لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار کورنۍ هم په دوبۍ کې د ميلينونو ډالرو جايدادونه جوړ کړي


د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار چې عدالت په ياده قضيه کې بري کړی، د دوبۍ اَنلاکډ په معلوماتو کې په ‏کراچۍ کې د جعلي پوليس مقابلو په نوم یاد دغه پخواني پوليس افسر راو انوار د کورنۍ نوم هم مخې ته راغلی چې د ښځې او بچو په نوم یې په دوبۍ کې ‏د ميلينونو ډالرو پينځه جايدادونه دي. ويل شوي د راو انوار تنخا ‏‎95,000‎‏ روپۍ وه خو هغه په شږ کاله موده کې ‏‎74‎‏ ځله دوبۍ ته سفرونه کړي دي.‏

دوبۍ اَنلاکډ

د پلټونکو صحافيانو نړيوال تنظيم (د منظمه جرمونو او بډو روشوتونو د رپورټنګ پروژې/ او ‏سي سي ار پي) او د ناروې صحافتي ادارې (ای ‏‎24‎‏) په ‏‎14‎مه ‏مې خپرو کړو معلوماتو کې ويلي، د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ خواوشا ‏‎50‎‏ هيوادونو د ‏‎74‎‏ مطبوعاتي ادارو د خبریالانو په مرسته د دغو معلوماتو ‏پلټنې کړي او ‏په دوبۍ کې د جايدادونو جوړونکو نومونه یې راښکاره کړي دي.‏

د (دوبۍ ان لاکډ ‏DUBAI UNLOCKED‏) په نوم خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي د ‏‎2022‎م کال د پيل پورې خواوشا ‏‎17000‎‏ پاکستانيانو په دوبۍ کې ‏‏‎23000‎‏ جايدادونه لرل چې مجموعي قيمت ‏یې خواوشا لس اربه ډالره وو او په تېر دوو کلونو کې په دوبۍ کې د جايدادونو يا ځمکو بيعې سېوا کېدو سره ‏د پاکستانيانود جايدادونو قيمتونه دولس نيمو ‏اربو ډالرو نه سېوا شوي دي.‏

د راو انوار د کورنۍ په نوم جايدادونه

د دوبۍ انلاکډ په معلوماتو کې مرسته کوونکي د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، د راو انوار مېرمن اوس هم په دوبۍ کې د يو اپارټمنټ مالکه ده ‏کوم یې چې د ‏‎2021‎م کال په وروستيو کې خواوشا په پينځه لکه ډالره اخستی وو او بيا یې په د کال دپاره په ‏‎44,923‎‏ ډالره کرايه باندې ورکړی وو. ‏

ويل شوي د هغې په نوم يو بل دفتر هم دی کوم یې چې په ‏‎2018‎م کې په ‏‎213,452‎‏ ډالره اخستی او هغه یې هم په کرايه ورکړی دی.‏

ويل شوي، د راو انوار د مېرمنې په نوم دوه نور جايدادونه هم معلوم شوي کوم چې بیا خرڅ کړل شوي وو، په دغو کې د يو اپارټمنټ قيمت په کال ‏‎2021‎م ‏کې ‏‎14,80000‎‏ ډالره وو او د بلې بنګلې قيمت په ‏‎2022‎م کې ‏‎40,8000‎‏ ډالره وو.‏

په دوبۍ انلاکډ کې د جايدادونو په حواله راټولو کړل شوو معلوماتو په اړه ويل شوي، دا د ‏‎2020‎‏ نه تر ‏‎2022‎م کال مودې پورې دي.‏

د ډان په رپورټ کې ویل شوي، د راو انوار د مېرمن په نوم د شپږو کمرو يوه بله بنګله هم ده، کومه چې جوړيږي د ‏‎2023‎م کال د مې په ‏‎30‎مه اخستل شوې، ‏او د ترلاسه معلوماتو ترمخه د دغه بنګلې په مارکیټ کې قيمت ‏‎6.67‎‏ ميلينه يا ‏‎66,70000‎‏ ډالره دی.‏

د راو انوار لخوا د دغو جايدادونو په اړه کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی خو د نورو پاکستانيانو چې پکې سياستوال او پخواني پوځي جرنېلانو ‏نومونه چې د دوبۍ انلاکډ په رپورټ کې راغلي ځينې سياستوالو ويلي، په دغو جايدادونو یې ټېکسونه ورکړي او د الېکشن کمېشن سره یې معلومات ‏شريک کړي دي.‏

راو انوار "د بشري حقونو سرغړوونکی"

امریکې د ‏‎2019‎م کال د دسمبر په مياشت کې راو انوار د بشري حقونو د سرغړونو کوونکو په نوملړ کې اچولی وو. د امریکې د خزانې د وزارت د بهرنيو ‏شتمنيو د کنټرول دفتر ويلي وو، "راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په ‏‎190‎پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون ‏‎400‎‏ کسان وژلي" وو.‏

امریکايي دفتر ويلي وو "راو انوار په مبيینه توګه د پوليسو د جرايم پېشه او غلو د ډلې مشري کوله چا چې به د خلکو نه قلنګ اخيستو، ځمکې به يې ‏نيولې، په نشه يي توکيو او وژنو کې به ککړ وو".‏

راو انوار امريکايي تورونه رد کړي وو. د امریکې وروسته برتانیې هم راو انوار د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړی وو.‏

د راو جايدادونو ته غبرګون ‏

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د سيند صوبې مشر محمد شېر وايي، دوی د اولې ورځې نه دا خبره کړې چې راو انوار به خلک د پېسو دپاره وژل، ځورول، ‏او په ځانګړي ډول پښتانه به یې په هدف کول.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، راو انوار يو نوکر وو، دومره پېسې ورسره د کوم ځای نه راغلې چې په دوبۍ کې یې پرې د بچو او مېرمن په نوم ‏جايدادونه اخستي دي.‏

هغه زیاته کړه، دوی د پاکستان د واکمنو نه د دغو پېسو او راو انوار په اړه د پلټنو غوښتنه کوي.‏

پښتون ژغورنې غورځنګ چې د لومړۍ ورځې نه د نقیب مسيد د وژنې ضد احتجاجونه پيل کړي، د سيند صوبې مرستيال مشر یې محمدالله وايي، دوی ‏هم تل د راو انوار د هغو کړنو غندنه کړې او پرضد احتجاجونه یې کړي چې پښتانه به یې وژل پېسې به یې ترې اخستې.‏

هغه وویل، پوليسو په ګډو پلټنيزو کمېټيانو کې په خپله ويلي وو چې راو انوار د نقيب مسيد سره د لسګونو کسانو په جعلي مقابلو کې وژلي، د هغې ‏باوجود دې هغه ته یو منټ له هتکړۍ ونه لګېدې، نو ښکاري چې د هغه په سر د زورورو قوتونو لاس دی او دلته بيا مظلومو خلکو ته انصاف نه ترلاسه ‏کيږي.‏

د نقيب مسيد وژنه او راو انوار ضد قضيه

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی نقيب مسيد د کال 2018 په 13 جنورۍ په کراچۍ کې په يوه پولیس مقابله کې وژل شوی کومې مقابلې ته چې د ‏کراچۍ پوليسو خپلې ګډې پلټنيزې کمېټۍ جعلي وو خو تېر کال د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د نقيب مسيد په وژنه تورن ‏پخوانی پوليس افسر راو انوار سره د نورو پوليسو ملزمانو بري کړی وو.‏

د نقيب مسيد کورنۍ په دغه فېصله د افسوس څرګندونه کړې، په سيند هايکورټ کې یې چېلنج کړې او ويلي يې وو د غټو عدالتونو نه د انصاف تمه لري ‏او د انصاف ترلاسه کېدو دپاره به هره دروازه ټکوي، او دغه قضیه اوس هم په عدالت کې ده.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG