د حماس د وسلوالو خلاف د اسرایل د څه باندې پینځلس میاشتو عملياتو له کبله د سیمې د څه باندې دوه میلینه ابادۍ ډېره برخه خلک هم بې ځایه شوي او د دې سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې ده

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG