د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ته د سايفر قضيه کې د لسو لسو کالو بند سزا واورول شوه.
د سايفر قضيې دپاره جوړ ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنېن نن د نهې- سه شنبې په ورځ نن لنډه فېصله واوروله.
د رپورټونو ترمخه، د راولپنډۍ په اډياله زندان کې د قضيې او فېصلې اورولو په وخت ځانګړي عدالت کې عمران خان او شاه محمود قرېشي موجود وو.
پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، اسلام اباد هايکورټ کې به فېصله چېلنج کوي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان ویلي، دغه قضيه په توندۍ سره چلول شوې ده.
هغه زياته کړې، په خپلو پلويانو غږ کوي چې دوی د زغم نه کار واخلي، دوی په هايکورټ او سپريم کورټ اعتماد لري اخر کې به دوی ريليف ترلاسه کيږي.
په پخواني وزيراعظم عمران خان تور دی چې اووم مارچ 2022م یې د امریکې څخه ترلاسه کړی سایفر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی او د ملي امنیت خیال یې نه وو ساتلی.
په 13م دسمبر د سايفر قضيه کې د عمران خان او د هغه د حکومت د پخواني وزير شاه محمود قرېشي باندې فرد جرم لګول شوی او دواړو د صحت جرم نه انکار کړی وو.
د ياد تور په اساس د تېر کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.
د دې قضيې د اورېدنې دپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی شوی او د قانون وزارت بيا اعلاميه جاري کړې وه چې د عمران خان ضد اورېدنه دې په زندان کې دننه وشي.
د ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات په 29م اګست د سایفر قضيې لومړۍ اورېدنه کړې وه.
Forum