لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر پاکستان کې په شوي اییني بدلون ژوره اندېښنه ښودلې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر ټرک په پاکستان کې په شوي 26م اییني بدلون سخته اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دی چې دا ترمیم د عدلیې ازادۍ ته سخته ضربه رسولی شي.

په روانه اوونۍ کې د پاکستان د پارلیمان لخوا منظور شوي 26م اییني ترمیم کې د عدلیې په اړوند یو شمیر بدلونونه مخې ته راوړل شوي چې هغې کې د سپریم کورټ نه د ازخود نوټس اختیار اخستل شوی اؤ د سپریم کورټ د دریوؤ سینیر ترین ججانو څخه یو ته د چیف جسټس د منصب سپارلو اختیار هم پارلیماني کمیټۍ ته سپارل شوی دی.

تر دې وړاندې به پاکستان کې د سپریم کورټ تر ټولو سینیر جج د چیف جسټس په توګه ټاکل کېدو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نهې- سه شنبې په ورځ يه ایکس رسنۍ یو پوسټ کې ویلي، وولکر ټرک اندېښنه لري چې د نوي اییني ترمیم په منظورۍ کې د پراخه مشاورت اؤ بحث مباحثې عمل له پامه غورځول شوی اؤ د بیړې نه پکې کار اخستل شوی دی.

هغه ویلي اییني ترمیم د انساني حقونو د نړیوالو قوانینو سره همغږی پکار دی.

تر دې وړاندې د قاضیانو نړیوال سازمان ( آي سي جې) هم د دوشنبې- ګل په ورځ خپل یو بیان کې د پاکستان په ایین کې شوی اییني بدلون د عدلیې د ازادۍ لپاره یوه ستر نقصان بللی ؤ.

د آي سي جی عمومي سکتر سنتیاګو کینټن ویلي وؤ "هغوي ( د پاکستان حکومت اؤ پارلیمان) د ریاست نورو برخو ته د عدلیې د لاسرسي په محدودولو اؤ د انساني حقونو د تحفظ نه په منعې کولو د عدلیې په ازادانه اؤ موثر ډول د کار کولو توان ختم کړی دی".

د عدالتي ازادۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم تر دې وړاندې د پاکستان مرکزى حکومت ته په ليکلي خط کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې ایيني پېکج د عدالتي ازادۍ او د وګړو د منصفانه ټرایل حق د خطر سره مخامخ کولی شي.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د اییني ترمیم په ضد ټول ملک کې د احتجاجي تحریک شورو کولو اعلان کړی اؤ هم وکیلانو اؤ د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم د اییني ترمیمونو د بېرته اخستو غوښتنه کړې اؤ اندېښنه یې ښودلي چې ددې ترمیم په نتیجه کې به عدلیه د حکوم د لاس لاندې راشي.

د پارلیمان څخه د شپږ ویشتم اییني ترمیم له منظورېدو وړاندې د پاکستان بار کونسل په ګډون د وکيلانو سازمانونو غړو تورونه لګولي وؤ چې حکومت د مجوزه بدلون د لارې د هېواد د اساسي قانون په اډانه کې بدلون راوستل غواړي او د سپريم کورټ وزرې پريکوي.

د پاکستان په ایین کې د شوي 26م بدلون له مخې د سپریم کورټ د چیف جسټس ټاکنه به د دریوؤ کلونو لپاره وي او دا ټاکنه به د سینیارټي پر ځای د درې کسیزه پېنل څخه د پارلیمان 12 کسیزه کمیټي کوي.

د ترمیم له مخې سپریم کورټ کې به اییني بینچ ټاکل کیږي اؤ ددې اییني بینچ د ججانو ټاکنه به قضایي کمیشن کوي خو په اییني بینچ کې به د ټولو صوبو نه برابر ججان اخستل کیږي.

په ترمیم کې ویل شوي چې چیف الیکشن کمشنر به د خپل ملازمت د مودې سرته له رسولو تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکولی شي تر څو چې نوی چیف الیکشن کمشنر نه وي ټاکل شوی.

د اییني ترمیم په ارټیکل 184 د تجویز کړل شوي بدلون له مخې چیف جسټس څخه له خپله انده د نوټس اخستو واک ختم کړل شوی خو په ارټیکل 179 کې د ترمیم په اساس به چیف جسټس د پيټیشن په اړوند نوټس جاري کولی شي.

سپریم کورټ کې د اییني بینچ وړاندیز:

په اییني ترمیم کې د ایین دارټیکل 199 له مخې سپریم کورټ کې د اییني بینچ د جوړولو وړاندیز شوی، د اییني بینچ د ججانو ټاکنه به د پاکستان قضایي کمیشن کوي اؤ په دې بینچ کې به له ټولو صوبو یو برابر ججان اخستی شي.

ایین کې له ترمیم وروسته به اییني مقدمې اییني بینچ ته منتقل شي اؤ ټولې اییني مقدمې به دغه بینچ اوري.

د ایین په ارټیکل 209 کې د شوي ترمیم له مخې عدلیه به واک نه لري چې د یوې غوښتنې نه زیاته د کومې اییني معاملې تشریح وکړي یا په دغه اړه حکم صادر کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG