لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې پوليسو د بلوڅ يووالي کمېټۍ غړو د احتجاج مخه نيولې


د اکتوبر په 20مه د کراچۍ پريس کلب مخې ته د بلوڅ يووالي کونسل اعلان شوي احتجاج مخه نيول شوې او کراچۍ پوليسو بلوڅان پريس کلب مخې نه پر شا کړي او احتجاج ته یې نه دي پرېيښي.

بلوڅ يووالي کونسل ويلي، نه خو دا وخت په ښار کې د قانون ماده 144 لګول شوې چې په احتجاجونو بنديز وي او نه دوی ښار کې د قانون او امن خرابولو هڅې کوي.

وایي دوي پرامنه احتجاج ته راغونډ شوي او د خپلو بې درکه خلکو دپاره غږ پورته کوي.

د بلوڅ يووالي کونسل مرستيال مشر عبدالوهاب بلوڅ وي او اې ډيوه ته ويلي چې دغه احتجاج دوی په تېره اونۍ کې د 9 زده کونکو دپاره کاوه چې وايي کراچۍ څخه جبري پورته کړل شوي دي.

دوی دعوه کوي دغه ډول په دغه وخت کې د ټول بلوچستان نه د 35 کسانو زيات جبري بې درکه کړل شوي دي.

نوموړي وويل، "بلوڅ يکجهتي کميټۍ د احتجاجونو 12 ورځې مخکې لا اعلان کړې۔نن مونږ دلته پرامنه احتجاج ته راغلي وو خو حيران يو چې د پريس کلب ټولې لارې پوليسو نيولي دي۔او مونږ ته احتجاج کولو اجازه نه راکوي".

د کراچۍ پوليسو وي او اې ډيوه ته پرته د کېمرې ويلي، احتجاج کوونکو د دغه احتجاج اجازت د انتظاميې څخه نه دی اخستی ځکه یې دوی د احتجاج مخه نيولې۔

د بلوڅ يووالي کميټۍ غړي او ګڼ شمير نور احتجاج کوونکي چې د پريس کلب شاته احتجاج ته ناست وو پوليسو په زور د هغه ځای نه پاڅولي او احتجاج يې پرې ختم کړی دی.

د بلوڅ يووالي کونسل مشرانو ويلي، د احتجاج د ختمولو له اعلان وروسته هم پوليسو پر دوی له شا بريد کړی او د 5 نه زيات کسان يې نيول شوي چې پکې د بلوڅ يووالي کونسل مرستيال مشر عبدالوهاب بلوڅ هم شامل دی.

وي او اې ډيوه ته د دغه احتجاج یوې ګډونوالې او د بلوڅانو د حقونو فعالې سمي دين بلوڅ ويلي، پوليسو په مختلف ډول هڅې پيل کړې دي چې دوی سره کوم مظاهره چيان دي هغه ونيسي۔

سمي دين بلوڅ زیاتوي، "مونږ د پريس کلب تر شا دغه احتجاج کولو خو د پوليسو غټه نفري راغله او مونږ ته يې وويل چې احتجاج ختم کړئ. مونږ احتجاج ختم کړو خو د هغه باوجود مونږ وينو چې زمونږ تر شا پوليس مظاهره کوونکي ونیسي".

بلوڅ يووالي کونسل څو ورځې وړاندې د کراچۍ پريس کلب کې يوه خبري غونډې کې دغه دعوه کړې وه چې کراچۍ کې د نړيوال هوايي ډګر بهر په چينيانو د بريد وروسته د پاکستان په بيلا بيلو سيمو کې د بلوڅو ځوانانو بې درکه کول پيل شوي دي۔

دوی اندېښنې ښودلي دي چې دغه ځوانان به په جعلي مقابله کې ووژل شي او بيا به د يو ترهګر تنظم د غړو په توګه د خلکو مخې ته راوړل شي۔ دوی غواړي د بې درکه کسانو ژوند وژغوري۔

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ تازه تورونو ته حکومتي چارواکو يا امنيتي ادارو څه ځواب نه دی ويلی.

خو د اګست په مياشت کې د پاکستان پوځ بلوڅ يکجهتي کميټي د ترهګرو پراکسي په نوم ياد کړې او ويلي يې وو چې دوی د پاکستان د امنيتي ادارو د بدنامولو دپاره پروپېګنډه کوي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG