لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای ایف آر سي: په افغانستان کې بشري حالت ډېر زیات په خرابېدو دی


د نړیوال سره صلیب او سرې میاشتې اداره (ای ایف آر سي) وایي، په افغانستان کې بشري حالت "په شدت سره په خرابېدو" دی او په دغه هیواد کې یې په بیړني ډول د بشري حالت د سمبالولو بهیر ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

ای ایف آر سي د مې په درېیمه په یو رپوټ کې ویلي، وخت او فنډونه په ختمېدو دي او که په دې برخه کې په ژور ډول د بشري مرستو بهیر ته بیاکتنه ونه شي په افغانستان کې په دوامدار ډول د بحران سببونه نه شي‌ ختمېدای.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې ادارې د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د بشري چارو د سمبالولو لپاره په بیړني ډول د بشري مرستو د تګلارې د بیا ترتیبېدو غوښتنه کړې ده.

ای ایف آر سي او افغاني سرې میاشتې ټولنې دا غوښتنه په دوحه کې د افغاني سرې میاشتې او د قطر د سرې میاشتې ټولنې تر غونډې وړاندې کړې ده.

ټاکل شوې په دې غونډه کې به د بریتانیې، کېنېډا، ډنمارک، فینلېنډ، جرمني، ایټلي، جاپان، کویت، ناروې، سویډن، سینګاپور، ترکیې او د هانګ کانګ د سرې میاشتو او سره صلیب د ټولنو استازي هم ګډون وکړي.

دغو ادارو په خپله ګډه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې د ټولنې د مشر مولوي مطیع الحق خالص له خولې ویلي دي، ټولنې په داسې حال کې په یو بحران پسې له بل بحران سره مخامخ کیږي چې له دغو بحرانونو سره د مبارزې کچه یې تر صفر لاندې ده:

"مونږ د خپلو قدرمنو همکارانو غواړو چې د اوږدې مودې لپاره نظر وکړي او په دوامدار ډول د بحران د سببونو د ریښو ایستلو لپاره د افغانستان په ظرفیتونو، خلکو او سیسټم باندې سرمایه کاري وکړي".

مطیع الحق خالص ویلي د څه باندې 24 میلینه وګړو اړتیاوې ډیرې پراخې او له یو بل سره تړلې دي. خالص ویلي ډېرې دغه اړتیاوې د مختلفو سببونو لکه اوږدې جګړې، موسمي‌ بدلون او ژور اقتصادي بحران د یو ځای کېدو له کبله زېږېدلې دي:

"د هیواد [افغانستان] سرچینې پراخې دي، خو صلاحیتونه شته او دا ډېره مهمه ده چې ددغو ټولو له یو بل سره تړلو اړتیاوو د سببونو د ریښو د ایستلو لپاره حل لارې ولټول شي".

په دغه ګډه اعلامیه کې د اېشیا او پېسیفیک لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې ادارې د مشر الیکزنډر مېتیو ویلي، تعلیم او کار ته د خلکو محدود لاسرسي ته په پام سره په کار ده د ځوانانو، مسلکي او هنري زدکړو او نورو هغو کارونو ته پام وشي چې په خلکو کې اعتماد او امید پیاوړی کوي.

ای ایف آر سي په افغانستان کې په بیړني ډول د بشري مرستو بهیر ته د بیا کتنې غوښتنه په داسې وخت کړې، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او ملګرو ملتونو په روان کال کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې د غوښتل شوي څه باندې درې نیم ارب ډالرو فنډ ډېره کمه برخه ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG