لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې پولیسو د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د ګوادر پرلت په ملاتړ احتجاج کوونکي نیولي دي


په کراچۍ کې د ګوادر د پرلت په ملاتړ د احتجاج دپاره راغونډ شوي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ غړي پوليسو نيولي دي چې پکې ښځې هم شاملې دي، بل لور ته په ګواد کې نن پر شپږمه ورځ هم د «بلوچ راجي مچي» په نوم احتجاجي پرلت دوام لري او د صوبې د مرکز په شمول په ځینو بلوڅ مېشتو سیمو کې کاربندیز شوی دی.

په کراچۍ کې بلوڅ احتجاج کوونکي وايي دوی د ګوادر احتجاج کوونکو د ملاتړ دپاره پرامنه احتجاج ته راغلي وو، خو پوليس وايي دوی د ښار په ريډ زون یا حساسه سیمه کې راغونډ شوي او دلته د احتجاج کولو اجازه نه لري.

د کراچۍ آرټ کونسل مخې ته د احتجاج دپاره راغونډ شوي ګڼ شمېر د بلوڅ يووالي کونسل غړي پوليسو نيولي او پوليس تاڼو ته يې منتقل کړي دي.

بلوڅ يکجهتي کميټۍ وايي ګوادر پرلت وهونکو سره د يووالي دپاره پرامنه احتجاجي غونډې ته راغلي وو چې پوليسو پرې بريد وکړو او دوی يې احتجاج ته پرې نه ښودل.

په احتجاج کې شریکه پروفيسره او د بشري حقونو فعاله ندا کرماني هم پولیسو نیولې ده، هغې تر نیول کېدو وروسته د پولیسو په ګاډي ‌کې وي او اې ډیوه ته وویل:

"زه يوه پروفيسره يم په لمز پوهنتون کې استاده یم، دوی زه ونيولم، زه په یو پرامنه احتجاج کې د برخې اخستلو ته راغلې وم، دوی پرامنه احتجاج ته خلک نه پرېږدي او ما ځان سره بیایي".

د کراچۍ پوليسو له کېمرې پرته وي او اې ډيوه ته ويلي دغه خلک د ښار په ريډزون کې راغونډ شوي وو او په ښار کې د قانون 144مه ماده هم لګول شوې وه، ځکه دوی دلته د احتجاج کولو اجازه نه لرله.

احتجاج کوونکي وايي د دوی تر 20 زيات کسان چې پکې نارينه او ښځينه غړي شامل وو پوليسو نيولي دي. د بلوڅ يووالي کمېټۍ مرستيال مشر عبدالوهاب بلوڅ زياته کړه حکومت يوې خوا ته له دوی سره د مذاکراتو خبرې کوي او بلې خوا د دوی پر احتجاجونو باندې بريدونه کوي:

"ښکاره خبره ده چې که دوی موږ نه پرېږدي نو مونږ به په ټول بلوچستان کې د پرلت پيلولو اعلان کوو او د ګوادر پرلت وهونکو سره په مزاکراتو کې چې کومې خبرې روانې دي چې پرلت به ختموي, موږ به د هغو خبرو نه پر شا شو".

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د کراچۍ له پوليسو غوښتنه کړې چې د دوی نيول شوي ملګري دې خوشي کړي ګني دلته په ريډ زون کې پرلت پيلوي.

بلې خوا ته د بلوچستان په ګوادر کې له 28مې جولای څخه د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ پرلت دوام لري او نن په دويم اګست یې د نورو احتجاجونو اعلان کړی وو.

پرون حکومت د ګوادر له پرلتوالو سره د مذاکراتو کاميابېدو دعوه کړې وه خو د بلوڅو د یووالي کمېټې مشرې ماه رنګ بلوڅ تيره ورځ ويلي وو په مذاکراتو کې یې حکومت ته شرطونه ایښي وو خو حکومت ونه منل.

ماه رنګ ویلي حکومت ته یې غوښتنې دا وې چې د بلوڅو د قامي غونډې د ګډونوالو خلاف باید د ګوادر په شمول په ټول په بلوچستان کې د طاقت او تشدد د استعمال مخه ونیول شي او د راجي مچي نیول شوي ټول ګډونوال دې په سمدستي توګه خوشي کړل شي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG