اسرایلي ځواکونو د غزه په مرکزي سیمه کې تېره شپه بمباري کړې چې د طبي امداد کارکونکي وايي درې کسان په کې وژل شوي دي او د رفح اوسېدونکو ویلي اسرایلي ټېنکونو په حمله کې پېش قدمي کړې ده.
د اسرایل جنګي جهازونو په بمبارۍ کې په النصیرت کېمپ کې یو کور لګېدلی او دوه کسان په کې وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان شوي دي او اسرایلي ټېنکونو په المغازي او البریج په سیمو کې ګوله باري کړې ده چې له امله يې ګڼ شمېر زخمیان شوي دي. النصیرت، المغازي او البریج په غزه کې د اتوو تاریخ مهاجر کېمپونو څخه دي.
په دیر البلاح ښار کې چې د مرکزي غزه خلکو په کې پناه اخيستې ده، د اسرایل په فضايي حمله کې یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي. دا خبره د طبي امداد کارکوونکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته په غزه کې د اسرایل او حماس د جنګ په مهال لبنان سره د اسرایل په پوله د اسرایل او د لبنان حزب الله مسلح ډلې ترمنځ هم تاوتریخوالی زیات شوی او اسرایلي ځواکونه او د حزب الله وسله وخت په د ډزو تبادله کوي. اسرایل د حزب الله وسله وال هم په هدف کړي دي.
د حزب الله مشر حسن نصرالله د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبرداری وکړو چې که د اسرایل او حزب جنګ شروع کېږي نو په اسرایل کې به یو ځای هم محفوظ نه وي.
د ایران حمایت یافته ډلې مشر په ټېلې وېژن نشر شوي تقریر کې وویل که چېرې په پراخه کچه د اسرایل او حزب الله جنګ شروع کېږي نو حزب الله به په اسرایل کې هدفونه په کره حملو کې وولي.
نصرالله وویل د حزب الله د مزایلو ډرون جهازونو نه به په اسرایل کې یو ځای هم محفوظ نه وي. د نهې، سه شنبې، په ورځ د ډرون داسې وډیوز شایع کړل چې ډلې وویل په اسرایل کې دننه د حساس مقامات ښيي.
د اسرایل د پوځ چیف اف سټاف هرزي هېلوي د شورو، چهارشنبې، په ورځ لبنان سره د هېواد د سرحد د دورې په مهال وویل اسرایل د حزب الله د وسلې په اړه ښه معلومات لري. هغه وویل دښمن د اسرایل د صلاحیتونو په اړه ډیر لږ معلومات لري.
په غزه کې د جګړې په اړه د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل ځواکونو يې په غزه کې د وسله والو د پټن ځایونو او بنیادي اډاڼې په ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د استخباراتي معلوماتو په بنیاد کره هلې ځلې کوي.
په سیمه کې د تازه جګړې په اړه خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د ډز بندۍ دپاره کوښښونه لا نه دي کامیاب شوي او په ګڼو مرحلو مشتمل د ډز بندۍ په تجویز ټول فریقېن لا نه دي متفق شوي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسرایلي چارواکو هغه ۳۳ فلسطینیان ازاد کړل چې په تېرو څو میاشتو کې په غزه کې په حراست کې اخیستل شوي وو. ازاد کړی شوي فلسطینیان په غزه کې الاقصا هسپتال کې داخل کړی شول او ویلي يې دي اسرایل ورسره په بند کې بد سلوک کړی دی.
اسرایلي د فلسطیني قېدیانو سره د بدسلوکۍ خبره ردوي. د انساني حقونو نړیوال او فلسطيني تنظیمونه فلسطیني قېدیانو سره د اسرایل د چلند غندنه کوي او غوښتنه کوي چې اسرایل دې د فلسطيني قیدیانو درک او د خېر ښېګړې په اړه معلومات مهیا کوي.
Forum